شاعر په گڼ بازار كې د روزگار چرتونو په مخه كړى و، چې نا څاپه يې تخيل غزونې وكړې، له زړه نه يې نرۍ څړيكه پورته شوه او څنگه چې يې په شونډو زمزمه شوه، نو د سرك په غاړه له ولاړو پوليسو نه پرې يوه غږ وكړ:
_ دې خوا راشه! دا كنځلې دې څنگه وكړې؟
_ كنځلې خو مې نه دي كړي تاڼيدار صاحب.
_ چې كنځلې دې نه كولې، نو بيا دې د سودايانو په څير له ځانه سره څه اوتې بوتې ويلې؟
_ اوتې بوتې خو مې نه دي ويلي تاڼيدار صاحب.
_ اخر څه بكواس دې كولو، شابه ووايه كه نه چمړه درنه وباسم.
_ هسې ما ويل ښاپيرۍ يو څه راوړي وو، خو د ديو بوږنوونكى غږ يې چې واوريده، نو په يوه ترپ كې يې پښې وايستي.
_ غلى شه، د خان بچيه. په ويښه خوبونه گورې او هغه هم د ديوانو او ښاپيرو، چرسي خو به نه يې؟
_ نه قربان.
_ دا قربان دې د چرسيانو دى، هلكو! دى بوځئ او په حوالات كې يې بند كړئ.
2001/ 04/ 12 پيښور
15.11.2007
- baz
يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له ليدو سره مې د جنون تر حده مينه وه. په اونۍ كې به دوه درې ځلې هرو مرو له ښوونځي نه پټيدم او ځان به مې نيغ سينماته رساوه، مگر دومره په ويره لكه څوک چې په يوه لوى جرم پسې روان وي. يوه ورځ له يوه ملگري سره يو ځاى له ښوونځي څخه وتښتيدم او نيغه مو د سينما لاره ونيوله. په هغه سرك چې سينما ته غځيدلى و، په ويره ويره بيل بيل لاړو. كوښښ مو كولو چې حتى څوك خپلوان دې هم موږو نه ويني. د سينما ودانۍ ته چې ورسيدو، تقريباًد فلم پيل كيدو ته...
15.11.2007
- baz
زموږ په فولکلوريک ادب کې باز تل د لوړ بخت نښه ګڼل شوى دى. که د چا په اوږه به باز کېناست، نو هغه به په فولکلوريکو کيسو کې ضرور واکمن يا پاچا کېده. نو دا دى د ډېرو مودو وروسته د پښتو کيسې پر ځمکه يوه باز ناسته کړې ده. خداى دې زموږ د افسانو دا خبره رښتيا کړي، چې پر اوږه د باز پر ناستې سړى پاچايي ته رسېږي. زه باور لرم چې د پښتو کيسې پر ځمکه د باز پر دې ناستې به د پښتو داستاني ادب مخ پر وړاندې لاړ شي، پرمختګ به وکړي او که خداى کول د پاچايي تر پوړيو به ورسېږي.دغه پښتون بازچې زه يې دا لومړنۍ کيس...