ستا نه لوگې ستا له نظره لوگی
لکه چې پرخه شي له لمره لوگی
نن خو دا تنده ماتومه ساقي
توبه مې شه ستا له ساغره لوگی
د جانان غم په ښادۍ نه ورکوم
دې عاشورا نه شه اختره لوگی
د کوم شپونکي کوډلې اور اخيستی؟
هلته چې وختو له غره لوگی
په کې حمزه غوندې هستي اوسيده
عابده ځان کړه له خيبره لوگی
11.11.2007
- baz
لا د عدم په غيږ کې پروت وم چې شرر دې راکړکالبوت د مينې ته اشنا د روح وزر دې راکړ
زما معصومې ارزو سترگې لا پرانيستې نه وېلا مې کتلي درته نه و چې نظر دې راکړ
ما د ساحل په لويه لاره کې ستا لار څارلهد ژوند بيړۍ دې راته کړه سمندر دې راکړ
د زړه پر باغ مې ميلمنه شوې د جمال پرښت...
11.11.2007
- baz
گله چې ستا پر مخ راښکون خور شي ښکلا خوره شيزما د زړه د هر ارمان په تن کې ساه خوره شي
چې د خپل ذات په آيينه کې خپل تصوير وگورماحساس مې وبوږني پر ذهن مې رڼا خوره شي
ذرې ذرې پلوشې مستې مستې وځليږيچې د سحر په افق سترگه د سبا خوره شي
د تصور فضا مې ټوله سندريزه ښکاري...