درې هفتې وړاندې چې زه پوره ۹ میاشتې وروسته کابل ته تلم نو یوه هیله مې دا هم وه چې زه د بي بي سي دفتر هغه ټول همکاران ووینم چې پوره اته کاله مې ورسره ګډ کار کړی و. تیر مازیګر و چې محمود خان پل کې له موټر نه ښکته شوم او تر نوي ښاره ځکه پلی لاړم چې د کابل په سرکونو د ولاړو موټرو ځآی نه چې په ځینو ځایونو کې په پلي لارو هم موټر چام ولاړ وو. زه نوي ښار ته د انټر نيت په خاطر روان وم، کله چې  کوچه یی مرغا ته داخل شوم نو رایاد شول چې دلته خو پخوا د استاد ژکفر ګلری هم وه، چې لږ وړاندې ورغلم نو د استاد په لوحه مې سترګې ولګیدې، نیغ ور ننوتم او له ورایه مې برې غږ وکړ چې ( کسی پیشت امده که هیچ تصورش نداشتي.)
استاد ژکفر زما په لیدو ډیر خوشځاله شو، ورسره له خپلو ښځینه شاګردانو لاوړ شو او د روغبر وروسته د هغه دفتر ته ننوتو که څه هم د استاد د انځورنو یو البم ما پخوا هم په همدې بلاګ کې خپور کوی و خو دا ځل مې په نویو انځورونو سترګې خوږې شوې له مخې سره مې ترې عکسونه واخیستل او دا دی ستاسې په وړاندې یې ږدم.