د معاصر ادب کره کتونکی او کيسه ليکونکی ښاغلی زرين انځور او ذاکر برميال دی چې د ويانا په کنفرانس سره يو ځای شوي وو. انځور صاحب خو ټولو ته مالوم دی چې په جرمني کې استوګن دی خو ذاکر برميال چې له لسو کلونو راهيسي په لندن کې ميشت دی، په پيښور کې زموږ د بهيروالو له جملې څخه و لنډه کيسه او د ځان غوندې ښکلي شعرونه يې ليکل. کله چې زما د بهير د ستيج د اوږد مهال  له وياندۍ سره ياران تنګ شول نو دوه کسه مو د بهير وياندويان وټاکل چې يو يې نجيب عامر او بل يې همدا برميال و چې اوس هم کله کله راته نجيب عامر وايي چې هغه سړی يې  چې زما په مقابل کې به دې برميال ته د ستيج چلولو ملاتړ حاصليدو.

په پيښور کې د چلنجر د انګليسي ژبې د زده کړې او کمپيوټر کورس په حويلۍ کې چې  د بهير غونډې به په کې کيدلې له ښي ارخه نجيب عامر، اجمل اند، مصطفی سالک، ذاکر برميال او بازمحمد عابد ليدل کيږي

عابد د اوسيدو په ځای کې/ کابل