ښاپېرۍ

( دَ مسلسل سفر نالیدلې بڼه)

 

دَ عمرونو دَ ستړیا ورسته چې بیرته

زه په مات زړه

دَ خپل کور په لور راغبرګ شم

نو

یوه داسې سندره مې تر غوږ شوه

چې هم بیرته

هغه زه وم  .... هغه خوږ ژغ

چې

سرور کې یې رهي شوم

هغې خواته

چې زما دَ تصور په سمه هر څه

دَ خیالونو وَ نړۍ ته مونېدلو

او هغه هم

په هغه بڼه خیالي وه

خو،

لاسو په ځای یې دوه  وزر درلودو،

ځکه

ما چې دَ نیولو هڅه وکړه

هغه والوته دَ خوب وَ جزیرو ته

او ما هم

ورپسې بیا کړې پائڅې ټولې

 

                                                                                              ــــــــــــــــــــــــــ افضل شوق / مزل په واؤرو باندې / صفحه ۱۲