ستا لاشك دى
كوم نوروز او كوم اخــــتر دى كوم سرور؟****د افغــــــان په كـــــور ماتم دى لور په لور
كشتارگاه يې جوړه كړې زده كړې كانــــدي****زموږ د نســــــــل نابودي كـــــــوي په زور
دا د چا په لاس د وركړو پاكــــــه ربــــــــه****نه يې شـرم نه حيا شــــــــــــــــته نه پېغور
له پايزار سره په سترگـــــــــو كې راخېژي****لاس تړلي ورته ناست ېـو په خپل كـــــــور
ما ليـــــــــــــــــدلي د دنيا سړي خواره ډېر****خو په ټولــــــــــو كې دا يو وخوت خونخور
په دجال پسې روان دي دا مړ سترگـــــــــي****په دنيـــــــا اواخيرت يې كـــــــــړې مختور
پاكه خدايه ته په خپله سزا وركــــــــــــــړه****په خالي لاس به موږ كوم يو كــړو نسـكور
پخوانى كفنكــــښ ښه و اجــر وركــــــړې****اوسنى هـــــــــم كفن وړي هم څه كړي نور
د حســــاب ورځ ده راتلـونكـې صبر وكړئ****تل به نه وي د فــرعــــون لښــــــــكر خپور
په پڅ تېغ يې تر نيمى پورې حلال كـــــــړم****ستا لا شك دى بسـمل سپين وي او كه تور