rstanikzai@hotmail.com
تر واده دمخه......

سړی : هو، ډېره سخته وه، چې د دې ورځې انتظار مې کاوه.
ښځه: آيا تاسې غواړﺉ، چې ما پرېږدﺉ؟
سړی: نه نه! هېڅکله په دې اړه فکر هم مه کوﺉ.
ښځه: آيا تاسې له ماسره مينه کوﺉ؟
سړی: يقيناً، ډېره زياته.
ښځه: آيا تاسې کله هم ماته دوکه راکړې؟
سړی: نه، تاسې ولې داسې پوښتنه کوﺉ؟
ښځه: آيا تاسې ما ښکلوﺉ؟
سړی: هو، هره ګړۍ چې دا چانس ترلاسه کړم.
ښځه: آيا تاسې به ما ووهی؟
سړی: آيا ته لېونۍ يې؟ زه داسې انسان نه یم.
ښځه: آيا زه په تا باور کولای شم؟
سړی: هو.
ښځه: ګرانه.
له واده ورورسته......
مهرباني وکړﺉ، له پای يا لاندې څخه يې پورته خوا ته ولولی.

06.10.2008
- samim
د اختريزې ډالۍ په توګه...
07.10.2008
- samim
اساسي قانون يوه تشه پلمه
له کله نه چې بهرنيو ځواکونو او موجوده حکومت ته د مخالفانو زور معلوم شوى نو ، د سولې بلنې يې پيل کړي دي . خو دغه بلنې او د مقابل لوري غبرګونونه داسې ښيي چې ، يوه ډله هم په رښتني توګه سولې ته ليواله نه ده . افغان دولت او د هغوى بهرني ملاتړي چې کله مخالف وسلوال سولې ته رابولي نو يواځينې شرط يې د اساسي قانون منل وي . دوى وايي : هغه څوک چې اساسي قانون ومني نو در وازه يې په مخ پرانستې ده .
دولت او بهرنيان ، داسې ښيي چې دوى د اساسي قانون سرسخت م...