خبرتیا او بلنه

لوی افغانستان د جوړیدنې 270 امه کلیزه او د افغان کولتور نړیواله ورځ

په جرمني کی د افغانستان د کولتوري ودی ټولنی د کولن په ښار کی د پورتني سر لیک لاندی د یو علمي سیمینار او کولتوري جشن تابیا کړی ده .
په علمي سیمینار کی به کارپوهان په لاندی موضوعاتو خپلی علمي مقالی وړاندی کړي :

۱- افغانستان د لویو تمدنونو وارث
۲- د لوی افغانستان د جوړیدو مبارزې
۳- د لوی افغانستان موسس
۴- د لوی افغانستان جغرافیه او تاریخي داعیه
۵- د افغان كولتور نړیوالې ورځې ارزښت
٦- افغان کولتور

د مقالو په پای کی د غونډی برخه والو پوښتنې او د اړوندو موضوعاتو په هکله د دوی نظریات او وړاندیزونه .
د دی ترڅنګ په جشني برخه کی مشاعری ، موسیقي او نورو فرهنګي برخو ته ځای ورکړل شوی دی .

نو له دی لاری تاسی ټولو هیوادوالو ته په ډیر درنښت بلنه درکوو چی د خپلو کورنیو سره زموږ سره په دی غونډه کی برخه واخلې او په خپل راتګ دغه غونډه لا شانداره کړی .

نیټه : شنبه - ۲۳ سیپټمبر ۲۰۱۷
وخت : ۱۳ بجی
ځای :
Morse Straße 9a
50769 Köln
Germany
په درنښت
دافغانستان د کولتوري ودی ټولنی د کار ډله
د اړیکو شمیرې :
017678688902
01747372222