د لوګر ولايت کولتوري او لرغوني ميراثونه

لوګر ولايت د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دی، چې ډېری کولتوري او تاريخي آثار په خپله لرغونې او کولتوري لمن کې رانغاړي، د افغانستان د څو ولايتونو – هرات، غزني او ... څخه څلورم-پنځم ولايت دی، چې د نړۍ کچه لرغوني او کولتوري زېرمې او آثار لري.

زه يې يوازې دلته يادونه کوم، چې هغه څرخ، سجاوند، خروار (کافرکوټ)، د عينکو مس، د جمشېد تخت، زرغون ښار (خواجه صدر اوليا زيارت)، سلطان صېب غر او په سلګونه نور تاريخي ځايونه لري، چې هر يو يې تر خپل شا زرګونه کلونه پرېښي.

تېره شپه مې د طلوع نومي ټلويزوني چینل څخه د امروز او امشب خپرونې له لارې د لوګر د کولتوري او لرغوني آثارو او همدارنګه د طبعي زېرمو په اړه يو لنډ راپور وليد، چې په کې د لوګر د کولتوري آثارو د غلا کېدو او په هر ځای کې د خپلسري کيندنو  خبر په کې ورکړل شوی و، دا چې ولې د اطلاعاتو او کولتور وزرات د لوګر د کولتوري ميراثونو ته پاملرنه نه کوي او ولې دغه کولتوري او لرغوني ميراثونه د زورواکو لاس ته لوېدلي په اړه يې بحث ته تاسې ټول درانه لوستونکي راوبولم او هيله مند يم، چې خپلې مشورې او خپل معلومات له موږ سره په دې اړه شريک کړۍ.

مرکزي دولت ولې د لوګر ولايت له پامه غورځولی؟

د لوګر کولتوري ميراثونو ته ولې پاملرنه نه کيږي؟

ولې د لوګر د کولتوري ميراثونو د يونسکو سره د ثبتولو کوښښ نه کيږي؟

ولې د خپلسري کيندنو مخنيوی نه کيږي، په داسې حال کې چې ټول ولايت او آن وزارت او مرکزي دولت ورنه خبر دي؟

او دېته ورته نورې پوښتنې که ستاسې سره دي، نو له موږ سره يې شريکې کړﺉ او په دې اړه بحث کې مو ګډون حتمي بولم.

يادونه: ګرانو ورونو غواړم، له همدې لارې د خپلو ټولو لوګري پوهانو، ليکوالانو او فرهنګيانو نظر ولرم او بیا ورنه يوه بشپړه رساله جوړه او خپره کړم.

ستاسې د نورو وړانديزونو او رغنده نيوکو په هيله.

ستاسې ورور

رفيع الله ستانکزی

کابل/ سید نور محمد شاه مېنه