ښه ډېر په اسانه راته وگوره
لږ خو په ما گرانه راته وگوره
زه مې نظر ستا په ښکلا وينځمه
ته او خدای جانانه راته وگوره
ياده به وي تاته پرونۍ وعده
نن نه شې پښيمانه راته وگوره
ستا د جرس شرنگ سندرې شنې کاندي
ای اوښبه کاروانه راته وگوره
تا پسې خو خدايږو رسيده گران دي
لمر غوندې روانه راته وگوره
٢٠٠٠/١/١٦
12.11.2007
- baz
نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره دهسندره چې زما د تخيل په تال سپره ده
نظر مې ښکلا وزيږوي کوم لور ته چې گورمله کله نه چې ښکلې مې په سترگو کې ديره ده
چې تا په گلورين نظر يو وارې ورکتليجانانه د زړه سيمه مې اوس ټوله گلدره ده
يو څوک راغلل ژوندون يې د مرگي نيزه کې يوړودا پورې کلی وگوره چې واړه هديره ده
د روغې څه خب...
12.11.2007
- baz
داسې مې اوښکو باندې ستا د کوڅې ور وينځلیلکه باران چې بيگا ټوله شپه وي لمر وينځلی
دا چې ښکلا راته په هر څه کې څرکونه وهيسهار وختي مې ستا په ښکلي مخ نظر وينځلی
په لاهوتي سندرو نيت تړم د مينې په نومد زړگي خُم مې په شرابو د کوثر وينځلی
څنگه سرور دی د بر کلي د گودر په غاړهچا به د بنگو په وږمه وي مازديگر وينځلی
د بوډې ټال يې په وزرونو کې يو شپول جوړوي...