د وير په چم کې وار د نغمو دی

چـــې پښــتو وى نــو غـىرت بــه خــامخــا وى

چـــې پښــتو وى نــو غـىرت بــه خــامخــا وى
چـــــې وزرې وى الـــــوت بـــه خــــامخــــــا وى
کـــــــــــــائنـات د تضاداتـو مجـــــموعـــــــــه ده
محبت چـــــې وى، نقرت به خـــــــامخــــــا دى
بـــې منته زه پــه عـمر شـــــــــراب نه څښــــــــم
چـــې راتـلم نـو مـــا وې ســت بـه خــامخـا وى
د غــرور پــه غــونډۍ ناســـته لــــږ راىاد کړه
زمـونـږ دواړو څــــه نســـبت بــه خــامخــا وى
چې تر څو پورى زمونږ اختىار کښې نـه وى
پـه دې خـــاوره کښې غـربت به خــامخـــا وى
د بـابـا د خـــولـو بـوې پکښـــې راخـــــور دى
فضاګـــانـو کښې نګهت بــه  خــــامخـــــا وى
پښتنې پىغلــې ! زړه ښـکته پـورته نه کــړې
ســتا د اوښــکو څـــه قىمت بــه خــامخـا وى
د پښتون د خـــپل وجـــود نـه ګـــوتې خـېژى
کــه دا حــــال ؤ ثقالـت به خـــــــــامخـــــــــا وى
زمـــــا رزق ســــــتا دســــــتونى نـــــه تـىرىږى
ىـقىنى ده بغــــــــــاوت به خــــــــــامخـــــــا وى
ابـاســــــىنه په فکرونو ئـــې خـړوب کـــــــــړه
په دې خـــلقو کښــې څـه پت به خـامخـا وى
                                     (  اباسین یوسفزی)
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more