کاش بنګړی زه ستا دلاس وای
- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی
داردوژبې دځوان اونامتوشاعروصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه
چې په مينه محبت دې
په مستۍ او شرارت دې
بې له ترهې ،بې له ډاره
سپين مړوند کې اچولای
کله کله چې بیا ګلې
وای چې چپه غلې غلې
بې له یاره بې کراره
چې اوتره ګرځیدلای
دبیلتون سړو لمحو کې
تاد سوچ په دایرو کې
زه دلاس په سپینو ګوتو
چورلولای ګرځولای
او زه
ستاد لاس خوږو وږمو کې
دالفت په خوند خوږوکې
داسې مست داسې خماروای
چې مستۍ نه زنګیدلای
په نظر دمحبت دې
له سروره له لذت دې
بې کراره څوڅو واره
په سرو شونډو ښکلولای
اوزه
ستا دعشق له خواږه زوره
ستا دشونډو له سره اوره
داسې تودشواې په ما ګرانې
چې لمبې رانه ختلای
اوچې کله !
ته دشپې چوپه چوپتیا کې
د ارمان په ملګرتیا کې
ستړې ستړې بې کراره
دخوبونړۍ ته تللای
له غمو ستړې ستومانې
دتکیه پرځای دې ګرانې
مرمرینه سپينه ليچه
دې خپل سر ته ايښودلای
راخپرې دشپې پردې وای
زه دې غوږ ته درنږدې وای
د رباب په څیردې خواته
غلی غلی غږېدلای
ستا ننګي او ستا زلفان مې
ستا تندې ښکلی روښان مې
بې له ځنډه بې له ترهې
ښکلولای ، ښکلولای
چې سالو دې کله کله
له سپین مخ. له تور اوربله
له ځان اخواپه ماګرانې
له ډیر نازه غورځولای
.
ما مې سترګې وږې وږې
له مودونه تږې تږې
بس تربسکه پورې ګلې
په ديدن ستا مړولای
ستا دروح دباغ وږمه وای
په الفت کې دې نشه وای
دې نشه کې مست خماروای
تاوېدلای چورليدلای
ستا دجسم په دېره کې
ستا دروح په دایره کې
دژوندون تروروستي حده
تل ترتله اوسیدلای
له مستیه له خماره
په مزه مزه ، کراره
ستا په غوږکې خوږه یاره
کړنګیدلای شرنګیدلای
نو د ازما اوستا لپاره
که نورهيڅ نه وای دلداره
درشتې په نوم دونیاکې
چې يې موږ سره تړلای
دابې نومه تړون ښه وو
خوښ په دې به زما زړه وو
چې بنګړی زه ستا دلاس وای
په مړوندې دې اوسیدلای
ستاوجود وای ستا احساس وای
ستاملګری ، ستا لباس وای
کاش چې تل دې په مړوند وای
کاش بنګړی زه ستا دلاس وای
۱۳۸۹/۴/۳۰