په افغانستان کې سیاست او فلسفه |
له تاند ګورتپاڼې په مننې
ساندرز: راځئ چې له جمهور رییس حامد کرزي نه یې پیل کړو. تاسو په خپله یوه وروستۍ مقاله کې لیکلي و چې دی د افغانستان له روڼ اندو سره هیڅ تړاو نه لري. مهرباني وکړئ او په دې موضوع رڼا واچوئ؟
اذري : زه به یو مثال وړاندې کړم. هغه وخت چې ناپلیون جرمني ونیو، سمدلاسه برلین ته لاړ او خپل جنګي سرداران یې د لومړي فریدریک په قبر ټول کړل او دوی ته یې امر وکړ:
« هلکو خولۍ مو له سرونو وباسئ او فریدریک ته د درناوي لپاره سرونه کوز کړئ. که فریدریک ژوندی وای، موږ به هیڅکله د جرمني پر خاورې ګامونه نه وو پورته کړي!»
( لومړی فریدریک د المان پیاوړی ولسمشر و.)
که چېرې موږ رښتینی ملي زعیم درلودای امریکایانو او نورو به زموږ په هېواد کې څه کول؟ د افغانستان تر ټولو تریخ واقعیت دا دی چې دولت پکې منحل شوی دی. نظامي اشغال او د بهرنیو ځایي اجیرانو افغانستان د پردیو لپاره په یوه بې خاونده لوبغالی تبدیل کړی دی. د دې تر څنګ د یوه ملت په توګه زموږ کمزوري دا ده چې د یوه ډاډمن ملي زعامت په رامینځ ته کولو کې پاتې راغلي یو. افغانان هم په دې ملي غمیزه کې ګرم دي.
زموږ په هېواد کې د امریکایانو پالیسي په بشپړه توګه نظامي شوې ده او یوازې جنرالان او د اطلاعاتو د شبکو جګپوړي کارکونکي په اصلي خبرو پوهېږي.
ساندرز: فلسفي حرکتونه او فلسفي بانډار په هر هېواد کې یا د پوهنتونونو په انګړ او یا د هغو نه د باندې وي. اوس په افغانستان کې کوم ملي فلسفي بانډار روان دی؟
اذري : د کمونیزم له راتګ او د روس له اشغال نه پخوا کابل پوهنتون هم د تدریس د معیارونو له لحاظه او هم د استعدادونو د لرلو له کبله زیات پیاوړی و. هم په پوهنتون کې دننه او هم دباندې له نړیوالو فلسفي فکرونو سره جوخت فلسفي بانډار شتون درلود.
ساندرز: ما اورېدلي و چې هغه وخت کابل پوهنتون غوره پرستېژ درلود، خلک به د سیمې له هېوادونو او نړۍ څخه کابل پوهنتون ته ورتلل؟
اذري : هو، د کابل پوهنتون ژوندي فلسفي بحثونه په زړه پوري وو. د پوهنتون په بشري علومو او نورو څانګو کې موږ له نړیوالې سطحې سره سم کدرونه درلودل. موږ هم په دیني علومو او هم په عصري علومو سمبال روڼ اندي درلودل. اوس زموږ د روڼ اندو ډېره برخه له هېواد نه بهر اوسېږي او هغه نور چې لا تر اوسه په وطن کې پاتې دي له زیاتېدونکې ناهیلۍ او ګوښه والي سر مخ دي. دوی د راتلونکې په باب ډاډمن نه دي. دوی په هېواد کې له روانې جګړې او بې امنیتۍ څخه ځورېږي. ګڼ شمېر تعلیم یافته افراد اوس هم امکانات لټوي څو له وطن څخه بهر لاړ شي. دا څرګنده نه ده چې هېواد په کوم لور روان دی او سبا به څه کېږي؟
ساندرز: تاسو دا هم لیکلي چې د افغانستان ګڼ شمېر روڼ اندي او تعلیم یافته افراد د هېواد په « غوړېدلې » میډیا کې په کار بوخت دي. د طالبانو له واکمنۍ نه وروسته د لومړي ځل لپاره د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د ټولو په مخ پرانیستل شوې. دا په دې معنې ده چې په افغانستان کې یو ځل بیا د روڼ اندو بازار تود شو او د نړیوالې روښانفکرۍ د راکړې ورکړې زمینه برابره شوه؟
اذري : هو، دا بیخي سمه ده او انصافا باید ووایو چې اوس د افغانستان په زرهاو لیکوال او روڼ اندي په میډیا کې د کار کولو امکانات لري، اوس په کابل او ځینو نورو ښارونو کې په لسهاو تلویزیونونه، سلهاوو راډیو ګانې، ورځپاڼې، مجلې او څېړنیز مرکزونه شته.
زما په اند امریکایانو افغانستان ته لویدیځ پست مدرنیزم د میډیا په هندارو او انځورونو کې راوړی. رسنۍ په افغانستان کې د ګیاهي تکثر په اصولو وده کوي. زما منظور دلته د فرانسې د معاصر فیلسوف دیلوز ګیاهي تکثر دی. دا مفهوم ایرانیانو په ناسم ډول نباتي تکثر ژباړلی دی. په افغانستان کې ټلویزیونونه، راډیو ګانې او خپرېدونکي وسایل په یوه ډېر لانجمن حال کې خپله لمنه پراخوي. د ميډیا جوړښت په دې ډول د ګیاهو کثرت ته ورته دی چې په افقي ډول هرې خوا ته خپلې ریښې غزوي او حتی د کنټرول وړ هم نه دی. په لویدیځ کې دا ډول جوړښت د ټولنې او اولس د کنټرول او د ولسي فکرونو په جوړېدا کې اغېزې لري، خو میډیا په افغانستان کې دا ډول اغېزې نه لری، دا ځکه چې لومړی: افغانستان او افغاني فرهنګ خاصې ځانګړتیاوې لري. هر هغه څه چې د دې فرهنګ په خلاف وي، هغه رټل کېږي او هیڅ ډول اوږد مهالې اغېزې نشي لرلای.
دوهم: زموږ فرهنګ دیني، عنعنوي او قبیلوي دی. دا فرهنګ د جوړښت له کبله عمودي بڼه لري، لکه د ونو په شان چې ریښې، ښاخونه او پاڼې لري. دا فرهنګ د مراتبو او کچو عمودي سلسله مني. له دې کبله د رسنیو روان جوړښت زموږ په هېواد کې تلپاتې کېدای نشي. زموږ میډیا اوس هغه ملي میډیا چې د افغانستان د فرهنګي تمامیت څخه ساتنه وکړای شي نه ده. میډیا د بهرنیو اطلاعاتي شبکو په لاس کې ده او د اتفاق پر ځای قومي، مذهبي او ژبنۍ کرکې، نفاق او جلاوالی رامینځ ته کوي.
زما په اند د اغا خان سیټان د کابل د میډیا غټه برخه کنټرولوي.
اوس چې بهرني ځواکونه له هېواد څخه د وتلو لارې څاري او د کابل حکومت سره وړیا مرستې کمېږي، افغانستان د دې زرګونو کارکونکو د ساتلو توان نه لري او په راتلونکې کې به موږ یو لوی وزګاره لښکر ولرو. په دې ډول د افغانستان د میډیا ټولې اغېزې به د کابل په کوڅو کې پاتې شي.
ساندرز: تاسو وویل چې د روس له اشغال نه د مخه افغانستان د پوهنتونونو له دیوالونو نه دباندې غوړېدلي روڼ اندي دودونه درلودل، دا ټول څنګه یو ځل ونړېدل؟
اذري: هغه وخت چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ کمونستي حکومت په کابل کې جوړ شو او مارکسیزم په ډېر خام ډول حاکمه ایډیالوژي او فلسفه شوه. دې ایډیالوژۍ د نورو عقایدو او فکري مخالفینو زغم نه درلود، له دې کبله مخالفین یا شهیدان شول یا په زندانونو کې واچول شول او یا له هېواده بهر ولاړل. هغه شمېر چې په هېواد کې پاتې شول د دایمي اضطراب لاندې ژوند کولو ته اړ شول.
مارکسیزم د خپلو ټولو مبالغو او ادعاو سره د ځوانانو لپاره په تریاک بدل شو. هغه ارمانښار چې کمونستانو د هغه د جوړولو تکل کړی و په افغانستان کې زموږ ملي شعور ته د ناسور داغونه ور په برخه کړل. په دې ډول دې فرهنګي او فکري یرغل زموږ فرهنګ زیانمن کړ خو د هغه ژورې ريښې پاتې شوې.
افغانستان په هر تاریخي دور کې ستر روڼ اندي نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي دي. یو لوی مثال یې حکیم الشرق سید جمال الدین افغاني دی. بل لوی متفکر رحمان بابا دی چې افکار یې د معاصرو اروپایي افکارو بنسټ جوړوي. انګریز لیکوال ریچارډ برتن د رحمان بابا افکار اروپایی روڼ اندو ته یووړل.
د هغه « قصیده » اثر په مستقیم ډول د رحمان بابا د فلسفي کلام تر اغېز لاندې دی. په وروستیو کلونو کې جینز اندولدیسن د رحمان بابا د غزلونو ټولګه د «پېښور بلبل» تر نامه لاندې په انګریزی ژبه خپره کړه.
ساندرز: تاسو د سترو پوهانو نوم واخیست، مهرباني وکړئ او د دوی د فلسفي افکارو د اغیزو په باب رڼا واچوئ؟
اذري: افغانستان د اسلامي فلسفې او عرفان ټاټوبی دی. له اسلام څخه دمخه هم زموږ فرهنګ نړیوالو ته څرګند و. که چېرې د هیرودوت تاریخ په ځیر ولولو په سلهاو پاڼې یې د افغانستان د خلکو په باره کې دي. دا کتاب دوه نیم زره کاله مخکې په لرغوني یونان کې لیکل شوی دی او په زړه پورې دا ده چې د هغه وخت د لویو سیاسي ځواکونو لکه هند، چین او پارس څخه زیات ټینګار په پکتیا، پکتیکا، کټواز، اراکوزیا او بلخ باندې کېږي.
په اوسني دور کې د افغانستان یو لوی متفکر او عارف چې سید ادریس شاه نومېده په اروپا، شمالي امریکا او ټوله نړۍ کې ګڼ مینه وال لري. ادریس شاه چې د کابل د پغمان و، ۳۵ کتابونه ولیکل او په لویدیځ کې ۱۷ میلیونه ټوکه په خرڅلاو ورسېدل. ادریس شاه افغاني فرهنګ، اسلامي فلسفه او عرفان لویدیځ ته وروپېژاند.
زما په اند سید جمال الدین افغاني د افغانستان د روڼ اندو پلار دی. افغاني به کله په کابل، کله په ډهلي، کله د نیل په غاړه او کله په پاریس او استانبول کې د اسلام او ټول ختیځ د خوځښت لپاره خپل اوچت غږ پورته کړی و. افغاني ټینګار کاوه چې د اسلام دین تر ټولو زیات مدرنیزم، ساینس او عصري ټکنالوژي ته اړه لري، خو دا هغه وخت امکان لري چې اسلام له خپلې لمنې استعمار د تل لپاره ورک کړي، دا ځکه چې مدرنیزم او ټکنالوژي له استعمار څخه له خلاصون پرته هېڅ مفهوم نه لري. ده به تل ویل: هغه ملت چې خپلواک نه وی په مړو کې شمار وي.
په لویدیځ کې د افغاني فرهنګ د اغیزو لویه بېلګه هغه فلسفي بانډار دی چې د حکیم الشرق او د فرانسوي فیلسوف ارنست رنان لخوا د فرانسې په سوربن کې وشو. ارنست رنان په ۱۸۸۳ م کال په سوربن کې د « اسلام او ساینس » تر عنوان لاندې خپله مشهوره وینا وکړه چې بیا وروسته د فرانسې په یوه مجله کې خپره شوه. د دې وینا غټ ټکي دا وو:
- اعراب کوچاني فرهنګ لري او له دې کبله دوی د ساینس او فلسفې لپاره استعداد نه لري نو له دې کبله دوی د ساینس او ټکنالوژۍ د جوړولو او تولید توان هم نه لري.
- د اسلام دین في نفسهه له ساینس او فلسفې سره دښمني لري او دا دین د ساینس او ټکنالوژۍ د پرمختګ لوی خنډ دی.
- د عیسویت او نورو ادیانو مقدس کتابونه باید تاریخي متنونه وبلل شي او تر علمي او انتقادي شننې لاندې ونیول شي.
- لویدیځ د ساینس او ټکنالوژۍ او فلسفې د پرمختګ په لاره کې دیني خنډونه له مینځه وړي دي.
حکیم الشرق دا تورونه ونه منل او په ځواب کې یې د هغو نامعقولیت په خپلو اغېزمنو دلایلو اثبات ته ورساوه. د افغاني د دلایلو غټ ټکي دا دي:
ـ اعراب جاهلان نه دي. دوی د بشریت په تاریخ کې ساینس، ټکنالوژي او فلسفې ته زیات خدمتونه کړي دي. ریاضي، الجبر او کیمیا د عربو کشف او د دوی د اندونو بېلګه ده.
ـ هغه وخت چې لویدیځ په تورتم کې و، نه یې فلسفه وه او نه ساینس. اسلامي متفکرینو او پوهانو اروپا ته افلاطون او ارسطو ور وپېژندل. که چېرې مسلمان فلاسفه نه وو ښايي اروپا به اوس هم د فلسفې له لحاظه تر ختیځ او اسلام بېرته پاتې وه.
ـ د اسلام دین له ساینس او فلسفې سر هیڅ دښمني نه لري. اسلام په خپله د ساینس او فلسفې زده کړه لازمي ګڼي. د قران مجید ارشادات د دې خبرې ثبوت ګڼل کېږي. د مسلمانانو مقدس کتاب یوازینی اسماني کتاب دی چې په خپله د فلسفې د مفاهیمو تدریس کوي، لکه د سوره ال عمران (۱۹۰) ایت:
« و یتفکرون في خلق السموات و الارض ربنا ما خلقت هاذا باطلا»
ـ په اسلامي نړۍ کې اوسنی جهالت، تورتم او بېرته پاته تګ د مسلمانانو کمزوري ده نه د اسلام.
ـ په نړۍ کې هر دین کېدای شي د غیر دیني او حتی د شر اچولو لپاره وکارول شی. دا کار یا له جهالته کېږي او یا له منافقت نه.
له دې ټکو برسېره افغاني له یوناني حکمت نه نیولې تر چارلس داروینه پورې د لویدیځ په مادیت او دهریت نیوکې کوي او د بشریت د نجات لپاره اسلام یوازینۍ لاره ګڼي.
دلته باید یو ټکی اضافه کړم او هغه دا ده چې د اسلام تعبیر اوس په لویدیځه نړۍ کې منصفانه نه دی او هغه له دښمنۍ نه ډک دی، خو تل داسې نه و. په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې مسلمان د فیلسوف مترادف و. کله به چې په لندن، پاریس او برلین کې یو مسلمان را پیدا شو. لویدیځوالو به ویل چې نن فیلسوف راغلی دی او باید د بحث وړ یو عالم پیدا کړو.
په هغه وخت کې لویدیځوالو د دې توان نه درلود څو له یوه مسلمان سره فلسفي بحث وکړي، خو اوس له بده مرغه هر څه بدل شوي دي او په اروپایي هېوادونو کې څوک مسلمان په کلي کې هم نه پرېږدي او تروریست یې بولي.
ساندرز: کله چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ ته به هم د ۲۰ کلونو په شاوخوا کې وې، هلته به هرو مرو ځینې فلسفي بحثونه کېدل. زما په اند په شوری کې هم فلسفي بانډار تل تود و؟
اذری: د روس د فتنې په وخت زموږ روڼ اندي په حزبي، غیر حزبي او مجاهدینو تقسیم شوي ول. حزبي افراد واکمن ول او دوی په ټولیز ډول غبي، نا لایقه، دوه مخي او بېرحمه افراد وو. یو شمېر هم د دې لپاره چې د روس له خانقاه نه کوم هډوکی تر لاسه کړي، حاکم حزب ته ورغلي وو.
غیر حزبی افرادو مختلفو فکري مکتبونو ته مخه کړې وه او د دوی ډېره د روس د اشغال او کمونیزم مخالفین وو. هغه دیني روڼ اندي چې له هېواده وتلي وو په جهاد کې یې مستقیمه ونډه درلوده.
قدرت ته له رسېدو څخه دمخه ځينې استعدادونه د کمونستي ګوند په لیکو کې شتون درلود او کله چې دوی مارکسیزم په عمل کې ولید ژر ناهیلې شول او له دې حزب نه وتښتېدل او نورو فلسفي مکتبونو لکه اګزستانسیالیزم ته یې مخه کړه.
زموږ د دیني روڼ اندو مهمه برخه مکتبي او حزبي کړنلارې درلودې. دوی ته اخوانیان هم ویل کېږي. که څه هم چې دوې د هېواد په خپلواکۍ او د کمونیزم په نسکورولو کې ستره ونډه اخیستې ده خو له بده مرغه له دین څخه د دوی تعبیر په پای کې یوه سیاسي، ارماني او مرامي ایډیالوژي شوه. د دوی انقلابي ذهنیت، تشکیلاتي جوړښت، د مخالفینو په زوره رټل او تاکتیکي او ستراتیژیک سیاست کټ مټ د مارکسیستانو په شان وو. دواړو هم حزب، هم ایډیالوژۍ او هم « رهبر» ته ړوند تعهد درلود.
د افغانستان د تعلیم یافته افرادو ډېره یا په کابل او یا پېښور کې میشت ول. په کابل کې حزب او حزبیت په جاسوسۍ تبدیله شوې وه او د رژیم ظالم خاد زموږ په زرهاو استعدادونه ووژل او که منصفانه ووایم په پېښور کې هم د همدې ډول ایډیالوژۍ استبداد چلېده. د پاکستان ای اس ای او ځينو افغان اجیرانو بېګناه انسانان وژل. کوم یو اجل نیولی به چې بیا د خاد له زندان نه خلاص شو او پېښور ته به راغی هغه به هم د کمونست تر نامه لاندې په شهادت رسېده.
زما په اند دغه افراد که دیني وو او یا غیر دیني د ایدیالوژۍ په طلسم کې راګیر شوي ول. په رښتیا چې ایدیالوژي انسان مسخ کوي او له هغه نه د ایډیالوژۍ غلام او پاک پېریانی جوړوي.
زه دلته د لویدیځ د فرهنګ پر ضد ډېر وغږېدم او دا به بې انصافي وي چې د دوی د فرهنګ یو مثبت اړخ پټ وساتم. دا مسئله به په یوه تاریخي مثال بیان کړم.
د فرانسې د اتلسمې پېړۍ لوی فیلسوف او لیکوال ولتر یو وخت د کلیسا او د کلیساوالو د زور زیاتي په باب څه لیکلي و. کلیساوال خبر شول او د ولتر د ډبولو هوډ یې وکړ. ولتر یې ګیر کړ او د ده په وهلو یې پیل وکړ، خو یوه لوی کلیساوال نارې کړې چې هلکو ښه یې وډبوئ خو پام چې په سر یې ونه وهئ، ځکه دا سړی استعداد لري او موږ ته به څه ولیکي.
زموږ بل حال و، هر څوک به چې د ډېر استعداد خاوند و هغه به لومړی وژل کېده.
ساندرز: راځئ چې د ځوانانو په افکارو د سارتر د اغېزو په باب وغږېږو. دوی د اګزستانسیالیزم نه څه تر لاسه کول؟
اذري: د سارتر افکار د ایراني ژباړو او هم په مستقیمه توګه د اروپايي ژبو له لارې زموږ د روڼ اندو یوه محدود شمېر ته رارسېدل. د کمونستانو لپاره د سارتر افکار هم د زغم وړ نه وو. ځوانانو به په پټه د سارتر، کامو او نورو اثار لوستل. په اګزستانسیالیزم کې له یوې خوا مادیت شتون درلود او له بلې خوا پکې معنویت، انسان دوستي او نهیلیزم هم موجود و.
ساندرز: بیا نو نهیلیزم له کومه راته؟
اذري: نهیلیزم یا ناهیلي توب او بدبیني د روس د اشغال، د کمونستي رژیم د ظلم او په هېواد کې د نویو ټولنیزو او سیاسي اړیکو په باب د هېوادوالو د عکس العمل یوه طبیعي پایله وه. په هېواد کې بې پایه غمیزه روانه وه او وینه توییدل یو ورځنی واقعییت و. پرته له دې چې دا ډول ناهیلي زموږ په ذهن کې له کوم فلسفي فکر څخه راپورته شي، په خپله د ژوندانه یوه برخه وه.
ساندرز: او بیا د مجاهدینو دور راورسېد، کورنۍ جګړه پیل شوه او بیا طالبانو راودانګل. دوی د پوهنتونونو او د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې، همداسې نه و؟
اذري: هو، همداسې وشول، خو دلته باید هر اړخیز او ناپییلی قضاوت وشي. په طالبانو کې ډېر غوره روڼ اندي وو او شته. د روڼ اندۍ نه زما تعبیر هغه څه نه دی چې له ایراني ناسمو ژباړو نه راغلي دي.
زما په اند یوازې هغه څوک چې د پوهنتونونو د فراغت سند ولري او یا د لویدیځ د پوهنتونونو خولۍ یې پر سر وي روڼ اندی نه دی. زما په اند هر هغه څوک چې ځانګړی استعداد ولري، عالم وي، د حق خبره کوي او خپل دین او هېواد ته وفادار وي روڼ اندی دی.
هغه څه چې د طالبانو د تباهي لامل شول په خپله د دوی ځينې غټې تېروتنې وې. د دې تر څنګ د لویدیځ سر ټمبه ګۍ، د امریکایانو افراطي پالیسۍ او د پاکستان د پوځ شیطاني او انساني ضد چلند لوی رول ولوباوه. لکه د اوس په شان طالبان منزوي شول او د لویدیځ له خوا په بې انصافۍ ورټل شول. دوی په دې کې پاتې راغله څو خپل اصلي هویت ټولې نړۍ ته وروپېژني. له دې وضعې نه پاکستان ناوړه ګټه پورته کړه، هم یې لویدیځ، هم یې طالبان او هم یې د اسلام دین د خپلو ناروا ګټو لپاره وکارول. پاکستاني پوځ امریکایانو ته ویل چې « طالبان خو « انسانان » نه دي او ټول « ژوي » دي او موږ یې تاسو ته ایل کوو او طالبانو ته به یې ویل چې موږ خو « پاک اسلام یو » هر څه مو له تاسو څخه ځار، هم مو وینه او هم مو اتومي وسله!»
زما په اند که چېرې طالبانو د سید جمال الدین افغاني لاره خپله کړې وای نه به دوی او نه هېواد له ستونزو سره مخ شوی وای. له ستر سید نه په اسلام کې د شریعت لوی لارښود او سپېڅلی عالم نشته. له بده مرغه موږ د فرهنګ له لحاظه مسخ او له ځانه بېګانه شولو. د دې پر ځای چې د کونړ په لور سترګې وغړو، مخه مو دیوبند او مصر ته کړه. اوس هغه وخت راغلی چې افغانان د ایډیالوژۍ غلامي پرېږدي او لوی سید او د ده تلپاتي افکار او تعالیم خپل کړي.
( ډاکټر احسان الله اذري ستانیزی د پوهنتون د فیلوشپ ترڅنګ د سیدني په ماسمن پوهنځي کې د لویدیځ د شلمې پېړۍ د فلسفې استاد دی.)