ژونده !!!
ژونده ته دخالق له لوري دې نړۍ ته یوه مانا ورکونکې تحفه یې
ستا خلقت ښایی بې مانا او بې مفهومه نه وي،
ځکه ته بې مانا او بې مفهومه نه یې
ژونده ! په هر څه کې دي د نعمت رڼا ځلولې ،
دانسان په کالبوت کې دي رښتیا هم درب عظمت او لویوالي ځلا ند ا وروښانه کړی دی
ژونده !  مونږ انسانان ستا څخه راضي یو ځکه ته دخالق له خوا یوه ژوندۍ تحفه یې
دانسان روح اوتن، عقل او هوش فکر او وجدان ، زړه ا و احساس، انسانیت او موجودیت دا هر څه یو نوم لري هو هغه ته یې ( ژونده )
دنړۍ او بشریت وده او نمو په طبعت کی قسم قسم بدلونونه، داسمان او ځمکی طبعي حرکات دلمر او سپوږمۍ کیفیت او څرنگوالی ددغو ټولو ا و نورو مخلوقاتو دپیدایښت سبب هم ته یې او دپای ټکی به یې هم ستا نابودیدل وي.
ژونده ! ستا نوم د هر انسان په خوله کې وي خو ستا په مفهوم او مانا  ستا تعریف ا وپیږندل ستا ارزښت او قیمت دهیڅ بشر په وس کې نشته
او دهیڅ انسان دذهن او فکر وړانگې ستا مانا  او لویوالئ نشي  روښانه کولی.


عبدالله شاه ( ژوندون  ) غزنی قره باغ