_ دَ اُستاد سعدالدين شپون، چي زما ملاتړ كولو سره سره يې زه په سُوچه
پښتو رسم الخط ليكلو هم وَ پارَولم
_ دَ درانه سعيد ګوهر، چي راهنمائي يي زه دَ ډېرو تاريخي حوالو په َ صحيح
كولو كي وَ لوستونكو ته رښتين كړم
_ دَ عمرګل عسكر، چي دَ ځينو تاريخي وضاحتونو پرته يې هم زه په خپل
سوچه او كره كار كولو روږدَولم
_ دَ رينګ ګولډ جارجيا امريكا ملګري آرټسټ " الې بولنګ" الې الائس اېن ماهافې،
چي زما دَ دې كتاب سرپاڼه يې جوړه كړه
_ دَ ملګري اكبر سيال ، چي وَس او كومك يې دَ ستړيا تر هانده راسره مل وْ
_ دَ ګران ملګري رحمان بونېري ، چي دَ دې كتاب دَ چاپَولو په ستړو مرحلو
كي راسره سم ملګرى وْ
_ دَ خپل ژوند دَ پتمني ملګري ډاكټر وهيبه سكاني افضل ، چي دا كتاب يې
پښتو او پښتنو ته پيرزوْ كړو
_ دَ خواږه ملګري سهېل جعفر، ګران محمود اياز، ډاكټرباقي دُراني ،
ملګري حسينه ګل ، ملګري رفعت اعوان ، ملګري نوالاسلام سنګر او
ملګري سونيا خان چي په بېلابېلو حوالو يې له ما سره په دې كتاب
چاپَولو كي كومك وكړو