ته خو به لاړ شې ستا تصوير مې له نظر نه ځي
جانانه ستا ياد مې د څړيکو له پرهره نه ځي

ما مې د زړه په شش محل د ښکلي نوم ليکلی
په هر ساه کې ځي راځي خو له ځيگره نه ځي

د گل په غيږه کې اوسيږي خو آرام نه لري
د پرخې مينه ازلي ده چې له لمره نه ځي

موږه د خپل آرمان په څلي باندې ډېر وژړل
خو دا ناسازې لا د وخت له ستمگره نه ځي

اوس نه بنگړي ماتيږي، نه د پيغلو جونو منگي
اوس هغه شور زموږ د کلي له گودره نه ځي