دَ پښتو ناول « پروني مخونه »  دَ کردارونو ژوندي عکسونه

فصل ۱۶- دَ لمر خدائی په مرګ ... دَفېلکن خدائی زېږېدنه

 

عکس -۱ دَ مېمنون نامي  بېخې غټو قدیم فرعوني بُتانو مخې ته ولاړ افضل شوق او دَ هغه خوږ ملګری ډاکټر پو سامنانګ خپلې دوستۍ ته دوام بخښلو په نیت –

عکس -۲ دَ مېمنون نامې فرعوني بُتانو مخې ته که افضل شوق او رانا شامۍ دَ ښي اړخ بُت مخې ته ولاړ دي ، نو منوېلا مورتي او دَ هغې کشره خور اولا دَ کیڼ اړخ بُت مخې ته ځانونه تاریخ ته سپاري –

عکس -۳ افضل شوق په کنګز وېلي کې دَ یو غارې دَ مخه ولاړ دی، کومه چې دننه یو غټ ټېمپل لري -

عکس -۴ نېفرتیتي، هغه مشهوره فرعونه راڼۍ چې په نره یې باچهي ته اوږه ورکړې وه او په فرعوني تاریخ کې دَ تکړه راڼۍ په حېث پېژندل کېږي –

عکس -۵ افضل شوق  او التانګریل په مصري جامو کې دَ نائیل کروز دَ کلتوري ماښام په  تقریب کې برخه اخیستلو ته چمتو ښکاري –

عکس -۶ افضل شوق دَ ابوسېمبل نامتو فرعوني ټېمپل په وړاندې ولاړ دی –

عکس-۷ دَ فرعونانو فرعون رعمسس الثاني ممي چې شهرت یې دَ ابو سېمبل له مشهوره فرعوني ټېمپل سره داسې تړلې دی لکه له هغه چې  دَ راڼۍ نېفزتیتي سره دَ  ابدي تړون اړه یو لوی تاریخ لري–

عکس -۸ دَ فرعونانو په کنګز وېلي کې ملګري ( له ښي اړخه) بېسنیک، رانا شامۍ، افضل شوق، منوېلا مورتي،عقود، ډاکټر پو، پېغله اولا او دَ دوئ مخې ته ولاړې انجونې فلاویه او وینډي سره له ناست ډاکټر ذېن .... په لویه لار کې دَ ملګرتیا تاریخ رقم کوي –

عکس -۹ رانا شامۍ دَ نیل کروز دَ کشتۍ په اخري بام باندې ولاړه دَ افضل شوق دَ کېمرې زینت جوړېږي

عکس -۱۰ افضل شوق دَ ابوسېمبل دَ فرعوني ټېمپل دننه دَ فرعوني تاریخ برخه ګرځېدو ته هڅوال دی –

عکس -۱۱ افضل شوق دَ قدیم یوناني ټېمپل فیلائي، چې دَ خدائیڼې آئسس په نوم شهرت لري  دننه دَ فېلکن ګاډ مخې ته ولاړ دی –

عکس -۱۲ ډاکټر ذېن، البانۍ پېغله اولا، بېسنیک، افضل شوق او منوېلا مورتي دَ قدیمې فرعوني نړۍ برخه ګرځېدلي دي –

عکس -۱۳ اولا، افضل شوق، فلوریتا، بوبا جُوف، منوېلا مورتي، بتوکا، ډاکټر پو سامنانګ او مسټر بېسنیک دَ قدیم یوناني  آثارو تر اثر دلاندې خپله ملګرتیا تاریخ ته سپاري –

عکس -۱۴ افضل شوق دَ کنګز وېلي په لویه لار کې ولاړ او شاته یې ملګرې راروان برېښي -