دا چې زه يې سره لمبه کړم، آتشي جمال د چا و؟
ابدي فراق يې راکړ، د يوې شپې وصال د چاو؟
زنـــگيدمه،تــــاويـــــدمه دپريـــــشانه زلـــــفوټال کــــې
اوس چې خاورو کې لغړيږم، ها رنگينه خيال د چاو؟
زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرله
خو کوزه يې د جومات کړم، په لمسون کلال د چا و؟
د هستۍ په ښاريه کې دنيستۍ سودا وه گرانه
د عابد خودي په تن وه وايه نور مجال د چاو؟
11.11.2007
- baz
د فاصلولړۍ د مينې له نظر تيريږياحساس مې وبوږني سلگۍ شي له بصر تيږيږي
د لاشعور نه يې شعور ته کډه کړې ده ننجانان زما د سينې دښت کې په سفر تيريږي
تکل مې کړی دی چې لارې د گودر ښکلوومډېرې پيغلوټې په دې لار هر مازيگر تيريږي
د زړه جونگړه ورانوي په يو نظر د جمالزما قاتل زما په سيمه بې خطر تيريږي
د سباوون زيري د لمر باڼه موسکي موسکي کړيد سپيدې څرک چې د افق په سم او غر تيريږي...
11.11.2007
- baz
پرخه د سحر چې د ازغو په څوکو وزانگياوښکې مې ډيوې شي د بڼو په څوکو وزانگي
دا د زړه کنډول به ورته ډک له ارمانونو وړميار ته چې د عشق د منارو په څوکو وزانگي
ډک د تخيل د رنگينيو فطرتي غزلپريږده چې جانان ته د بارخو په څوکو وزانگي
طمعه د عابد لا په زړگي کې هسې طمعه شي...