يو څوک گورمه چېرته به وي دنگه ستا په څېر
پېدا به نه شي خدايږو غنمرنگه ستا په څير

د چا ښکلې په لټه پسې وتی يم له کوره
کوڅه په کوڅه گرځمه ملنگه ستا په څېر

د وخت غرمو که وسوزوم مينه کې يې پوخ کړم
پر سپينه سينه زانگمه لونگه ستا په څير

يو ته يې چې د ژوند قرار دې ټول راځنې يوړو؟
که بله به پيدا شې شوخه شنگه ستا په څير

د باز په شان شوخي مې په وزرونو کې پيدا شي
کوتره چې مې تېره شي تر څنگه ستا په څېر

                                                               ٢٨/ ٤/ ٢٠٠٠