اول خو په جلال آباد کې بارانونه نه کيږي خو چې کله وشي، نو بيا د ښار د سرکونو حالت د ليدو نه وي. تر نيم متر نه لوړې اوبه يې  تر ډيره په سرکونو ولاړې وې، چې دا په دې خبره دلالت کوي چې يا خو د سرکونو د پخولو انجينران د ښار د کاناليزيوسيون په کارونو نه پوهيږي او يا د شرکتونو مالکانو د جلال آباد د ښار د سرکونو پروژې د غنيمت مال ګڼي. راځۍ چې د جلال آباد ښار له بارانه وروسته وګورو.