دَ پښتو ناول « پروني مخونه » دَ کردارونو ژوندي عکسونه
فصل ۲۰- په تپازه کي دَ انتهوني په نیت شک
عکس -۱ افضل شوق په الجزائر شراګا،چې دَ الجئیرز ښار یوه ښکلې برخه ده کې ځان دَ ښاري ژوند برخه جوړولو ته چمتو دی –
عکس -۲ افضل شوق (سېلاني) له ډاکټر وهیبه سکاني (ډاکټر وسا) سره په الجئیرز ښار کې دَ قامي میوزیم سره خوا کې ځانونه دَ تاریخ برخه جوړَوي –
عکس -۳ افضل شوق او وهیبه سکاني له انکل بو عالم سره دَ هغه په ډېر ښائیسته کور کې ، چې دَ الجئیرز ښار په غریزه سیمه کې جوړ دی کې ولاړ دي -
عکس -۴ دَ رومن قدیمو آثارو په اړه نړئیز شهرت لرونکې ساحلي ښار تپازه کې (له ښي اړخه)سید علي، افضل شوق ، ډاکټر وهیبه سکاني ،زوهیب سکاني او جلالي شګیکن دَ شنه سمندر مخې ته ولاړ دي –
عکس -۵ افضل شوق او ډاکټر وهیبه سکاني په سیدي فرج ساحل الجئیرز په مېریج هال کې دَ یوبل په نومونو ژوندون لیکلو په وخت –
عکس -۶ دَ تپازه په ساحلي رومن آثارو کې ولاړه ډاکټر وهیبه سکاني دَ افضل شوق دَ کېمرې برخه جوړېږي –
عکس -۷ دَ وهیبه دَ اوخښې یانې خور خدیجه مېړه جنرال محمد زناخري په کور کې دَ بار بې کیو یوه ننداره، چې په کې مهدي سکاني، جلالي،او عبدالقادر نمایان برېښي –
عکس -۸ افضل شوق له وهیبه سکاني سره په الجئیرز ښار کې دَ یو قامي یادګار په وړاندې ولاړ دی –
عکس -۹ افضل شوق او ډاکټر وهیبه سکاني دَ الجئیرز سي پورټ په وړاندې ولاړ دي –
عکس -۱۰ ډاکټر وهیبه سکاني، افضل شوق، سید علي او زوهېب سکاني په تپازه کې دَ سمندر په څنډه جوړ قدیم رومن آثارو برخه ګرځېدو ته هڅوال برېښي – وئیل کېږي چې کله په لومړي ځل جولیس سیزر خپله مصري محبوبه قلوپطره روم ته بوتلله ، نو په دې تپازه ساحلي ښار کې یې هم څو ورځې استوګنه کړې وه -