دَ ائيفل ټاوْر تر سيوري لاندي
كه څه هم دَ ټولي ورځي دَ مزل ستړيا له سوبه مي زړه دَ اّرام دپاره په هغه پستې او تودي بسترې كي وَ سملاستو ته تخنېدلو، خو دَ سستۍ په وړاندي مي همت غړى ځكه نه اچولو... چي دې وخت زه دَ هغه پېرس په ښار، چي دَ ميرنا په قول هر سېلاني ورته نوى نوم وركوي په كواليټي اٍن ، چي Parc de Bercy هم ورته واي او په Charenton نامي علاقې كي جوړ دى كي دَ ضروري تيارۍ ورسته په صوفه كي ناست وم په ټي- وي كي مي فرنچ چېنلان اړول راړول ، چي دروازه وَټكېدله او فليپينو ملګري هم راغلو دننه او زه هم ورسره بازار ته تللو په نيت ملګرى شوم
" ډنر به هم دباندي چرته كوْ "
داني دا خبره هغه وخت وكړه ، چي موږ په لابي كي دَ لوي دروازې په لور روان وْ او اوس به دباندي وتلو، چي تر شا لوري اوګرېك ، چي پېغله لور لوري ويوار هم ورسره ګامونه راپسې تېزولو ورسته ژغ وكړو،
" اې ځوانانو! چرته روان ياست ؟ كه مېن بازار ته ځئ ، نو موږ هم درسره بوځئ "
موږ يو بل ته وكتلو،كه څه هم په موږ كي دَ هېچا نه وه خوښه ، خو دَ اېشيائي فطرت له مخي مي ورته يَه هم نه شو كولى او روني ورته واي ..
" راځئ .. راځئ ، مګر دا يوه خبره واورئ ، چي چكر به زموږ په خوښه وهئ "
" هوهو.. تاسو له مخه موږ درپسې ، لاكن ديغ كوئ به مو نه "
دَ لوري ويوار زړې ، لاكن ډېري چسپي موركۍ داسي وئيلو ورسته په نره له موږ سره قدمونه سم كړو مګر دا څه ؟ چي له چا پُټېدو ، هغه (كائيكو) له تائيوانۍ چاوْ چيا جانګ سره هم په منډه منډه تر موږ پوري راوَرسېدله او په ګيلې كي واي ..
" ښه نو تاسو زه پرېښولمه..؟ "
او دَ ځواب انتظار كولو له مخه يې بيا دَ خپل عادت په سمون څُوك راسره كړو او دا ډله دَ هوټل وَ ښي لاس ته په څه واټن لېبرټي مېټرو سټېشن ته لاندي وركُوزه شوه
په رنګونو ښائيسته ، اّرام ده ، او دَ ګولۍ په رفتار تلونكي ټرېن په يو بل پسې Porte de Charenton او دَ Porte Doree څخه مخته تېرېدلو ورسته چي په Michel Bizot نامي باندي دَ لس دقيقو دپاره چي څنګه تم شو، نو تائيوانۍ پېغله واي..
" په پېرس كي Opera او Cabaret Show دَ كتلو دي ، تاسو يې ګورئ كه ...؟ "
" هو ولي نه ، هلته موږ ته دَ فرانسوي كلتور، چي دوى ورباندي په درسته نړۍ كي لوى نوم لري دَ كتلو او تللو موقعه په لاس راتلى شي"
ما چي داسي خبره ورسه خوږه كړه ، نو روني هم زموږ دَ خوائيش په باب خپله رائې چي راكړه، نو هغو نورو هم راسره دا خبره ومنله لا به مو په دې باب نوري خبري كولې ، چي لوري اوګرېك خپله لُور دَ ځان په خوا وركښولو ورسته واي ..
" ويوار رادي خواته شه ، هغه خلګ ما او تاته ډېر په برګو برګو ګوري"
هو هغه غلطه نه وه ، زموږ ښي لاس خواته يو درو مستو ځوانانو خپلي سترګي ډېري په كُوني انداز دَ لوري ويوار په سينه او بدن ښخي كړي وې، چي دې وخت په بېخي تنګو جامو كي پټه وه او كله كله به يې يو بل ته په غوږو كي هم څه سره وئيلو
" ګوا زموږ په دې ښځو كي دغه ويوار داسي انجلۍ ده ، چي دَ هغو ځوانانو خوښه شوه"
" هو.. خود، په دې كائيكو او چاوْ كي نو دې څه ؟ دوې دوې لوستي خو دي دواړه"
دَ روني دَ خبري په ځواب كي چي مي داسي وَوئيلو، نو كه څه هم كائيكو په څنګلي وَويښتم ، خو چاوْ هم په لومړي ځل وَموسېدله او واي ..
" په ما كي منم ، چي هيڅ كشش نه شته دا كائيكو خو دَ ډېرو په زړونو حكمراني كوي"
دا خبره چي يې كوله ، نو يې ماته داسي كتلو، لكه ماته چي واي هم ځكه خو داني هم په غوږ كي دغسي خبره راته كړي وه
په Chatalet نامي سټېشن كي كښته كېدلو ورسته چي بالا مځكي ته ورسم شولو، نو ګورو چي دلته زياتره بلډنګان په زاړه طرز جوړ او خورا رش دى په كي دَ River Seine په څنډه باندي اّباده دغه علاقه څه څه ټاپو وزمه ځايونه هم لري دلته په سائن درياب باندي جوړ پلونو باندي يوې بلي خواته اويښتلو را اويښتلو او دَ نورو زړخوښيانو سره سره دَ هسكي مينارې سېل كولو ورسته، چي يو وخت يو زاړه هوټل ، Hotel de Villeنومېدو مخته تېرېدلو، نو داني وئيلو..
" فرانسويان ، چي څومره په خپله ژبه مئين دي ، هم دغسي له خپل پرون سره رښتې هم ښې مضبوطي لري"
" هو، دې ته خو قامي مينه واي"
دومره ورته وئيلو ورسته يوځل بيا زه وم ، چي دَخپل قام دَ هغو خواخُوږو په پښتو او پښتني سوچ كي ګډ وم ، چي پښتو خوري ، پښتو څيښي او هن چي پښتو اغوندي هم لاكن دَ پښتو كولو په وار يې ملا ځكه ماته وي ، چي پښتو كول خو قربانياني غواړي او هغوئ دا كار كولى نه شي ولي، چي بيا به نو په پښتنو باداري څوك كوي ...؟ زما اشاره دَ پښتو په نوم سياسي دوكاندرانو ته وه
_____
څنګه څنګه چي په پېرس ښار باندي دَ شپې تيارې خورېدلې، نو دَ رنګارنګ بتيانو په رڼاګانو كي پېرس جنت وزمه كېدلو لګيا وْ او دا خبره مي په زړه زړه كي منلو سره تكرارَوله هم ، چي دا خو واقعي دَ رڼاګانو ښار دى او بل موږ وْ، چي دَ پتنګانو په رنګه داسي په خوند او تادۍ باندي يوې او بلي خواته په په رڼاګانو كي ګرځېدلو، لكه سبا له چي به بيا دَ رڼا يوه بڅركه هم نه وي او يوځاى په ولاړو برګر خوړَلو ورسته مو دوْه ټېكسيان ودَرولو،
" دلته نيږدې يا بيا place de L , Europe په خوا كي چي كومه ښه Cabaret Show وي ، هلته مو بوځئ "
دَ روني په دې پوښتني ډرائيورانو له يو بل سره خبري كولو ورسته وئيلو..
" لاكن په پېرس كي تر ټولو زياتي نوموړي دوې كېبېرټ شوګاني كېږي يوه په Paradise Latin كي دَ Le Cabaret de Paris په نوم او بله دَ La Nouvelle Eve په نامه كېږي او دا دواړه په منځني ښار كي دي كه غواړئ ، نو يُو به مو شو"
دَ صلاح كولو ورسته مو ورسره La Nouvelle Eve نامي كېبېرټ شو ته دَ تللو خبره جوړه كړه او مخته رهي شولو
"دلته دَ شپې ژوند نوري كومي زړخوشياني لري؟ "
" دا قسماقسم شوګاني، اوپېرا، سېنماګاني او كلبونه هم"
دَ داني دَ پوښتني په ځواب كي هغه ټېكسي ډرائيور، چي دَ فليپينو ملګرو او زما په مخ سيټ كي چاوْ هم ورسره ناسته وه ، چي داسي وئيلو، نو روني ورته واي..
" له دې پرته هم ..؟ "
ډرائيور شاته مخ ور اړَولو ورسته وئيلو..
" هو .. ولي نه دلته هر څه شته ، كه غواړئ نو به مي ورته ورسوم اوس اوس "
" هو ، چي وره غلي واى ، نو به ښه وى .. څنګه شوقه"
هغه به لا نور څه په ټوكي كي وئيلو ، چي چاوْ يو دم واي ..
" ما وَ كېبېرټ شو ته ورسَوه ، بيا كه دوئ په كومه ځي، هلته دي لاړ شي "
په خندا كي يې دا خبره چي كوله نو يې شاشاته كتلو، ځكه خو داني ورته واي ..
" زما خيال نه كېږي ، چي ته او په هغه بل موټر كي رواني زموږ ملګري كائيكو به په يكړه دا شو وَګورئ "
او بيا ټېكسي ډرائيور، چي اوس زموږ په طبعيت پوهـ شوى وْ، په خندا باندي داسي وار وكړو،
" نن سبا خو ښځي ډېري تكړه دي او.. هو لكه هغه انجلۍ ته ګورئ ، چي يوازي روانه ده په فټ پاتهـ باندي"
" لاكن دا هم ګوره ، چي دوه ځوانان خو هم ورپسې روان دي"
دَ ډرائيور له خبري سره هلته دَ فټ پاتهـ په خوا لاس غزَولو ورسته چي روني دا خبره وكړه ، نو چاوْ واي ..
" لاكن هغه سړي به څه وكړي؟ "
" هغه دَ بيا خبره ده ، چي څه به كوي؟ "
او بيا يې سم دستي ورسره داسي خبره لا بېله ورسره وَتړله ..
" بلكې نهه ماشتي ورسته به درته ريزلت هم مخي ته راشي.. هغه دَ ټوكي په چم"
روني چي دا خبره وكړه، په ټېكسي كي ناستو ټولو ملګرو وخندلو او عجبه دا، چي چاوْ هم دَ خفګان په ځاۍ له خندا شنه شنه كېدله كه څه هم هغه ما په دې درست ټوْر كي په غاښونو سپينَولو باندي نه وه ليدلي خو نن يې په درسته لاره كي خندا تمكېدله نه او په هره خبره يې خله تر غوږونو پوري خلاسَوله
ټېكسي مخته روان وْ او كله كله به چي ما شاته وكتلو، نو لكه شاته چي دَ رڼاګانو سېلاب راپسې راروان وي او موږ ورڅخه ځغلو، ځان ژغورو ډېر خوند يې كولو، ګاډۍ په روډونو داسي پسته پسته مخته رهي وه لكه كشتۍ ، چي په اوبو باندي روانه وي
او بلي خواته په ټېكسي كي روني بيا په دې هڅه كي وْ، چي دَ ډرائيور څخه نور نور دَ دې ځاى دَ شپې ژوند په حقله معلومات ترلاسه كړي او ډرائيور هم داسي په خوند خوند ورته ګډ وْ، لكه هغه چي يې ډېر زوړ شناخته وي او يا په رښته كي يې دَ ماما زُوى لاكن يو وخت چي ما دَ هغه دَ ښه انګلش وئيلو په ستائيني كي څنګه دا ورته وَ وئيلو، چي ..
" انګلش ښه ژبه ده"
نو هغه زما په لور داسي را وَكتلو، لكه ما چي ښكنځا ورته كړي وي او بيا يې مخته په پاتي لاري كي سُر مردار هم وْ ، بلكې ډېر كم او په احتياط ژغېدلو
_____
كېبېرټ شو څه وه ؟ وايم ، چي دَ وړَو وړَو ډرامائي خاكو په پرته دَ سرو او سپينو بدنونو يو نمائيش وْ چي په اتهمي صدۍ كي جوړ په دې زاړه بلډنګ كي يې زموږ په چپه دَ سلاوْ نورو سېلانيانو زړونه په اورونو كړَولو لګيا وْ
" دا خو شو نه ، بلكې لږ په پړده كي پيپ شو ده"
" داني په پيپ شو كي له هرڅه څخه لاسونه پرېمنځل كېږي او دلته خو ګوره هغه پېغلي مخ او شاته نيمه نيمه لوسته ټوكران خو لري "
ما چي دَ روني دَ خبري په ځواب كي داسي وئيلو ، نو هغه له ما داد غوښتلو دپاره سر بيا راغزَولو سره سم واي ..
" څنګه، صحيح وايم مسټر شوق "
او ما يې هم زړه ساتلو دپاره داسي تائيد وكړو،
" په داسي شوګانو كي وي هم دغه رنګه او بله دا، چي په كېبېرټ شوكي تر كلچر زيات هغه تهيمونه څېړل كېږي، چي ذهنونو ته تفريح ورسپاري"
" ګوا دلته هم چيټنګ ؟ "
چاوْ دَ داني له هغه بلي خوا مخ راغزَولو ورسته چي دا وئيلو، نو روني ورته واي ..
" يَه دې ته چيټنګ نه ماركېټنګ وئيل كېږي"
موږ چي څنګه وَخندلو، نو تر شا راباندي يو زاړه سړي ، چي پښې يې په ګور كي ځڼېدلې ژغ وكړو،
" كه تاسو چپ كړئ ، نو مهرباني به مو وي"
او بيا ټولو هلته په غټ سټېج باندي له ګروپ ډانسونو سره سره خاكې كتلې لګيا وْ خو ما هم كه يوې خواته هلته مخامخ كتلو، نو بلي خوا ته مي سوچ په څنګ كي ناستي لوري ويوار كي ځكه بند وْ، چي هغې بيا بيا ګوره چي څله خپله سينه موږله؟ په زړه كي مي وئيلو، چي چرته كېكه خو يې په ګرېوان كي نه ده ورننوتي ؟ هو داسي مي په سوال پسې سوالونه مزغو ته راتلو خو تر اّخيره مي ځواب نه كړو تر ګوتو او شو په داسي حالت كي راباندي ختمه هم شوه
موږ چي كله دَ كېبېرټ شو په ختمېدو دباندي وتلو، نو كايئكو په ما پوري ځان داسي راچيخلو، لكه اوس چي به يې له موږه څوك غلا كړي او دباندي چي راوَوتلو، نو روني په ټوكي كي واي ..
" زړه مي غواړي چي اوس هلته لاړ شم"
" چرته؟ "
زړې لوري اوګرېك چي پوښتنه وكړه، نو روني دَ خندلو ورسته وئيلو..
" هلته ، چرته چي ښځي نه ځي"
په دي خبري باندي پېغلي چاوْ روني ته وړه ديكه وركولو ورسته وئيلو ..
" ته خو ډېر خراب يې"
" ښه .. ته اوس خبره شوې؟ "
لوري ويوار چي داسي له خلې وَوتلو، نو ټولو په كلكه وَخندلو او هوټل ته بيرته تللو په نيت دَ ټېكسيانو نيولو دپاره هغې خواته روان شوْ، چي دَ ټېكسيانو كتار ولاړ وْ او بيا څه مخته كائيكو له فليپينو ملګرو څخه په دې خبره نه بېلولم، چي زما نيږدېكت ته يې زړه كېدو، بلكې وېرېدله چي په كوم ټېكسي كي له ما او لوري فېميلي سره روانه وه، دَ هغه ټېكسي ډرائيور دومره غټ غټ برېتونه درلودلو ، چي كه پښتون وى ، نو له غېرته به په ملا غوټ ماتېدو لاكن هغه فرانسوى وْ، چي درسته لار يې لكه بړوا دَ ښځو دَ اډو او كاروبار په حقله خبري كولې هو كه څه هم ښه خبر وْ، چي دې وخت دَ هغه په ټېكسي كي چپ له ما بل نر وْ هم نه او زه هم په خپله هوډه بيا پښتون نر...
_____
دَ شپاړسم اپرېل كال 1996ع په سهار چي مي نارى كولو، نو ونېسا مي مخامخ په مېز راته ناسته وه او داسي په مزه مزه يې خبري كولي ، لكه موږ چي په دې درست ټرپ كي يو بل ته اوږې وركړي وي