د غربي (لويديزوالو) انديالو له انده د ژباړې ډولونه:
د لوېديځې نړۍ له انديالو څخه يو هم نيومارک دی، چې په خپل کتاب (To Translation Approaches) کې يې د ژباړې لپاره دوه نوي سرليکونه وړاندې کړي دي، چې پيامي ژباړه او مانايي ژباړه ده.
که څه هم د نيومارک ډلبندي د ټولو انديالانو د منلو وړ نه ده؛ خو د نيومارک مفهومونه د ژباړې له ډولونو سره مطابقت لري، هغه ليکي: ((پيامي ژباړه کولای شي، چې د اصلي متن د لوستونکو په شان د ژباړل شوي متن پر لوستونکو اثر وشندي؛ خو مانايي ژباړه تر هغه پورې د اصلي متن د مفهوم د ارايه کولو زيار باسي؛ چې د مقصد ژبه يې د منلو زغم ولري.


له ژباړې څخه ژباړه:
ځينې كتابونه چې له لومړنۍ ژبې څخه دويمې ژبې ته اړول شوي، بل ژباړن يې درېيمې ژبې ته ژباړي، د بېلګې په ډول يو اثر له انګليسي ژبې څخه پارسي ژبې ته ژباړل شوی او د فارسي څخه پښتو ته وژباړل شي.
په داسې حال کې موږ بايدله دې ژباړې څخه د اصلي متن د ژباړې په څېر د مفهوم د افاده کولو هيله من ونه اوسو؛ ځکه په دې ډول ژباړه کې د ژباړې علمي امانت نه ساتل کيږي، پرته له شکه د ښې ژباړې لپاره تر ټولو غوره لار له اصلي متن څخه ژباړه ده؛ خو بيا هم د نه ژباړې څخه له دويمې ژبې څخه ژباړه هم ښه ده، چې زموږ اوسنيو ځوانانو همدې ډول ژباړې ته ډېره مخه کړې ده. خو بايد موږ د اثر د اصلي ليکوال په اړه ډېر معلومات ولرو، چې د هغه د سبک او ټولنيز چاپيريال ترمنځ همغږيتوب او د جملو او ليکنې اسلوب ته مو پام وې او د ژباړې د موضوع په اړه بايد هر اړخيز معلومات ولرو؛ ځکه چې موږ په ايراني ژباړو کې ډېرې نيمګړتياوې وينو او په ژباړه کې بيا هغه نيمګړتياوې زموږ ژبې ته راځي او په دي ډول زمونږ پيغام زيانمنيږي.
بله دا چې له لومړۍ ژبې څخه ژباړه غوره ده، په ژباړه کې خامخا تېروتنې وي؛ نو کله چې په دويمه ژبه ژباړل شوی اثر ژباړو، د نوموړې ژباړې تېروتنې به هم زموږ د ژباړې په نيمګړتياوو کې اضافه کيږي؛ په افغانستان کې ځينې کسان د اروپايي ژبو هغه مطلبونه چې ايرانيانو فارسي ژبې ته ژباړلي دي، په پښتو ژباړي،سره چې د ايرانيانو ډېری ژباړې له ګڼو تېروتنو ډکې دي، ذبيح الله منصوري له ايران د ډېرو مشهورو ژباړونكو څخه دی، ده په سلګونه کتابونو له فرانسوي څخه فارسي ته ژباړلي دي، د ده د ژباړو په اړه کره کتونکي وايي: چې منصور د ژباړې په وخت اعتدال نه دی ساتلى له اصلي متن سره هر جمله، هر پاراګراف او هره پاڼه چې د منصور په طبعه نه وي، نه يې ده ژباړلې او ډېر ځله يې خپلې جملې او خپل پاراګرافونه د ژباړې متن ته ور ګډ کړي دي، د ايران د نورو ژباړنكو هم دغه حال دی؛ نو په کار دی، چې لومړی؛ د اصلي ژبې څخه ژباړه وشي؛ ځکه چې د ژباړې په ژباړه کې علمي امانت او د اصلي ليکوال وينا نه ساتل کيږي او که دا کارناشونى وي، نو بيا بايد د اصلي ليکوال او موضوع په اړه ښه بشپړ معلومات ولري.


د يوه اثر بېلابېلې ژباړې:
له هغه ځايه چې د هر انسان اخيستنه او پوهه يو له بله سره ډېر توپير لري؛نو د ژباړونکي اخيستنه هم يو له بله توپير لري، کله چې يو ژباړن کوم اثر ژباړي؛ نو هغه د خپل ليد لوري او په خپلو تورو کې نغاړي او اړوي يې، چې په دې توګه اثر بېلابېل اړخونه (بعدونه) پيدا کوي او او مانا بنسټيز توپير پيدا کوي. که دې وينا ته په کتو سره د يوه اثر ژباړه تر سره شي، د ژباړې بشپړونکې به اوسي؛ ځکه په هره ژباړه کې خامخا يو شی پاتي کيږي، که دوېم ژباړن هغه برخه راواخلي نو رښتيا ده، چې د يوه اثر دويمه ژباړه ژباړې ته بشپړتيا وربښي.
کله مې چې د ژباړې په هکله د لا ډېرو معلوماتو او سرچينو د لاسته راوړلو لپاره د انټرنټ پاڼې اړولې را اړولې، په يوه ځای کې مې د يوه لويديځ وال ژباړن په يوه لنډه ليکنه سترګې ولګېدلې، هغه ليکلي و، چې د ژباړې کار په دوو ډولونو ترسره کيږي، يواد، چې د بل چا لپاره کار کوي او دهغوی په خوښه يو شی ژباړي او بل دا چې په خپله خوښه يو کتاب يا مطلب ژباړي او يا هم د يو خپلواک دفتر په توګه د ژباړتيز کار پرمخ بيايي، راځی، چې د ژباړې د کار د ډلبندۍ په اړه د هغه نظر وګورو:
دکار کولو له پلوه ژباړه په دوه ډوله ده:
۱- In house Translation ژباړه
۲- Freelance Translation ژباړه


۱- In house Translation ژباړه: هغې ژباړې ته ويل کيږي، چې ژباړن د بل چا په دفتر کې د هغه د لاس لاندې کار کوي، سهار وختي په ټاکلي وخت دفتر ته ځي او بېرته د مازديګر په ټاکلي وخت رخصتيږي او هغه شيان چې دفتر ورته اړتيا لري، هغه ژباړي، دلته ژباړن د بل مامور په څېر د دفتر په رسمي غونډو، سيمينارونو، ناستو او جلسو کې ګډون کوي او ټاکلی معاش اخلي.
۲- Freelance Translation ژباړه: هغې ژباړې ته ويل کيږي، چې ژباړن په خپله خوښه د ژباړې لپاره مطلبونه او کتابونه ټاکي، ژباړي يې او خپروي يې؛ کېدای شي، دا ډول ژباړه څوکسيزه او يا يو کسيزه وي، يانې دا ژباړه د يو دفتر په څېر چې دفتري اړوند هر څيز ولري او د يوې ژباړې د دفتر په توګه کار وکړي او هم يو ليکوال په خپله خوښه کتاب او .....په خپل کور کې ژباړي.


په ژباړه کې د متنونو ډولونه:
د متن د بېلا-بېلو ځانګړنوله مخى په بېلا-بېلو ډولونو وېشل کېږي:
۱- د ادبي متنونو ژباړه:
د نظم او نثر په ګډون د ادبي متنونو ژباړه د ليکوالۍ او ادبياتو په برخه کې د ډېرې پوهې درلودلو ته اړتيالري ده، ځکه چې په دې ډول ژباړه کې د کنايو، تشبېهاتو، استعارو او د بلاغت علم ډېر او په هر ځای کې کارول کيږي؛ نو بايد ژباړن په دې برخه كې پوره پوهه ولري او بيا ژباړې ته مټې بډوهي.
د ادبي اثر ژباړه بايد د فصاحت او بلاغت پر ګاڼه سينګار وي؛ په ساده او زړه راښکونکو جملو ښکلې شي،چې پر لوستونکو د پام وړ اغېز وکړي او د اصلي اثر اغېز او مفهموم په کې پاتې شي؛ نو له دې ځايه ده، چې ژباړه اصلي متن ته نژدې کيږي او علمي امانت هم په کې خوندي ساتل کيږي.
ځينې ژباړونکي په دې اند دي، چې تر ټولو ښکلې ژباړه ادبي ژباړه ده؛ ځکه چې ژباړن د خپل ذوق سره تر ټولو ښکلې انډولې کلمې راغونډوي او د مفهوم د افاده کولو لپاره يې په ترتيب سره اوډي. استاد جلالدين همای په يوه کتاب کې ليکي: ((ژباړه يو ستونزمن کار دی، بايد د يوې عربي جملې پر ځای د فارسي جمله وکاروﺉ، تر څو بشپړ مفهوم افاده شي، دا په دې مانا چې د يوه لوښي، څخه بل لوښي ته مانا لېږدول کيږي؛ نو حتماً به يو څو څاڅکې کم يا ډيريږي؛ نوله دي كبله د لومړنۍ ژبې ټولې ځانګړتياوې د مفهوم په ملتيا د اړوندې ژبې ته نه شو اړولاي، ځکه چې هره ژبه بېلا-بېلې ځانګړتياوې لري او نه شو کولای؛ چې له خپلو ټولو ځانګړتياوو سره يې دوهمې ژبې ته وژباړو.
۱- مانا او مفهوم ژباړل کېدای شي؛ خو فصاحت او بلاغت دوهمې ژبې ته نه شي ژباړل کېداى.
۲- کله کله د وينا ښکلا په ځينو ځانګړو کلمو او عبارتونو پورې تړلې وي، که هغه ته انډول پيدا هم شي ؛ نو هغه ښکلا په کې نه پاتې کيږي.))فليکس ډومايو له ادبي کره کتونکو څخه دی، دى وايي: (( د ژباړې کره کتونکي په دې باور دي؛ د ځينو ادبي اثرونو ژباړه ناشونې ده. مويتز هابت، چې په ژباړه کې يې د ډېرښت (افراط) لاره غوره کړې ده، په دې ګروهه دی: ((هېڅکله هم ژباړه مه کوﺉ، ځکه چې ژباړه درک وژني)).
پورتنيو اندونو او ګروهو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې پر ادبي ژباړه بنديزلګيدلى دى؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې په ټوليز ډول منع ده، ځينې نور انديالان په دې ګروهه دي، چې ژباړه هېڅکله نشي کولای د اصلي اثر ځای ناستې شي؛ ځکه هغه لفظي موسيقي، سجع او نور نه شي ژباړل کېدای. کوم چې په لومړنۍ کې د ليکوال له خوا په خپل ذوق او ژبنۍ ښکلا سره اوډل شوي وي.


۲- د علمي متنونو ژباړه:
د علمي متنونو ژباړه په اصلي متن کې د لغاتو او مسلکي اصطلاحاتو د ډېرښت د شتون له امله ستونزمنه ده او د هر ژباړن کار نه دی؛ ځکه چې له نورو ژباړو څخه بېل سبک لري، د بېلګې په ډول که يو اديب يو طبي کتاب ژباړي، په دې کتاب کې به هرو مرو طبي لغتونه او اصطلاحات موجود وي، د يوه اديب ژباړن لپاره به ډېره ستونزمنه وي، چې دا اصطلاحات دې په کره ډول وژباړي، نو ښه به داوي، چې که چېرې يو څوک علمي کتاب ژباړي؛ بايد هغه د هغه علم له ټولو علمي او مسلکي اصطلاحاتو سره پوره بلدتيا ولري يا يې پيدا کړي. وروسته تر دې په ژباړه لاس پورې کړي.


۳- د ديني متنونو ژباړه:
د ديني متنونو ژباړه له ډېرو نورو ژباړو په څېر لوړ استعداد او دقت ته اړتيا لري؛ ځکه چې په ديني متنونو کې الهي ويناوې، او د ستر پيغمبر (ص) لارښوونې موجود وي او په دې ډول ويناوو او لارښوونو کې نه پاملرنه د څښتن تعالی او ستر پيغمبر (ص) په ويناوو کې نه پاملرنه ده؛ نو په دې خاطر بايد ژباړن تر ټولو هرڅه لومړی د موضوع سره پوره بلد وي او له دې سره سرهښايې پر بديع هم وي؛ ژباړن بايد په دې پوه وي، چې اشاره او کنايه څه شی ده؟ او د ايجاز او اصناب ترمنځ پد څه دې ؟ د دغو او نورو موضوعګانو له پوهېدو پرته دې څوک د ديني موضوعګانو ژباړې ته زړه ښه نه كړي.


۴- د مطبوعاتي متنونو ژباړه:
مطبوعاتي ژباړه په مطبوعاتي ډګر کې د ژباړن غبربه غواړي؛ په مطبوعاتينومونو پوه وي، ځکه چې په مطبوعاتو کې ځينې اصطلاحګانې بېله مانا لري او په مطبوعاتي ډګر کې د جملو کارول د عادي او ورځنۍ محاورې سره پوره توپير لري؛نو بايد ، چې ژباړن له ژورناليستيکي اصطلاحاتو سره پوره بلد وي، په دې اړه د يوه بېل سرليک لاندې ښه بحث شوی دی، دلته يې د موضوع د اوږدوالي او تکرار له امله له بحث نه ډډه کوو.


۵- د داستاني او ننداريزو اثارو ژباړه:
د دې ډول متنونو ژباړه د نورو متنونو سره ډېر توپير لري، هغه داسې چې کله ناکله ليکوال د خپل داستان يا نندارې يو ه برخه په عاميانه ژبه ليکي؛چې هغه داستان په زړه پورې کړي، په داسې وختونو کې بايد ژباړن د ليکوال د سبک پيروي وکړي؛ چې د داستان يا نندارې اصلي او طبعي حالت پاتې شي. په داستاني او ننداريزه ژباړه کې بايډ د ژباړې ژبه ساده، ټولپوهه وي؛ ځکه چې د نندارې ليدونکي اود داستان لوستونکي د قاموس د کتلو وخت نه لري او هم د نندارې ليدونکي او د داستان لوستونکي عام وګړي دي، دوی ته بايد د دوی په ژبه يو شی وژباړل شي؛ چې دوی ترې خوند واخلي او د خپل ژوند په ښه والي كې ترې ګټنه وكړي.