په کې بل د مينې اور دی
سور تنور مې د زړه کور دی
دا څه ټکه راپريوتې؟
په دې چم کې څنګه شور دی؟
اوس چې نه درځم کوڅې ته
په ما ستا د مينې تور دی
ويلې څه ته راته ګورې
ما وی دا مې په تا پور دی
زما سترګو کې جانانه
ځړيدلی ستا انځور دی
باز پرواز کولی نه شي
اوس اوبه يې د زړه زور دی
٢٠٠٩/٠١/٢١
د نورو مطالبو له پاره دلته کليک کړئ.
21.01.2009
- baz
د يادونې وړ ده چې دا انځورونه د کاناډا له ټورنټو ايالت نه ګران دوست او د باز بلاګ ليدونکي يارمحمد نعيمي راليږلي دي. يارمحمد نعيمي درې ، څلور کاله پخوا کابل ته راغلی و او زه له بابرزي صاحب سره د ده ليدو ته ورغلی اوم. تيره هفته يې يو بيا زه د بلاګ له لارې پيدا کړم. او نن يې دا دی د لغمان ولايت ښکلي انځورونه د باز بلاګ په ليدونکو لورولي دي. نعيمي صاحب کور دې ودان خدای دې راوله.يارمحمد نعيم...
25.01.2009
- baz
د بهير د غونډې وياند حسن المبارکحسن المبارک، د غونډې مشر عبدالقيوم مشواڼی، د غونډې ميلمانه نقيب الله اسد او استاد هاضمد غونډې ريپورټ ليکونکی منصور احمد نيکمل...