غسل
د ټول بدن وينځلو ته غسل وايي .
د غسل فرضونه
د غسل فرضونه درې دي .
١ ) د خولې پرېمنځل دي ( غړغړه )
٢ ) د پوزې پرېمنځل دي (( استنشاق ))
٣ ) د ټول بدن پرېمنځل دي .
د غسل سنتونه
د غسل سنتونه په لاندې ډول دي .
١ ) تر مړوندو پورې د دواړو لاسونو پرېمنځل .
٢ ) استنجا کول .
٣ ) له بدن څخه د ظاهري نجاست لرې کول .
٤ ) له غسل څخه لومړی د لمانځه د اوداسه په شان اودس کول خو که غسل يې په داسې ځای کې کولو چې اوبه هلته ډنډ ودريږي نو پښې به له غسل څخه ورورسته پرېمنځي .
٥ ) بيا به ټول بدن باندې درې ځلې اوبه تېرول .
که غسل کوونکی ښځه وي او د ويښتانو بېخونو ته يې اوبه رسېدلي وي نو د کوڅيو خلاصول او وينځل ورباندې ضروري نه دي . او که نارينه وي او کوڅۍ يې لرلې نو د کوڅيو سپړل او پرېمنځل ورباندې ضروري دي .
د غسل قسمونه
غسل په څلور قسمه دی .
١ ) فرض ، د جُنابت غسل او د حېض او نفاس د پاکېدلو غسل فرض دی .
٢ ) واجب ، که کافر په حالت د جنابت کې مسلمان شي .
غسل ورکول مسلمان مړي ته په ژوندو مسلمانانو واجب دي.
که ټول بدن ته يې ظاهري نجاست رسېدلی وي.
٣ ) سنت : د جمعې د لمانځه ، د اخترونو د لمونځونو ، د احرام او په عرفات د درېدلو لپاره عسل کول سنت دي.
٤ ) مستحب : هلک يا نجلۍ چې پنځلس کلنۍ ته ورسي ، کافر چې مسلمان شي او جنب نه وي ، مدينې منورې ته د ننوتلو د پاره او داسې نور .
تېمُم
تېمُم : قصد کول د پاکې ځمکې او پاکې خاورې ته د پاکوالي په نيت .
تېمم هغه وخت روا کيږي چې يا اوبه نه وي او يا شخص د اوبو له استعمال څحه عاجز وي. لکه چې سړی ناروغه وي او اودس کول ورته ضرر رسوي او يا د اوبو نه اقلاً د يو ميل په اندازه لرې وي چې که په اوبو پسې ځي نو لمونځ ترې قضا کيږي او يا له قافلې نه پاتې کيږي يا د ځناورو يا د دښمن ويره وي ، او يا اوبه دومره يخې وي چې له استعمال څخه يې د مرګ يا کوم اندام د تلف کېدو وېره وي ، يا دا چې يو څه اوبه خو ورسره وي مو که هغه مصرف شي نو له تندې څخه وېريږي نو په دغه ټولو وختونو کې هغه ته روا ده چې تېمُم وکړي . همداراز که د جنازې يا اخترونو د لمونځونو د تېرېدلو وېره وي هم تېمم ورله روا دی .
د تېمم عملي طريقه
د بې اودسۍ ، جنابت ، حېض ، او نفاس ټولو د پاره يو شان تېمم دی څه توپير نه لري .