بلوا (شورش)

                                         (جنګي او تاريخي ناول)

ليکوال:- پروېز قاضي سعيد

ژبـــاړن:- عـبدالله جــهـادوال

برېښناليک:- abdullah_jahadwal@yahoo.com 

 

لومړى برخه

_ آه مارينا ... د باندې وګوره ... خلکو ته وګوره چې په په څومره خوښۍ د نن شپې د محفل لپاره تيارى کوي ... لمر ته چې څومره په زړه پورې تودوخه لري ....

مارينا خپلې تورې سترګې چې زړه راښکونې روښنا‌ئي يې  لرله، د کلي له ميدان څخه واړولې.  ويښتان ئې چې په ښکلې بڼه په لوړې او غنم رنګه ټنډې راخواره ؤ په لاس يوې خوا ته کړل، او په داسې حال کې چې غومبوري ئې د شرمه لکه ګلاب تک سره شوي ؤ، د پِدرو غصه ناکې او لمر سېڅلې څېرې ته يې وکتل او وئې ويل:

_ پدرو زړه مې داسې ناکرار دى ... ډيره ناکراره يم ... زه ډاريږم ... نه پوهيږم د څه شي نه ... خو ډاريږم ... کاشکې دغه لمر د دې ښايسته موسکا سره سره ، همدا اوس د غرونو شاته پتاه شوى وى او شپه رارسيدلې وى ... کاشکى همدا اوس جشن پيل شوى واى....

پدرو د مارينا ګردې مردې او ښکلې جوړې شوې اوږې په خپلو نارينه لاسونو زور کړې، پخ يې وهل ، او په لوړ غږ يې وخندل، په کوټه کې د هغه د خندا انګازې خپرې شوې، خو د هغه د خندا ازانګو هم د هغې نه هغه ويره چې د دې په څيره کې له ورايه څرګنديده، لرې نشواى کړى ، پدرو چې دې حالت ته متوجه شوى ؤ ، په ډير هيجان او احساساتو ئې وويل:

_ مارينا ... زما ماريناته بايد ولې په داسې ورځ وويريږې؟  په داسې حال کې چې ټول خلک زمونږ د واده په تياريو بوخت دي ... ستا ويره بې ځايه ده ... د دې ټولو سره سره  زه نه پوهېږم چې ته د څه نه ډاريږې؟ اوس دا دى څلور مياشتې زمونږ د کوژدې وشوې ،  که څلور مياشتې مخکې د کلي مذهبي مشر( کشيش) ناڅاپي نه واى مړ شوى اوس به ما او تا واده کړى ؤ ... ډاډه اوسه نن شپه به زمونږ واده ډير په غرمبو غرومب او کش و فش کې وي، سبا په  به ته به خپلو ننيو ماشومانه سوچونو پسې خاندي ... زه ډاډه يم ....

ډير ښه زه ځم چې د جشن په کارونو پسې ورسيږم....

تر شپي چې ته ښايسته نجلۍ ماته په نکاح کېږې د الله په امان....

پدرو ، په درنو او شمېرلو ګامونو د خپلې کوژدنې مارينا له کوره راووت ، آس ته ئې ورټوپ کړل او د کور په لور يې پونده کړ....

دغه کوچنى کلى يوه ټوټه شور، هيجان او احساسات ؤ، مکزيکي نجونو په خپلو رنګا رنګو جامو د کلي ډګر ښايسته کړى ؤ. څو تور پوستي ځوانان د چوترې په سر کومه چې د ميدان په مينځ کې، د حوض په غاړه جوړه شوې وه ناست و او د ګيتار غږ يې په فضا کې انګازې خپرې کړې وې ،  د خلکو په چټکى او بيړه تګ او راتګ ، د ګيتار غږ چې ټوله فضا يې په سر اخستې وه، هر نوي راتلونکي ته په کلي کې د يوه لوى او پرتمين جشن د جوړيدو خبر ورکاوه... د پدرو بوډا پلار د خړ رنګه رازړيدلو بريتونو  او لويې خولۍ سره چې د څټ لږ پاتې شوى تک سپين ويښتان يې ورپوښلي ؤ او خوښۍ يې څيرې ته تازه ګي وربښله  ، دې خوا او هاخوا ګرځيده ، خلکو به  مبارکۍ  ورکولې ، ده به يې ځواب ورکاوه ، خنديده او په کارګرو ګرځيده ، د پنځوسو نه يې د ډيرو پسونو سرونه پرې کړي ؤ. د کباب بوى ، د دود بوى  ،او د هغو ډول ډول عطرونو بوى چې ښځو په ځان وهلي ؤ سره يو ځاى کيدل..

ورځ په تيزۍ تيريده او کلي د شپې هرکلى کاوه ، د پدرو دواړه وړوڼه،  ګاوڼډي کلي ته تللي و چې دهغه ځاى نه  کشيش راولى تر څو د عقد مراسم تر سره کړي.

                                                         *****

  بوډا فرناندو د شرابو يوه يوه بشکه ازمويله تر څو تر ټولو زاړه شراب د جشن لپاره تيار کړي.زوړ زايت چې په تاکاوۍ(( زير زمينۍ)) کې همداسې په فرنانډو پسې روان ؤ، ويې ويل :

_ فرنانډو ... ښايسته جشن به ولرو ... له کلونو راهيسي خلکو داسې خوښي نه وه کړې ... دغو تيري کوونکو هسپانويانو ، په دغو درنو مالياتو خلک د هر ځه نه  ايستلي  ، نور، خلک نه شي کولاى د پخوا په شان خوښي وکړي ...ډير ښه ... خو بيا هم د پدرو پلار يو مالداره سړى دى ... د کلي ملک دى ... له اوږدو کلونو راهيسې يې د دې خلکو ملکي په غاړه ده ، خلک حق لري  چې د دده د مشر زوى په واده کې دا دومره چمتوالى وويني ، خو ....

زايت غلى شو ، لکه د هغې خبرې دنه چې ده غوښتل ويې کړي،وډار شو، فرنانډو همدغسې چې شراب يي په لرګينه کاشوغه څکل ، ودرېد ، مخ يې راوګرځاوه ، د زايټ څېرې ته ځير شو او ويې ويل:

_ خو څه ... ؟ زايټه خبر دې وکړه ...

زبون وهلي او ناکراره زايټ سر ورنژدې کړ او ويې ويل:

_  فرنانډو ... څلور مياشتې مخکې ...  په ياد دي چې همداسې لکه نن د جشن په تياريو کې ؤ؟

_ هوکې .. هوکې .. مطلب دې څه دى؟

_ فرنانډو ، کشيش تر لمر لويدو ژوندى ؤ ... ماسپښين ته نژدې ما په دا خپلو سترګو وليدل چې يو هسپانوى افسر د کليسا مخې ته د اس نه پلى شو او کليسا ته ننوت ، د يوه هسپانوي افسر راتګ په دې وخت کې او زمونږ  کلي ته اوبيا په کلي کې د مکزيکيانو کليسا ته ننوتلو زه ډير زيات اريان کړم ... داسې پيښه کله نه وه شوې ، هسپانوي افسران هيڅکله زمونږ کليسا ته نه ننوتل ... دوى مونږه چټل او وحشيان بولي (( ګڼي)).

_ آه ... مردارخواره ... کاشکي مې د هغوى سرونه په خپل لاس پرې کولاى شواى ... ښا ... خبرې وکړه ... وروسته څه وشول؟

_ سودا راولويده ، صبر مې ونه شو ... د شاتني وره نه کليسا ته ورننوتم ، کشيش د محراب  سره ، د شمعدانونو په خوا کې ولاړ ؤ او د هسپانوي افسر سره ګړيده ، دواړه سخت په قهر ؤ او د دواړو وضعه خرابه وه ، زه نژدې ورتللاى نشوم ، نو په دې سسب مې د هغوى خبرې نه شواى اوريدلاى . فقط يو ځل پوه شوم چې کشيش چيغه کړه:

_ زما خبره جلالتمآب (( کورتس)) ته ورسوه دا کار شونى نه دى ... پوهيږئ زه نشم کولاى ...! نشم کولاى ...!

هسپانوي افسر په ډير عصبانيت له کليسا نه ووت. اس يې پونده کړ او له کلي ووت . زړه مې ډير غوښتل پوه شم چې هغه افسر د څه په اړه د کشيش سره غږيده . په کشيش پسې مې څار پيل کړ ، په هغه ورڅ هم خلک لکه همدا نن همدغسې په خوښيو او خوشاليو بوخت ؤ ، د هيچا يوه بل ته فکر نه ؤ ، هر څوک په خپل خپل کار لګيا ؤ ، تنها زه وم چې په کشيش پسې مې څار کاوه ، کشيش دومره ناارام ؤ چې په آسانۍ دې کولاى شواى د هغه ويره او ډار احساس کړې ، لاسونه يې لړزيدل ، يوه ګړۍ ... کيدى شي له هغې نه هم زياد د حضرتې مريمې مجسمې ته په ګونډو ناست ؤ او دعا يې کوله ، ماښام نژدې ؤ چې همغه افسر د يوه سرتيري سره راغى ، د هغوى ننوتل بې له ما نه چې څار مې کاوه، بل هيچ چا ونه ليدل . هغوى د کلي د ميدان په شاتنۍ لار راغلل او د شاتني وره له ليارې کليسا ته ننوتل ، په زړه مې لړزه ګډه وه ، ډاريدم ، يو ناپيژندل شوي احساس راته ويل چې بده پيښه کيدونکې ده ، د کليسا د دروازې سره مې نژدې کمين ونيو ، تر اوسه د افسر او سرتيري د ننوتلو يو پاو نه و پوره چې هغوى زبون وهلي راووتل  ، اسونه يې پونده کړل او لاړل. هغوى مې د يوې شيبې نه زيات ونه ليدل خو همدا يوه شيبه بس وه چې زه د سرتيري کاليو ته ورالوتى وينه ووينم ...!

فرنانډو د زايټ خبره غوڅه کړه، په سينه يې د صليب نښه وکښله او ويې ويل:

_ آه ... خدايه ... دا ويرونکې ده ... دا يو چټل کار دى ... بيچاره کشيش ...!

زايټ بې له دې چې د فرنانډو تکې سپينې تښتيدلې څيرې ته وګوري او خپلې خبرې ته يې ادامه وذکړه:

_ وروسته زه کليسا ته ننوتم ، کليسا تشه او چوپه چوپتيا وه . د شمعدانونو نه ژير رنګى او پيکه رڼا د بي بي مريمې په مجسمې پريوتې وه ، په بيړه د کليسا له سالونه تير او د کشيش کوټې ته ورننوتم واى فرنانډو ... څومره غموونکى صحنه وه ... سړى ليونى کېده ، بيچاره کشيش په داسې حال کې هغه صليب چې به ئې تل په غاړه کې پروت ؤ ، په لاسونو کې زور کاوه ، په ځمکه پروت و او سترګې يې په چت کې ګنډلې وې او په څيره کې يې ډار اچوونکى درد ليدل کيده ، يوه خوا يې څيرې شوې وه او وينه په غولي رهي وه . له څو شيبو زيات مې ونشواى کړاى هلته ودريږم . په ډير زحمت مې ځان بهر راوويست.

.هرڅومره کوښښ مې چې وکړ خلک له موضوع نه خبر کړم، بيا هم ونه شوه، ځکه ما فکر کاوه چې هسې نه زه هم د کشيش په څير د خپل عمل په سزا ونه رسيږم ، دې فکر  زه د حقايقو نه ويلو ته مجبورولم ، وروسته ته پخپله ښه پوهيږې ... د واده جشن در په در شو ... پدرو او مارينا ونشواى کړاى واده وکړي ، ځکه خلکو د کشيش په مړينه ماتم کاوه ، بيا به نورې ورځې هم ګاونډي کلي ته تلل تر څو کشيش راولي خو کشيش به نه ؤ او څلور مياشتې د دې ځوانانو واده وځنډيد ....

فرنانډو څو شيبې زايټ ته ځير شو، او په هغه وخت کې وغريد:

_  زايټه مطلب دې څه دى؟ ... څه ويل غواړې ...؟

زايټ نور هم خپل غږ ټيټ کړ چې په سختۍ سره اوريدل کيده:

_  غواړم ووايم شونې ده چې هم ... کومه پيښه وشي ... يوه بده پيښه ...!

فرنانډو په ناراحتۍ سره په هغه سور رنګې چپنه لاس راتير کړ کومه چې ده په اوږو اچولې وه او ويې ويل:

_ نه .. ! نه .. ! نه بوډا .. !

له تاکاوى نه بهر لمر په لويدو ؤ، په سلګونو فانوسونه په ديوالونو او دروازو رازوړند ؤ ، يوې شپږ کسيزې ډلګۍ د ميدان په يوه کونج کې له ګيتار سره يوه مسته سندره غږوله ، هره شيبه خلک زياتيدل ، د نجونو نه يوه نجلې په يوه دايره کې چې خلکو جوړه کړې وه څرخيده ، مارينا د واده په جامو کې د پدرو تريخ انتظار وېست ، ښايسته سترګې يې دروازې ته نيولې وې ، تيارې ورو ورو په کلي خپل تک تور څادر وغوړاوه ، ستورو په صاف او رڼه اسمان کې په سترګک وهلو پيل وکړ. پدرو په بې تابى سره په کوټه کې د يوه سره تر بل سره تلو راتلو او د اسونو د راتلو انتظار يې ويست چې په ناوې پسې لاړ شي .هغه د يو کال راهيسې له مارينا سره يې ژوره او پاکه مينه لرله. شپږ مياشتې مخکې د دوى کوژدن شوې وه او دوى يو بل ته په نامه شوي و ، پدرو د خوښۍ او احساساتو له امله په کاليو کې نه ځاييده . هغه ډيرې ورځې او شپې د دغه شپې لپاره انتظار ويستلى و . د هغه شپې لپاره چې د مارينا سره واده وکړي .. او اوس چې انتظار پاى ته رسيدلى و زړه يې په سينه کې په ناکرارۍ  ټوپونه وهل. له اوږدو مودو راهيسې يې د مارينا په اړه چرتونه وهل ، د دې ښکلې نجلۍ په اړه چې د دې سبب شوه چې د هغه د ژوندون پياوړې ونه غوټۍ وکړي ... د مينې غوټۍ ... د راتلونکي ژوند په اړه يې چرتونه وهل ،د هغه وخت په هکله  کله چې مارينا د ده سره د کور په ښکلا کې مرسته کوي ... د هغه وخت په اړه چې کله مارينا د ده د اولادونو مور کيږي ، دغه ټولې اندېښنۍ په هغه کې لکه د تبې تودوخه چې په ټول بدن کې ګرځي ، ډيريدې.

د کلي خلکو د هغه سړي زړه وړونکي غږ ته غوږ غوږ و کوم چې د ګيتار وهونکو د ډلګۍ مخې ته ولاړ او سندره يې ويله چې ناڅاپه ، ديرش کسه هسپانويان ، په اسونو سپاره په داسې حال کې چې ټوپکې يې د فانوس په پيکه رڼا کې ډيرې ويرونکې ښکاريدې دکلي دډګر په لور راخوشې و. د ځوان سندرغاړي غږ چوپ شو، ګيتار وهونکو ګيتار وهل ودرول . نجونو ... ځوانانو ... بوډاګانو ... ټولو خپلې له اريانتيا او ويرې ډکې سترګې په سپرو کې وګنډلې ، زايټ او فرنانډو چې دواړه څنګ په څنګ د شرابو د بوشکې سره ولاړ ؤ بې اختياره يې يوه بل ته وکتل... هغه افسرچې د سرتيرو نه وړاندې يې اس ځغلولو ، د شرابو د بوشکې سره يې د اس قيضه کش کړه او کاته يې لکه د باز کاته داسې وو چې په ليدونکي اثر اچوي، په فرنانډو وګنډل او په خشن غږ يې وپوښتل:

_ د خوزه کور چيرې؟

فرنانډو په لړزانه لاسونو د ميدان هغه بلې خوا ته، هغه کوڅې ته چې نوره دښته پيل کيده اشاره وکړه او د پدرو د پلار کور يې وروښود.

افسر پښه د شرابو په بوشکه کېښوده او په يوه چټک حرکت يې بوشکه واړوله، د ټولو رنکونه تک سپين تښتېدلي و، قهر د هر چا په سترګو کې له ورايه ښکاريده ، سپاره د پدرو د پلار د کور په مخ کې د اسونو نه پلي شول. افسر دروازه وټکوله ...

                                                                                                                                                          ادامه لري ...

                            -د ناول په اړه  ستاسود نظرونو او رغنده نيوکو په هيله-  مننه