پر اسامه بن لادن برید او پټ رازونه
ضیاالحق رشیدی، لوګر -
د روان کال د غوایی د میاشتې په ۱۱ نېټه د شپې په ۳ بجو او ۱۰ دقیقو د اسامه بن لادن د استوګنې پر کور د امریکایي ځانګړو ځواکونو او د پاکستاني ځواکونو له خوا عملیات پیل شول او د ۴۰ دقیقو په شاوخوا کې دا عملیات پای ته ورسیدل. هغه څه چه په رسنیو کې خپریږي او عامه اذهانو ته رسول کیږی د ریښتونې انځور سره ډیر توپیر لری.
زه دلته غواړم یو څومو مهمو پټو رازونو ته اشاره وکړم:
لومړی راز- اسامه مړ نه دی بلکې ژوندی دی او امریکایی ځواکونو له ځان سره په ټپی حالت بیولی دی. کیدای شي امریکایان د اسامه د مړینې خبر د هغه د هیرولو لپاره و کاروي تر څو:
- له یوه اړخه یې القاعده جنګیالي د امریکایي اتباعو د برمته کولو او د نورو لارو چارو په کارولو سره د اسامه بن لادن د بیا راخوشی کولو هڅې ونکړي.
- او له بل اړخه امریکایان اسامه تر ډیره بریده د (سیا) په تورو خونو کې تر ډیره له ځان سره ژوندی وساتي تر څو د القاعده د سازمان د فعالیتونو او پلانونو اړوند معلومات ترې واخلي.
- د زندان په موده کې د بشري او قانوني حقونو څخه برخمن نه وي او امریکایي مستنطقین له کافی ډاډ سره د هر ډول شکنجې او ربړې له کارونې څخه ډار ونلري او په همدې اړوند د (سیا) اداره په نړیواله کچه د ګوتنیونې څخه په امن کې وي.
- د اسامه د مړینې ایډیټ شوی انځور چه د ګارډین ورځپاڼې یې ناسموالی په ډاګه کړ. او همدا راز د امریکایانو په قول د عربو په سمندرګي کې د اسامه بن لادن د جسد تدفین یوه بله قرینه ده چې د اسامه د مړینې د دروغجنې ادعا ناسموالی ښیي.
- د نیویارک ټایمز په حواله باراک اوباما تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دفاع د وزیر رابرټ ګیټس او بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلېنټن په سلا دا اعلان وکړ چې دوی به د اسامه بن لادن د مړینې انځورونه رسنیو ته په لاس کې نه ورکوي تر څو د امریکا ملي ګټو ته ګواښ پیښ نه شي.
- د اسامه د مړینې د ثبوت نه وړاندې کول نړیوالو ته یوه معما ګرځیدلې او دا په خپله دا ثابتوي چې اسامه امریکایي ځواکونو په لاس ژوندی خو په ټپي حالت کې کیوتی دی.
دوهم راز – د پاکستان استخباراتی سازمان ISI نوموړي برید ته پوره لاره هواره کړې او په نوموړي برید کې یې پوره ونډه لرلې پداسې حال کې چه دا خبره د دواړه هیوادونو له اړخه په بل ډول عامه اذهانو ته رسول کیږي. په دې اړوند ساستو پاملرنه دې لاندې ټکو ته را ګرځوم:
- د اېبټ آباد په پوځی ښارګوټي کې د پاکستان د پوځی اکاډمی نه کابو ۲۰۰ متره لرې د اسامه بن لادن شتون به ناشونی وي چې ISI اداره به ترې ناخبره وي.
- له برید نه یو څو ساعته مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا د سیمې اوسیدونکو ته لارښونه شوې وه چې د کورونو څخه د باندې راونه ووځي، هیڅ ډول خوځښت ونکړی او د کورنو څراغونه مړه کړي. دا ترتیبات د برید نه څو ساعته وړاندې د پاکستاني ځواکونو لخوا نیول شوي وو.
- په دې توګه پاکستان غواړي امریکا ته د وفادارۍ خپل ریښتینی انځور د خپل ولس او مسلمانې ټولنې نه پټ او په سترګو کې یې خاورې وشیندی تر څو دوی وکولای شي د اسلام او دین په نامه خپلو ککړو سیاستونو ته دوام ورکړي.
- دا د عقل او منطق څخه ډیره لرې ښکاري چې د اېبټ آباد په پوځي ښارګوټي کې د امریکایي ځواکونه عملیات وکړي خو پاکستان دې پرې خبر نه وي او ۲۱ پیړۍ په ټکنالوژی کې پاکستانی رادارنونه امریکایی څرخکۍ الوتکې نشی معلومولی په داسې حال کې چې د پاکستان د جوړیدو وړاندې په دوهمه نړیواله جګړه کې د رادارونو څخه د دښمن د الوتکو په معلومولو کې پوره کار اخیستل کیده. دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ مخکې له دې پیښې پاکستان د کرزو توغندیو بریالی آزموینه وکړه.
- د bbc پر حواله نوموړې سیمه چې اسامه بن لادن پکې اوسیده یوه تړلې پوځی سیمه وه چې عامه خلکو یې د ننتولو اجازه نه درلوده او پوځي ځواکونو له خوایې تګ او راتګ دواړه پوره کنټرولیده.
دریم راز – نوموړی برید تلفات درلودل او پکې یوه امریکایی څرخکۍ الوتکه نسکوره شوې ده او پکې سپاره ټول امریکایی پوځیان ووژل شوي چې د ژرغونې په عملیاتو کې په چټک ډول له سیمې څخه هر څه ویوړل شول خو بیا هم د غورځېدلې الوتکې ځینې برخې لا پر ځمکه پاتې وې.
کیدای شي، چې د وخت په تیرویدو سره دا موضوع نوره هم روښانه شي او ډیر نور پټ رازونه په ډاګه شي.