ګړنۍ (شفاهي) ژباړه:
شفاهي ژباړه هغې ژباړې ته ويل کيږي، چې يوازې په ګړنۍ توګه سرته رسېږي نه ليكنۍ.
په ټوليز ډول ګړنۍ (شفاهي) ژباړه له دوو برخو څخه جوړه شوې وي: د وينا ژباړه او د مرکې ژباړه.

۱- د وينا ژباړه:
هغې ژباړې ته ويل کيږي، چې يو ويناوال خپله وينا اوروي او يو بل كس يې نورو اورېدونکو ته وينا د اورېدونکو په ژبه اړوي، چې دا ژباړه ډېر تکرار، تمرين او مهارت (تکړه توب) ته اړتيا لري او پر درېيو اصلونو سرته رسېږي.
الف: د ويناوال د ليکنو پر بنسټ ژباړه:
په داسې حال کې چې د وينا بشپړ متن ليکلی وي، کولای شي آر متن له ويناوال څخه واخيستل شي او بيا تر ژباړې وروسته د وينا په وروستۍ برخه يا پای کې ولوستل شي.
ب: بند پر بند ژباړه:
بند پر بند (پاراګراف پر پاراګراف) ژباړه هغه ده، چې ويناکوونکی د خپلې وينا يو پاراګراف ولولي او ژباړن هغه وژباړي، چې دا حالت د وينا تر پايه دوام مومي.
ج: هم مهاله ژباړه:
دا ژباړه د ژباړې د ډولونو تر ټولو ستونزمن ډول دی؛ ځکه ژباړن ته سوچ اوياقاموس داړونې لپاره هېڅ وخت نه ورکول کيږي، او يو يا څو ژباړونکي په يوه سالون يا كوټه کې وي او د ويناوال وينا د غوږۍ له لارې اوري او بې له ځنډه د هغې ژباړه کوي. او د ژباړونکو غږ د غوږيو له لارې اړوندو کسانو ته رسېږي. په دې ډول ژباړه کې بايد لومړی شخص او درېيم شخص په پام کې ونيول شي. د بېلګې په ډول:
وينا کوونکی د ناستو کسانو د زغم مننه کوي. (درېيم شخص)
زه ستاسې له زغم څخه مننه کوم. (لومړی شخص)

د ګړنۍ ژباړې ځينې شرطونه:
دلته يو لړ شرطونه وړاندې کوو، چې دغو شرطونوته په پام سره به يو شفاهي ژباړن پر دې بريالی نه شي،چې يوه ښه اوپه زړه پورې
ژباړه وکړای شي.
۱- له دواړو ژبو (لومړنۍ اوموخنۍ) سره بشپړه اشنايي.
۲- مسلکي او تخصصي اشنايي؛ يانې د مرکه کوونکي يا ويناکوونکي له موضوع سره بشپړه بلدتيا. د بېلګې په نوڅه که د وينا کوونکي يا مرکه کوونکي موضوع سياست وي؛ نو ژباړن بايد له سياسي اصطلاحاتو سره بلدتيا ولري.
۳- په ژباړه کې د عمل تېزوالی او د مرکې يا وينا پر مهال د ذهن شته والی.
۴- د ويناوالۍ له فن سره بشپړه بلدتيا.
۵- د کلمو، لغتونو او اصطلاحاتو په ځای کارونه، د ويناوال له پوهنۍاو موقعت سره سم کلمې او اصطلاحګانې کارول.
۶- په ژباړه کېدي د شخصي عقيدې له شريکولو ډډه وشي.
۷- د ويناوال يا مرکه کوونکي د خبرو په يادښقولو کې دقت؛ ځکه چې دښتول د ژباړونکو ذهن له ژباړې راونه ګرځوي. که داسې وشي؛ نو بيا نه شي کولای، چې ژباړن د ويناوال يا مرکه کوونکي بشپړ مفهوم ولېږدوي.

 

۲- د مرکې ژباړه:
دا ډول ژباړه هم ډېر تمرين، تکرار او ته اړتيا لري؛ ځکه چې ژباړن په رسنيو:معلوعاتوراډيو،ټلويزون او ...کې د قاموس لټولو او يا لغت پر لغت ژباړلو وخت نه لري؛ په همدې سبب د وينا کوونکي د وينا د يادښتولوليكنې او يا د ليکلو پر وخت ښايي د ژباړونکي څخه د وينا يا کلام مقصد غلط شي، نو پر دې بنسټ بايد ژباړن د لنډيز ليکلو کار خپل بنسټ وګرځوي. يو بل ټکی چې ژباړونکی بايدورته ته ډېره پاملرنه وکړي، هغه دا چې د وينا کوونکي د خبرو تېزوالی يو له بله توپير لري؛ نو ژباړن بايد ځان له ډېر تېزوالي سره روږدى کړي؛ د ويناوال له وينا سره جوخت روان وي؛ يو بل ټکی ، که چېرې ويناکوونکی ورو (ټيټ غږ) خبرې کولې؛ نو بايد هغه ته وويل شي، چې خپل غږ لوړ کړي، چې ژباړه په دقيق ډول سرته ورسيږي.

 

د ژورناليستي توكو ژباړه:
1_ په ورځپاڼو كې د مدير يا Sub Editor د ګومارنې پر مهال د هغه د ژباړې وړتيا په پام كې نيول كېږي؛ يو مهال په رسنيو كې اعلانونه هم ژباړل كېدل؛ نو سب ايډيټر يا مدير بايد په ټاكلي وخت كې د خپل كار د پاى ته رسولو وړتيا ولري؛ ځكه دى په ژباړه كې د وييونو د كارولو پر مهال د فكر وخت نه لري، نوموړى كه سم له لاسه، ګړندۍ او سمه ژباړه ونه كړاى شي؛ نو د اخبار بريالى كاركوونكى نه بلل كېږي. دچټكې او سمې ژباړې لپاره اړين دي، چې عمومي معلومات او له بېلا-بېلو اصطلاحګانو سره بلدتيا ولري.
2_ يو عالم به پر خپل مسلك برلاسى وي؛ خو اړينه نه ده، چې هغه دې يوه ښه ورځپاڼه ليكونكى هم وي، ورځپاڼه ليكونكى بايد له خپل مسلك سره سره په ملي او نړيواله كچه له روانو حالاتو خبر وي. د خبرونو پر شاليد Background د بېلابېلو پېښو په پايلو او لاملونو، د سياسي ګوندونو پر تګلارو، د سياستوالو په اندونو او د هغوى پر سياسي مخينې بايد پوه وي، له دې ټولو سره سره د ژباړې پر مهال بايد پر دواړو ژبو برلاسى هم وي.
3_ د ژورنالستي موادو يا خبرونو د ژباړلو موخه ټكى پر ټكي ژباړه نه ده؛ بلكې په لږو ټكو كې د مفهوم بيانول، وضاحت او ځينو موادو ته پر ژباړې سربېره شاليد وركول هم دي؛ نو ددې لپاره د ژباړې پر لارو چارو له پوهېدو سره سره په خبري ارزښتونو پوهېدنه هم اړينه ده.
4_ له بلې ژبې خپلې هغې ته د ژباړې پر مهال د ځينونومونو( اصطلاحاتو ) (محاورو) لپاره وړ ماناوې پيدا كول هم اړين دي؛ نو ژباړن بايد له دې آرونو هم خبر وي.
له دې څرګندېږي، چې هر لوستى برلاسى ژباړن نه شي كېداى او په تبره ګه د ژورنالستي موادو د ژباړې لپاره ځينې لارې؛ چارې هم بايد په پام كې ونيول شي؛ لكه پورته، يادونه وشوه.

 

د ژورناليستيکي ژباړې ځانګړتياوې:
1_ پر ژبه برلاسى: ژباړن بايد پر دواړو ژبو برلاسى وي؛ يانې لومړۍ ژبه او دويمه نرياموخنۍ ژبه، كه له دې دواړو په يوه كې هم ستونزه ولري؛ نو كېدونې ده، چې د مفهوم په لېږد كې ترې تېروتنه وشي.
2_ له روانو حالاتو خبرتيا: په ځانګړي ډول د ژورناليستي موادو د ژباړې لپاره د ورځنيو پېښو او د ژوند د ټولو اړخونو او د هغوى د مخينې او شاليد په اړه معلومات درلودل اړين دي.
3_ پر اړوند علم يا هنر باندې برلاسى: د علم ټوليزه توګه، ادبي، هنري او يا نورو موادو د ژباړې لپاره په اړوند مسلك پوهېدنه اړينه ده؛ خو د ژورناليستي موادو په ژباړه كې بايد ټول آرونه او معيارونه (لكه له مخه چې ياد شول) په پام كې ونيول شي؛ كه څه هم هرڅوكدهرچالپاره په هره برخه كې د پوهېدا وړتيا او اړتيا نه لري؛ خو ورځپاڼه ليكونكي په او په سېره ژباړن په بايد د هر علم پر بنسټونو پوهوي
4_ دټولنېزو معلوماتو درلودنه: د ژورناليستي موادو د ژباړې پر مهال د عمومي معلوماتو درلودل اړين دي؛ ځكه د ژباړې پر مهال د ځينو هېوادو، ښارونو او ځايونو نومونو او د پېښو پر شاليد شننه غوړي.
5_ په لنډوجملو كې د مفهوم د بيان وړتيا: د ژورناليستي موادو د ژباړې پر مهال بايد اصلي مفهوم په لږو ټكو كې وړاندي شي، دلته ټكى په ټكي ژباړه سمه نه ده ؛ د ځينو خبرونو بايد لنډيز وژباړل شي او ځينې يو څه تفصيل ته اړتيا لري ژباړن بايد دا وړتيا ولري، چې د مطلب په يو ځل لوس يې مفهوم درك او په لنډ ډول بيان كړي.
6_ د كاري وړتيا درلودنه: په رسنيو كې د ژباړې كار بايد خورا ګړندى پر مخ ولاړ شي؛ ځكه خبري ټولګه يا بوليټن ښايې پر ټاكلي وخت چمتو شي ان تردې چې كله-كله د دقيقو په شمير وخت وي، چې بايد مطلب پكې وژباړل شي ددې، لپاره وړتيا ته ډېره اړتيا ده.
7_ د ورځپانه ليكنې له تخنيكي او مسلكي ارونو سره بلدتيا: كله كله د ورځپاڼې يا رسنيو ادارو ته له بېلابېلو دفترونو كاري راپورونه، اعلاميې او ځينې ليكنې استول كېږي، چې له ژورنالستي پلوه سمې نه وي، ژباړن بويه د بېلګې په توګه له عنوان، متن، پاراګرافونه، ژبني اّرونه او د خبر اصلي پوښتنې پكې بايد په پام كې ونيول شي.
8_ د لوست او پرې د پوهېدو وړتيا : د رسنيو په ادارو كې خورا زيات مواد پراته وي، د ورځپاڼې كاركوونكى او په تېره ژباړن بايد دا وړتيا ولري، چې ټول تر لاسه شوي مواد تر سترګو تېر كړي، مهم ټكي يې په پام كې ونيسي او بيا يې ژباړې ته مټې رابډ وهي