هلته مسلمان زړه
وَ كافر حُسن ته پخوا لا ماته خوړلي وه
دَ ګهړۍ ستني لا سمي يوې بجې ته نه وې رسېدلي، چي موږ هغو هسكو هسكو مينارو، چي له ډېر ليري څخه ښكاره كېدلې وَ ګڼ او خپور وور ښار، چي دَ اېبرو درياب په څنډه اّباد وْ ته پېښه وكړه او دَ اېبرو درياب سره سره دَ ښار دَ زړې او منځنۍ برخي په خوا يې رهي شوي وْ
دَ صنعتونو په چپه دَ مزدورانو دپاره جوړي كالونياني دَ روډ دواړو اړخونو ته ښكاره كېدلې يو ځاى له ډېري ښايئسته او په طريقه جوړي هديرې سره چي په څنګ كي تېرېدلو، نو زړه راته وئيلو، چي
" خلګ خو نو دا دي ، چې دَ ژوندئيو دَ احترام كولو سره سره خپل هغه مړي هم ښه په عزت خاورو ته سپاري كوم چي په اوسنئيو پښتنو كي دَ حاضرو سترګو دَ سودا دَ خُويي له كبله ګار بلل كېږي"
او څه ورسته دَ دې ژېړو بامونو دَ ښار په حقله په مايئك كي ميرنا داسي وئيلو..
" دا ساراګوسا ښار دى ، چرته چي دَ زړَو او نوْ ودانيانو او ماڼيانو په چپه هغه دَ هسكو مينارو چرچ ، چي Besilika de Pilar نومېږي ځكه دَ ټوْرسټانو دَ پام وړ ګرځي .. چي دَ چرچ شاوخواته يې بلا ډېر شاپنګ سېنټران جوړ دي "
ميرنا چي دا خبري كولې، نو موږ هم څوكه څوكه دَ پيلار چرچ وَ خواته نيږدې كېدلو او دَ ميرنا په قول دا هغه چرچ دى، چي په دويم نړئيز جنګ كي ورباندي درې بمونه غورځَول شوي وْ خو دا چرچ وران نه شو، بلكې درې سره بمان تر اوسه په چرچ كي په هغو ځايونو كي ښخ پراته دي، چرته چي لوېدلي وْ كه مي څه هم اول خو دا خبره زړه نه منله خو بيا چي مي په خپلو سترګو هغه درې سره بمونه ، چي دَ ګهمبدي بالا بام يې هم سوروى كړى وْ، خو چاوْدلي نه وْ او تر نيم زيات په مځكي كي ښخ پراته وْ
نه يوازي دا، بلكې دلته مي دا خبره هم په خپلو سترګو وَليدله ، چي دَ كوترو سېلونه هم چي به چرچ ته رانيږدې شولو، نو يوبل اړخ ته به ورڅخه تېر شولو ګوا په سرباندي يې نه تېرېدلې دا كوتري اوس كه معجزه نه هم وه ، خو انكار مي هم ځكه نه شولو كولى .. هو، له دې دواړو حقيقتونو څخه ، چي ما په خپلو سترګو وَليدلو
" دا څه وْ ؟ "
دَ پېلار چرچ په بغل كي دَ يوې تنګي كوڅې په يو واړه رېسټورېنټ كي كه څه هم زه له فليپينو ملګرو سره ناست او دَ خواړو انتظار مي كولو، خو دې سوال لره مي په ځواب كي داسي جواز دَ ډېر سوچ كولو ورسته غوره كړو ګوا
"دَ مسلمان په څير كه مي څه هم دا معجزې زړه نه منلې .. خو بيا چي به دَ لږ ساعت دپاره انسان شوم ، نو به مي ځكه دا معجزې وَمنلې چي خداى پاك خو دَ مسلمانانو پرته دَ انسانانو خداى هم دى كېدلى شي ، چي دلته هم .."
كه داني زه په ملا نه واى ټكولى، نو كېدلى شو چي ما دا سوچ څه نورهم مخته وړى وى ، خو خبره دلته په دې وجه وَشلېدله ، چي خواړه زموږ مخته پراته وْ
" نن سبا څه زياته مطالعه كوې لكه چي"
" دا خبره دي په كومه حواله وكړه؟ "
ما چي دَ داني دَ سوال په ځواب كي ورڅخه وضاحت وَ غوښتلو، نو دَ هغه په ځاى روني وئيلو،
" هغه ځكه، چي له درو څلورو ورځو راهسې ته مازيګريان او ماښامونه يوازي تېرَوې "
" پرون او بله ورځ هم لا له تاسو سره وم؟ "
ما چي دَ ځان په حق كي دليل وَوئيلو، نو جج داني واي
" زموږ مطلب دا دى ، چي يو وار خامخا له موږه وركېږې او بل هغه ونېسا دي ګرسره هېره كړه"
ما ورته وئيلو..
" دَ هغې نو كله په ياد وم .."
او بيا په ډوډۍ داسي ورمات شولو، لكه له عمرو عمرو چي مو هيڅ قسم خوراك په سترګو ليدلى نه وْ
_____
له دې ځايه موږ دَ نيږدې درياب په لور ورچپ شولو، چرته چي په وړو كشتيانو كي خلګو له موسمه خوندونه داسي اخيستلو لكه جوړه چي سپرلى وي دَ سپرلي په شان .. نه چي داسي يخجن سپرلى دَ سن باتهـ په نيت ځيني سپيني سرې ښځي مي هم تر سترګو شولې خو وخت لږ وْ، ځكه بيرته په تېزو قدمونو تر بس پوري ورسېدلو او بس چي مخته تللو، نو بيا له شا خوا څخه دَ لارا كُوك ګونډې وې او زه .. چي دَ هغې په انتقامي جذبې مي په زړه زړه كي خندلو او كله كله به مي څه په زوره دَ ونېسا نوم هم دَ هغې تر غوږو تېر كړو او لا ښه به مي په اور كباب كړه
هرڅه هرڅه.. خو دَ پيلار چرچ له نا چاوْدلو بمونو څخه مي سوچ دَ ساراګوسا دَ هديرې په باب څه، چي په دې څو ورځو كي ځاى په ځاى ليدلو نورو ښائيسته هديرو په رڼا كي داسي خيال دَ " دَ سړيتوب په اړه پړه وروره" نظم كړو او په ډائرۍ چي مي څنګه واړَولو، نو په سپيكرونو كي مي دَ ميرنا ژغ تر غوږه شو..
" په سپېن كي خلګ چي څه ګټي ، هغه خوري يا په ځان يې لګوي"
" ګوا دلته هم دا خلګ له پښتنو څخه بېل دي، ولي ، پښتانه چي يې څنګه په خوارۍ ګټي، نو هغسي يې له ځانه ليري هلته پټي هم ساتي "
ما چي دَ هغې له رائې سره خپله دا رائې هم څنګه په ډائرۍ كي خوندي كړه، نو ونېسا ګوره چي زما له ښه او دَ لاراكُوك له بد قسمته بيا راغله او راسره كښېنسته په څنګ كي او واي ..
" ته خفه يې ماته روني اوس وئيلو"
" داسي خبره هم نه ده .. بلكې ته خفه خفه ښكارې"
ما چي دا ورته وئيلو، نو هغې لاس زما په لاس كي څه راكړو، چي دَ شا له خوا مي چوكۍ ته دَ لارا ګونډې بيا راسمي شولې لاكن ما غوښتلو، چي له ونېسا سره نوري خبري وَكړم خو هغه وه ، چي وزر يې الوتلو ته تللو او چي كله والوتله ، نو مي مخ دَ لارا په خوا ور اړَولو ورسته په موسكا كي ورته وئيلو..
" زما خيال دا دى، نن لكه چي ته شرط بائيلې لكه چي"
" مائي فُټ "
دومره وئيلو ورسته يې زما چوكۍ داسي په څُوك دَ شا له خوا وَ وهله ، لكه اوس چي يې پوره په ... اور پوري شوى وي
يو وخت چي بس په وچو مځكو كي روان وْ، نو زما په ياد دي، چي زياتره ملګرو ورته په ډېر حسرت كتلو دلته داسي كلي هم يونيم شاته پاته شولو، چي دَ ماجت په رنګه زړې مينارې په كي ولاړي وې اريزا نامي ټاوْن ، چي زياتره په كي عربي وزمه ودانياني او زړې ماڼياني برېښېدلې هم په وړو غونډيانو باندي جوړ شاته پاته شو او عجيبه خبره دا وه، چي پاوْ بالا څلور بجې خواته چي موږ په نيكو هوټل باندي دَ نيمي ګنټهې دپاره تم شولو، نو هغه په مدينه سيلي نامي علاقه يا ټاوْن كي وْ
له دې ځايه چي مخته رهي شولو ، نو كله كله به مي دَ پوُسونو رمې هم تر سترګو شولې، چي په شنو مځكو كي به غړېدلې او بيا چي مازيګر پاوْ بالا شپږ بجې، موږ دَ ګوالاخار ټاوْن څخه تېرېدلو، نو ګائيډ وئيلو..
" دا ټاوْن په دويم نړئيزجنګ كي دوه ځله مكمل وران شوى دى هن چي دَ 1966ع په خانه جنګي كي لا هم"
زړه مي وئيلو، چي دا خو وران نه ښكاري ؟ ګوا داسي روغ جوړ كلى برېښېدلو هو، دا هغه ځاى وْ، چي دَ افغانستان دَ بيا جوړېدلو په باب مي هيلي لږ ډېري په ملا ټينګي شوې خو بيرته مايوسه ځكه شوم ، چي دَ پښتنو جنګي خوئيو ماته هر هر پښتون په سرو سرو داړُو لكه لېوه وَ برېښولو هو.. په كومو كي چي ما خپل ځان هم ورشمېرلى وْ
لنډه دا، چي شپږ بجې موږ دَ سپېن په دارالحكومت مېډرډ، چي دَ فرنانډو او اسابيل دَ تاج پوشۍ تقريبات يې دَ تاريخ زينت شوي دي ته څنګه پېښه وكړه، نو دَ سوربخونو او دنګو دنګو پلازو او جديدو ماڼيانو او ودانيانو پرته زړه دا ګواهي كوله.. چي دا ښار دَ سپينو، ژېړو ، تورو او شنو شيشو ښار دى كه څه هم دَ اروپا زياتره غټ ښارونه يو بل ته سره شوي دي، خو دا مېډرډ هغه ښار دى ، چي ځانګړتياوي لري او دَ نورو عالمي ښارونو په مقابله كي دَ خپل نوعيت زړخوښياني هم
بس چي په تورو هوارو روډونو باندي يوې بلي خواته منډي وهلې، نو ميرنا وئيلو..
" دا ګورئ ، دَ اّسمان په لور غزېدلي دنګي پلازې اوپه خپل طرز كي ځانګړى جوړښت .. ځكه خو ورته هسپانيان دَ سپېن زړه هم واي "
ميرنا چي دا خبري كولې، نو موږ دَ كولمبس سكوائر په څنګ كي تېرېدلو، چرته چي په فټ پاتهونو باندي خلګ داسي په غټو ګامونو يوې بلي خواته روان وْ، چي سړى ورڅخه دَ هغوئ دَ بېخي زيات مصروفيت اندازه ښه كولى شي مخته دَ يوه هسك بلډنګ، چي شيشې يې څركېدلې سره په څنګ دَ مېټرو سټېشن مخي ته تېرېدلو ورسته زموږ بس اوس دَ Mendez Alvaro شاپنګ سېنټرپه خوا روان وْ او ميرنا وئيلو..
" په مېډرډ كي بې شمېره تاريخي مقامات دَ كتلو وَړ دي ، لكه دَ پراډو مشهوره عجائب ګهر، قصر شاهي، مېډرډ يونيورسټۍ او په خاص توګه " دَ مېډرډ ټاوْر، چي دَ سپېن تر ټولو هسك بلډنګ بلل كېږي په كال 1700ع كي باچا فلپ پنځم جوړ كړى وْ او دا په 38 بامونو پوري اړه لري "
ميرنا لا ژغېدله ، چي دَ كاسموس بس دَ مېډرډ دَ يو څلور خاليزه هوټل پراګا، چي په Antonio Lopez نامي روډ باندي جوړ وْ مخي ته برېكونه وَنيولو، چرته چي به موږ دوې شپې كولې
_____
" په مېډرډ كي دَ نورو بُتانو رواج كه نه هم شته، خو وزر داري اسپي او زمريان ځاى په ځاى جوړ ليدل كېږي"
دَ ماخستن دَ ډوډۍ خوړلو ورسته دَ هوټل پراګا په پراخي او ښايئسته لابي كي له فليپينو ملګرو او دانيال او ميرنا سره ناست، چي كله ما دا سوال پورته كړو، نوميرنا خپل خيال داسي څرګند كړو..
" كېدلى شي، چي دَ فلائينګ هارس تصور دې خلګو له عربيانو څخه اخيستى وي"
" ګوا دَ بُراق يعني جنتي اّس تصور..؟ "
اوس به لا ما خبره سرته رسوله، چي دانيال واي ..
" دا فلائينګ اّس خو دَ يو بل شي سېمبل هم دى"
خبره يې ښه وه، خو چا غور نه ورباندي وكړو ځكه خو مخته داني واي..
" په عيسائيت كي هم داسي وئيل كېږي لكه شوق چي واي"
خبري لا بُوږ نه وْ اخيستى، چي روني په غوږ كي راته وئيلو..
" هغه ګوره ونېسا دباندي روانه ده .. ځه ورپسې، چي لاراكُوك شكي شي درباندي"
" لاكن لارا به ما څنګه ويني؟ هغه خو دلته نه شته"
ما چي څوكه غوندي داسي ورته وَوئيلو، نو ميرنا پوښتنه وكړه،
" څه خاص خبره ده ، چي له موږ څخه يې پَټوئ ؟ "
" يَه خاص خبره نه ده .. زه غواړم ، چي دباندي په چكر شم"
" لاكن خيال كوه ، داسي نه چي .."
ميرنا دومره وئيلو ورسته ماته اجازه راكړه او زه په تېزو ګامونو دَ هوټل له غټي دروازې څخه وَوتم او په هغې خوا روان شوم ، په كومه چي ونېسا روانه وه اوس هغه له مخه زه ورپسې لكه جاسوس او شاشاته هم ګورم ، چي لارا كُوك هم راپسې سترګي لګولي دي او كه مازي وخت خرابَوم يو وار لا په زړه كي دا خبره راغله ، چي بيرته غبرګ شم بيا مي وئيلو، هغه دَ لارا دَ غولولو پلان به مي خطا شي نو ځكه روان وم په مخه او شاوخواته مي هم كتلو لګيا وم يو وخت چي مي ګهړۍ ته پام شو، نو څه ګورم ، چي له هوټله راوتلو ورسته ما قريبًا درې پاوْه مزل كړى وْ او دې وخت زما په چپه دوه سړيان نور وْ، چي په دې بل فټ پاتهـ روان وْ نور هيڅوك تر ليري ليري پوري نه ښكاره كېدو ځكه بيرته راغبرګ شوم په خپلو پلونو
اوس به هوټل ته رسېږم . . اوس به رسېږم په دې هيلي كي مي په تېزو قدمونو كه دا وَ وايم، چي تر ګنټهې زيات مزل وكړو، نو غلط به ځكه نه يم، چي دې وخت زه يوې داسي كېفې ته رسېدلى وم، چي ورسره خواكي يې يوه ډسكو هم وه ډېر ستړى شوى وم په دې سوب خو مي كېفې ته پښې ورسمي شوې او هلته په يوه كونج كي مي توده كوفي چي څيښله ، نو يو څو مېزونه مخكي درې سړي او يوه ښځه دومره په زوره زوره ژغېدلو، چي دَ نري موزيك خوند يې هم ګار كړى وْ ژر ژر مي كوفي غړپ كړه او په كاوْنټر ولاړ ځوان په راښول شوي سمت مخته روان شوم نو زما له ښه بخته چي زه څنګه هوټل ته ننوتمه ، نو ونېسا هم دغه وه ، چي ګوره له كومه راروانه وه په هوټل پراګاكي تر ما له مخه ننوتله
" شوقه! تاسو چرته دا ټوله شپه تېره كړه ؟ "
لارا كُوك دَ شپې دولس بجې خواته په ټېليفون ، چي دا پوښتنه وكړه، نوما په رسېور لاس ږدلو ورسته زما په خوني كي ناستو فليپينو ملګرو ته څوكه وئيلو..
" لارا كُوك ده په لائن .. تاسو چپ كښېنئ او ګورئ چي څه تماشې ورباندي كوم"
او بيا مي ورته په فون كي له سړې ساه ايستلو ورسته وَوئيلو..
" له ما دا مه پوښته ، چي څه مي كولو؟ بلكې دا پوښتنه وكړه ، چي چرته چرته لاړو او څه څه مي نه وكړو"
" ما ډېره هڅه درپسې وكړه، خو تاسو مي رېډ هېنډډ نه وَ نيولاست او راڅخه ورك شولاست"
" ښه نو ته راپسې لكه جاسوسه ګرځېدلې ؟ "
" هو.. له ما سره يو بل هم وْ "
" مبارك .. چي تا هم اّخير يو پيدا كړو څوك وْ، هغه بدقسمته، چي له تا غوندي بدي انجلۍ سره يې .."
او زما پوره خبره يې لا نه واورېدله ، چي فون يې بند كړو ما وئيلو، چي خود لكه چي خفه شوه او ملګرو ته مي مخ را واړَولو اوس به موږ تبصره په دې اړه كوله ، چي بيا يې فون راغلو او په خندا كي واي ..
" له ما سره وېلينا وه او اوس هم راسره ناسته ده.. خبري ورسره كوې؟ "
" هو.. ولي نه؟ "
او بيا وېلينا په لائن راغله او په خندا خندا كي واي ..
" ته په رښتيا له هغې سره مينه كوې؟ "
" له چا سره .."
" ښه اوس يې پېژنې هم نه"
مخته يې ګوره چي په خندا كي څه وَ وئيلو، چي دَ دواړو پېغلوخوږې او له مستۍ ډكي كړيكي مي تر غوږه شولې او بيا يې فون، چي څنګه بيرته وَ لارا ته وركړو، نو ما هم بدله په داسي وئيلوكي ورڅخه واخيسته
" ستا په ياد دي ، چي ما او تا شرط لګولى وْ ؟ "<SPAN dir=ltr style="mso-bidi-f