څوک مې په ميو باندې، څوک مې په بنگ نمانځي
څوک مې د تورو سترگو په ښکلي جنگ نمانځي
بيا د غزل ملکې، گيډۍ سندرې راوړې
چې به په دې عنايت، کوم يو ملنگ نمانځي
بيا په وطن سپرلی شو، جونې په سيل ووتې
سپينه سينه به د چا په تور لونگ نمانځي
ډيوې رڼا دې ورته، د کوه طور ډيوه شي
ژوند په مرموزه ادا درته پتنگ نمانځي
د وطن ټول شاه زلمي، به سره بيا راټول شي
د آزادۍ ناوې به د ډول په ډنگ نمانځي
١٩٩٩/١١/٢٢
12.11.2007
- baz
خبره چې په کلي کې شوره شوه څنگه ځې؟کيسه زموږ د مينې چې ښکاره شوه څنگه ځې؟
تصوير دې په کې وځړوه، ياد خو به دې ساتيرڼه مې د زړگي چې آيينه شوه څنگه ځې؟
هن! واخله لږ سرور خو په ليمو رانه يوسهژوندون مې درته ويړه ميکده شوه څنگه ځې؟
سهار و، مازديگر شو اوس ماښام په تيريدو دیايسار...
12.11.2007
- baz
نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره دهسندره چې زما د تخيل په تال سپره ده
نظر مې ښکلا وزيږوي کوم لور ته چې گورمله کله نه چې ښکلې مې په سترگو کې ديره ده
چې تا په گلورين نظر يو وارې ورکتليجانانه د زړه سيمه مې اوس ټوله گلدره ده
يو څوک راغلل ژوندون يې د مرگي نيزه کې يوړودا پورې کلی وگوره چې واړه هديره ده
د روغې څه خب...