آخ! زړه مې.....

هو. دا منم، چې دا چې تاسې ورته ګناه واياست، زه ورته په دېرې سپېڅلتيا قايل یم او تل به يې تکراروم، هو دا مينه ده، چې ما کړې، ستاسې په اند به مينه ګناه وي او سزا به یې مرګ وي، خو ماته بیا پاچاهي ده او که هرځله ژوندی شم، بیا به هم مينه کوم، ځکه په مينه ايمان  لرم او مينه باندې باور  لرم.

اې زما د چم ګاونډ خلکو! خو له مرګ دمخه مې يوه خبره واور، ځکه چې د مرګ نه وړاندې هر انسان دا حق لري، چې يو وصيت وکړي، نو زه هم درته دا وصيت کوم، چې له مرګ او سوځولو نه وړاندې زما زړه راوباسی، هغه ځکه چې په دغه زړه کې يو بل څوک اوسي او نه غواړم هغه وسوځيږي، که مو دا کار وکړ، بیا مې ټوټې ټوټې کړ او ومې سوځو، خو چې د زړه دننه استوګن ته مې درد ونه رسيږي، ځکه چې هغه هلته ځای نيولی او تل به یې همدغلته استوګنه وي.

 

رفيع الله ستانکزی

rstanikzai@hotmail.com