اوس جانان ته سم کتلی نه شمه
ځان ته خو څه غم کرلی نه شمه

مينه يې په زړه کې راکرلې ده
مينې نه قسم خوړلی نه شمه

ته چې اوسې هلته ښه چابک ځمه
بل خواته قدم وهلی نه شمه

ستا ښکلا په تورو کې رانغاړمه
مات مې شه قلم ليکلی نه شمه