د لرغونو اثارو کشف د لوګر د عینکو د کان استخراج ځنډوي
د افغانستان د کانونو وزارت وايي چې د لوګر په عینک کې د لرغونو بودايي اثارو د موجودیت له کبله کېدای شي د چینايي کمپنۍ له لوري په دې سیمه کې د مسو استخراج درې کاله وځنډېږي.
لرغونپوهانو په دې وروستیو کې په دې سیمه کې بودايي اثارلکه یوه ګومبزه، د بودایانو زیارت، او څومتره لوړې مجسمې ، چې ځینې یې تر پنځلسمې پېړۍ پخوانۍ دي، موندلي دي.
عینک د نړۍ د مسو تر ټولو لوی کان دی چې نهه ملیون ټنه مس پکې موجود دي.
د افغانستان د کانونو وزارت وايي د چین د (ایم سي سي) کمپنۍ له لوري په دې کان کې پانګونې د افغانستان د حکومت په عوایدو کې د کال څلور سوه ملیون ډالره زیاتوي خو د لرغونو اثارو کشف کېدای شي د دې پروژې اجرا د یوې مودې لپاره وځنډوي خو دا ځنډ دوی زغملی شي.
دې ته په پام سره چې لوېدیځوال له چینايي کمپنۍ سره د عینکو د مسو په قرارداد خوشاله نه دي ، دا تړون د کانونو پخواني وزیر لاسلیک کړی او له بلې خوا اوسنی وزیر د ویکي لیکس او نورو منابعو پراساس په فساد ککړ دی، ګومان کېږي چې په لوی لاس غواړي چې چینايي کمپنۍ په دې کان کې له پانګونې لاس اخیستلو ته مجبوره شي.
شهراني پرون وویل د عینکو د مسو د استخراج کار به تر یوه حده ورو شي، خو(این سي سي) په خپل مسوولیت پوهېږي او هروخت چې دوی ته زموږ د لرغونپوهانو له لوري د خپل کار د پای ته رسېدو خبر ورکړای شو ، دوی کولی شي په کان کې کار پیل کړي.
شهراني ونه ویل چې څه وخت به د لرغونپوهانو کار بشپړ شي.مخکې ویل شوي وو چې ښايي د دوی کار په ۲۰۱۳ کې پای ته ورسېږي خو اوس وايي چې ممکن تر دې ډېر وخت ته اړتیا وي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره میاشت د کانونو وزارت یوه ویاند ویلي وو چې په کان کې د لرغونپوهانو کار د چینايي کمپنۍ د کار د دوام خنډ کېدای نه شي.
د لوګر د عینکو د مسو په کان کې د ایم سي سي چینايي کمپنۍ پانګونه د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو لویه بهرنۍ پانګونه ده.
امریکا باور لري چې د افغانستان د اقتصاد راتلونکی له دې سره تړلی دی چې خپل کانونه استخراج کړي چې د سلګونو ملیاردو یا حتی تریلینونو ډالرو ارزښت لري .
افغانستان په عین حال کې د نړۍ د یو تر ټولو بډای او شتمن تاریخي میراث خاوند هیواد دی خو تل د دغه هیواد پر لرغونو اثارو د خپلو او پردیو له لوري یرغلونه شوي، لوټل شوي او ویجاړ شوي دي.
د ایم سي سي کمپنۍ مشر زو یانهو وویل چې د عینک د مسو په کان کې د لرغونو اثارو موندنه به د دوی پر کار منفي اغېز ولري.ده وویل : « ممکن ډېر وخت ته اړتیا وي چې چینایان د کان استخراج پیل کړي.»
هغه همداراز وویل چې ایم سي سي ځان دې ته ژمن بولي چې لرغوني اثار خوندي شي. خو په عین حال کې په عینک کان کې کار ته دوام ورکوي.
چین د نړۍ د مسو تر ټولو لوی مصرفوونکی دی خو په خپله د خپلې اړتیا په درو کې یوه برخه تولیدوي.نو د عینک مس د دغه هیواد لپاره خورا زیات اهمیت لري.
د ایم سي سي مشر ښاغلي زو رویټرز خبري اژانس ته د لوګر د مسو په باب وویل:« دا زموږ د هیواد لپاره ډېر اهمیت لري او د افغانستان لپاره هم ډېر مهم دي.»
د عینکو د مسو د ۷۵ فیصدو ټېکه ایم سي سي او د ۲۵ فیصدو نورو د چین د مسو تر ټولو لویې کمپنۍ یانګسي کاپر اخیستې ده.
له تاند ګورتپاڼې څخه په مننې
رفيع الله ستانکزی