د ايساف په هوايي بريد کې ٩ ملکي وګړي او اوه طالبان ووژل شول

پل علم (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٠):د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو د هوايي عملياتو په پايله کې نهه ملکي وګړي او اوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکیل د دې خبرې په څرګندولو سره نن سهار د (چنگاښ په ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه يوه بجه د دغه ولايت د ازرې په تنګه دره کې د مولوى غلام رسول او يوه بل تن پر کورونو هوايي بريد ترسره کړ.

نوموړي د ازرې د سيمه ييزې شورا د رييس له خولې وويل، چې د دغه بريد په ترڅ کې مولوي رسول او د هغه د کورنۍ اته غړي او د څلورو وزيرستانيانو په ګډون اوه وسلوال طالبان، چې په يوه بل کور کې راټول شوي وو، وژل شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس وويل، چې مولوي رسول يو عادي او بې گناه سړى و او دى نه پوهېږي، چې په څه دليل د ده کور تر بريد لاندې نيول شوى دى.

د لوګر د والي وياند دین محمد دروېش د ازرې په ولسوالۍ کې پر دوو کورونو عمليات تاييد کړل او څرګنده يې کړه، چې په دې پېښه کې نهه ملکي وګړي او اوه طالبان، چې د هغوى په ډله کې څلور وزيرستاني هم وو، وژل شوي او نور پنځه ملکي وګړي ټپي شوي دي.

نوموړي وويل، چې عمليات پر دوو کورونو ترسره شوي دي.

دروېش زياته کړې، ايساف راپور ورکړى و، چې طالبان د ازرې په دوو کورونو کې راټول شوي او پر ولسوالۍ د بريد پلان لري.

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید د دې پېښې په تاييدولو سره پژواک ته وويل: "له سيمې څخه د ترلاسه شويو لومړنيو اطلاعاتو تر مخه، په دغو عملياتو کې نهه تنه د ماشومانو په ګډون وژل شوي دي."

حميد زياته کړه، چې دغه عمليات په ننګرهار کې د مېشتو امريکايي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک آژانس ته وويل، چې تر عملياتو مخکې د ايساف ځواکونو دوى ته راپور ورکړى و، چې پر يوه شکمن کور د عملياتو پلان لري.

د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې په ازرې ولسوالۍ کې تېره شپه د ايساف ځواکونو لخوا عمليات شوي دي .

هغه وويل چې په دې عملياتو او بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ عام وګړي وژل شوي دي، خو نوموړي د خپلو وسلوالو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي .

په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ دفتر، له پژواک سره په اړيکه کې وويل چې افغان او آيساف ځواکونو د لوګر ولايت د ازرې په ولسوالۍ کې يوشمېر وسلوال مخالفين وژلي دي.

 دغې سرچينې زياته کړه، چې د ګډو ځواکونو ګزمه ،په سيمه کې دطالبانو ديوه قوماندان په لټه کې وه، چې دمخالفينو ديوه ګروپ له لوري تربرېد لاندې ونيول شول، خو په ځوابي ډزو کې هغوى ټول ووژل شول.

همدارنګه دغه سرچېنې وويل ، چې ګډو ځواکونو د پېښې له سيمې څخه راکټ ، يوشمېرلاسي بمونه، ماينونه اومهمات  ترلاسه کړي دي.

د سرچينې په وينا ، تردې پېښې وروسته ، دمخالفينو يوبل ګروپ د بريد په لټه کې و،خومخکې له دې چې بريد پيل کړي، د ګډو  ځواکونو له خوا ووژل شول.

د ګډو ځواکونو د قوماندانۍ دفتر وايي،چې په دې عملياتو کې ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ، چې له ننګرهار ولايت سره ګډه پوله لري، په دې ورستيو کې د زړه بوږنونکو پېښو شاهده وه.

شپاړلس ورځې مخکې د هغه ځانمرګي بريد په پايله کې، چې د دې ولسوالۍ د کلينيک په دروازه کې ترسره شو، په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٨ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

له پژواک څخه په مننې