توبه مې وايسته سحر ويريږم
چې له مغرب راخيژي لمر ويريږم

په شوخ نظر چې راته ونه گورې
له شوخو سترگو نه اکثر ويريږم

پام چې د نه راتلو يې و نه وايې!
ريباره زه له دې خبر ويريږم

لکه شبنم د گل په پاڼه پاڼه
زه د تودوخې له اثر ويريږم

د زړه زخمي کابل مې نور مه چيړئ
چيرته ناسور نه شي پرهر ويريږم