د مس عينکو د کان شاوخوا ۱۵۰ تاريخي اثار ترلاسه شوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې تر اوسه پورې یې ۱۵۰ تاريخي اثار د لوګر ولايت د مس عينکو د کان په شا او خوا کې د کوښښونو په پایله کې ترلاسه کړي دي او دا کوښښونه به د کان د استخراجولو څخه دمخه پای ته ورسېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رياست وايي، چې د هغوی دا کوښښونه او زيارونه د ۱۳۸۸ کاله راپدېخوا د عينک د غرونو په سيمه کې، شاه مار غونډۍ، شاه غونډۍ او د ولي بابا په سيمه کې دوام لري.

د هغوی په وينا په دې سيمه کې د کوشاني او يفتليانو د دورې تاریخي  اثرونه ترلاسه شوي دي.

کوشانيانو په (٢-٥ ميلادي) او يفتليانو (٥-٩ ميلادي) پېړيو کې ژوند کاوه.

خيرمحمد خيرزاد د لرغون پېژندنې د ریاست سرپرست له پژواک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وويل، چې تر اوسه پورې ۱۵۰ تاريخي اثرونه، چې له هماغو تاريخي دورو څخه راپاتې و د کيندلو په پایله کې موندل شوي دي.

هغه وايي، چې په دې پروژه کې ۲۳ کورني لرغون پېژندونکي او ۱۰۰ سيمه ييز کارګران، چې په کار بوخت دي او د دوی د کوښښونو په پايله کې طلايي، د سپين زرو او مسو سکې په لاس راغلي دي.

د لرغون پېژندنې ريس وويل، چې تر ټولو مهمه او له ارزښته ډکه اثر چې موږ ترلاسه کړی هغه د "شيست"    له تيږې جوړه مجسمه ده او دا تيږه يو ډول ريګي تيږه ده.

خيرزاد وويل، چې يو معبد چې د غونډۍ پر سره کشف شوی دی، چې د لرګيو، تيږو او خټينو مجسمو لرونکی دی، البته دا مجسمې ناستې، څملاستې او ولاړې مجسمې دي، يانې په دې ډول جوړې شوې دي.

خو هغه زياته کړه،چې له دې اثرونو څخه یې ډېری له ملا څخه پورته د طبعي پېښو (واورې او باران) لامله لمنځه تللي دي.

هغه وويل، چې ټول ترلاسه شوي اثرونه به په کابل کې ملي موزیم ته وسپارل شي.

د لرغون پېژندنې ريس وویلې، چې تر دې وروسته چې کوم توکی کشف کېږي او ترلاسه کېږي، نو هغه به د لوګر ولايت ساحوي موزيم ته چې د امریکا سفارت له لوری رغول کېږي تحويلېږي.

د خیرزاد په وينا د دې موزيم کار يوه مياشت مخکې پيل شوی دی او هیله ده، چې د روان کال د اکټوبر مياشتې پورې پای ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، چې د دوی څېړنې او کندنې به په هغو سيمو کې د چاودنې تر ګواښ لاندې دي او د کان د استخراج لپاره به چاودنې په کې کېږي، مخکې تر استخراجه يانې د ۲۰۱۳ کال کې پای ته ورسېږي. تر هغو پورې، چې د مس عينکو د کان کيندنې نه وي شويو نو تر هغو به یې استخراج ته اجازه ورنه کړل شي.

د لوګر د عينکو مس کان چې د نړۍ تر ټولو مشهورترین کان دی او تر ۱۲ ميليونه ټنه مس په لرلو سره د نړۍ په لومړۍ درجه کانونو کې مشهور دی او د کابل ولايت په ۳۰ کيلومټرۍ کې، سهيل ختيځ خواته پروت دی.

د دې کان د استخراج قرارداد د ۱۳۸۷ کال د جوزا په مياشت کې د افغانستان او د يوه چيني شرکت ترمنځ، چې MMC  نومېږي لاسليک شو.

د لرغون پېژندنې سرپرست ريس وايي، چې تر کېندنو مخکې د لوګر د عينکو د سيمې خلکو ويلي ول، چې له دې ځآيه لرغوني توکو ځينې قاچاقبران له ځانه سره وي او د همدې موخې لپاره مو په دې ځای کې کيندنې پيل کړي دي.

د هغه په وينا چې د دوی تر اقدام وروسته هغوی وليدل، چې د عينکو په سيمه کې ډېرې کيندنې شوې دي او د قاچاقوړونکو لخوا ډېری تاريخي اثرونه په غلا وړل شوي دي.

خيرزاده زياته کړه، کله چې هغوی سيمې ته ولاړل او ويې ليدل، چې قاچاقوړونکو خپل توکي يانې د کيندنې وسايل دلته پرېښي و او له ځايه تښتېدلي ول.

د معدن وزارت وايي، چې ۱۵۰۰ تنه امنيتي کسان له دې کانه ساتنه کوي او د دې کان د ساتنې مسؤليت په غاړه لري

ويل کېږي، چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي ول، چې تر اوسه پورې د عينکو د کان څېرمه ځايونو کې دوه تاريخي اثرونه پيدا شوي دي او کيندنې تر اوسه پورې هم روان دي.

دا اثرونه د بوديزم د دوو معبدونو، استوپو، د بودا مجسمو، استحکامونه، منقوش ديوالونه، د طلا او سپينو زرو سکې، قيمتي مهرې او د ښایست لرګينې او فلزي توکي موندل شوي دي.

هغه اثرونه، چې د ګل حميد، کافريان، پاچا او علي ملنګ تپو کې چې د محمدآغې ولسوالۍ په برخه کې موقيٍعت لري ترلاسه شوي دي، د لرغون پېژندنې د ریاست د معلوماتو له مخې د دوهمې، څلورمې او تر د ولسمې پېړنۍ پورې رسېږي.

د هغه په وينا، چې په دې سيمه کې د تاريخي اثرونو شتون د هېواد او د لوګر ولايت د تاريخيوالي او فرهنګي غنا ښکارندويي کوي. د کافريانو په تپه کې پيدا شوي اثرونه د ميلادي اولې پېړۍ ته رسېږي.

د ګل حمید په تپه کې د سلولونو معبدونه، کېناستل شوي مجسمې، څملاستې بودا او نقش شوي ديوالونه او سکې هم ليدل شوې دي.

د کشف شویو معبدونو، استوپو او نورو تاريخي اثرونو څخه چې په دې سيمه کې پيدا شوي دي د نړۍ تر ټولو بې نظیره اثرونه دي، چې تاريخي ارزښت یې تر ډېره رسېږي او همدارنګه له دې جوتېږي، چې دا هېواد او په ځانګړې توګه لوګر ولايت د نړۍ د تاريخي اثرونو د شتون له کبله ډېر شتمن دی.

لرغون پېژندونکي وآيي، چې دا سيمه د ۱۹۸۰ زېږدي کال پر مهال د فرانسې د ډافا سروې لخوا تثبيت شوې وه او د هغه مهال وضعيت دا اجازه نه ورکوله، چې د دې تاريخي اثرونو په اړه کيدننې وشي خو اوس ورباندې کار شروع شوی دی.