د ژوند تېریدو څورازونه  ::: (ژوندون )

د ژوند په پراخه لمن کې زموږ څښتن ټول مادیات په معنوي ګیڼوهم  ښکلي کړي دي .
ګل ته یې له ښکلا سره بوی ورکړی ځکه  که  ځوک دسترګو په لید  دزړه  زوق نه  شي خړوبولی  نو کولی شي چې  د سپيځلي طبعي بوی په واسطه  خپل روح ته دمه ورکړي او د زړه بړاس په يوې سړې سأ سره وباسي .
 همدا بیلګه موږ کولی شو دخاورین انسان په وجود کې هم ثابت کړو ، په دې نړۍ کې چې کوم  وګړي ژوند کوي  ټول  له یوه زات څخه دي ،او واقعیت خو دادی چې  د ژوند بخښونکې رب په  وړاندي  دا توپیرونه  نشته کوم چې موږ انسانانو په یوه بل کې موندلي دي ، زه بد رنګ یم ، ته ښکلی یې ،هغه ، تور دی ،د هغه  بل لاس نشته  او دا بل بې وسه دی  .کله چې د هغه پيداکونکې رب  په وړاندي داتوپيرنشته نو بیا موږ تاسو ولي داحس لرو ؟
 شايد په همدې توپيرونوکې یو راز پروت وي  ځکه دا  طبعي ده زماسترګي بد رنګ نه خوښوي او ښایسته ته  په زړه کې   ځای ورکوي  .
بس  خبره بیرته هغه لومړۍ بیلګې ته  اشاره کوي ،
  هو !   همدا معنویات دي چې موږ ته دا لار هواروي تر څوتور، سپین ، زوړ ځوان ،روغ او ناروغ ، ټول  په یوه ټغر ژوند سره وکړو په  یوه دسترخوان خيټي مړې کړو او د ژوند اوږد سفر د ښځې او میړه په توګه  په یوه بستر کې سره تیر کړو.
ریښتیاهم که  زموږ د کورنۍ غړي  هرراز وي  مطلب په  ظاهراً بد رنګ  یا په باطن کې بې ډوله وي  خوموږ له هغو سره ژوند تیروو ډیر کم داسي شته چې ستونزي ولري خو دا ستونزي بیرته د هواریدو جوګه وي دوه ورځي وروسته بیا هيځ هم نه وي .
 هغه  د ميني  تار چې دپلار ، زوی ،مور او یا وروڼو په مینځ کې  غزيدلی دی هيځ ښکلا يې نشي پرې کولی ، زړه انا او زوړ نیکه که هر ځومره بې وزله ، بې روګاره اوله ناروغیو ډک شي خو د اولادونو او لمسیانو په زړونو  کې ورته  تر یوې دنګې ښایسته او مینه ناکې بیګانه پيغلي زیاته  مینه ، احترام او شفقت ځای لري  .
نو همدا معنوي اونه لمس کیدنکې هستۍ دي چې  تل یې  موږ ته د مینې ، احترام ، دوستۍ ،ملګرتیا ،غیرت ، حوس  ... او نورو بې شمیره نومونوسره ځان راپیژندلی  دی . ترڅو ژوند باندي وتړو او په ګډه سره ځان تر بلې نړۍ ورباندې تیر کړو  .


                                                                                                عبدالله شاه ژوندون