د قره باغ ادبي او کلتوري ټولنه له تیرو دوو کلونو راهسي د غزني ولايت په قره باغ  ولسوالي کې جوړه اوخپلې فرهنګي چارې په مخ بیایي .
نوموړې ټولنه د یوه فعال کتابتون سربیره په مهالنۍ غونډواو مشاعرو خپل فرهنګي یون مخ پر وړاندې بیايي ، اوس مهال د نوموړې ټولنې مسئولین او زیات غړي د قره باغ د سلطان محمود دلیسې ځوان او بااحساسه شاګران دي چې په ښه وفاداري خپلې ژبې فرهنګ او ملي ارزښتنونو ته کار کوي .
د قره باغ ډیری خلک په بزګري او مالداري بوخت دي همدا وجه ده چې له تعلیم او پوهي څخه لرې پاته شوي دي . له نیکه مرغه نوي نسلونو ته  په کتو سره ویلی شو چې اوس هغه وخت تیر شوی او د قره باغ ولسوالي ډیری کورنۍ خپل ماشومان ښونځیو ته لیږي او  په خوشحالۍ سره ویلی شو چې له تیرو دوولسیزو را په دیخوا یې یو زیات شمیر روڼ انده او پوه ځوانان افغاني ټولنې ته وړاندې کړي دي چې زیات شمیر یې د هیواد په پالنه بوخت دي . ژوندۍ بیلګې یې  دقره باغ ادبي اوکلتوري ټولنه  او د قره باغ د محصلینو اتحادیه دي چې تر ډیره حده یې خپلو ملي ارزښتونو ته په کتو سره د ګټې وړ ګامونه اخیستي دي .
 د یادونې وړ ده داچې د قره باغ کلتوري ټولنې کتابتون زیات شمیر مینه وال لري خو د پښتو ژبي نوي چاپ شوي  علمي او ادبي کتابونه همدا راز مجلې په وخت سره نه رارسیږي  نو له ټولو ګرانو هیوادوالو څخه چې په دې ډګر کې له  قره باغ کلتوري ټولنې سره مرسته کولی شي  خپلې مرستې ونه سپموي . دا به یې  یو نه جبرانیدونکی احسان وي .په لاندې پتو سره کولی شې له موږ سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي .

za_abdullahshah@hotmail.com

abdullahshah.zhwandoon@gmail.com

0799018335