مورې!
مورې غيږ دی ﭘﻪ دنيا کې يوه داسې مدرسه ده
د مشرق نه تر مغربه د بينش يوه سرمايه ده
شوگيرې دی تيرې کړي عاطفې دی دي راکړي
ستا آرام ﭘﻪ هره ﺷﭙﻪ کی نا ارامه ویښه ﺷﭙﻪ ده
تا روزلي انبياء دي ته زانگو يی د اسلافو
ستا مثال ﭘﻪ بشريت کې حليمه او امینه ده
ستا ټولنې ته خدمت دی ﭘﻴﺸﻜﺸﻲ د انسانانو
زه ﭘﻪ هر څه که اگاه يم، سرچينه ستا تربيه ده
د خالق رضا ده ﻧﻐښتې مورې ستا ﭘﻪ قدمو کې
ستا خدمت به ﭘﻪ ليموکړم ستا رضا می وسيله ده
تا راکړي دي ﭘﻨﺪونه، عادتونه، ښه خويونه
الله هُو، للو للو دې، د سليم عقل مبداء ده
که غيرت دی که حيا ده که ادب دی که وفا ده
د ازهر نه هم اوچته ستا د غيژې احاطه ده
که منت دې راته کړی لفافه د شفقت کې
ستا تأديب نه جوړه شوې اوس شيرينه خاطره ده
ستا دُعاء زما تکيه ده د ژوندون ﭘﻪ هسکو ټیټو
بی ﭘﺮوا مخ ﭘﻪ خطر ځم ستا دُعاء زما وسله ده
زما نيم عمر د مور شه زما ټول وجود ترې جار شه
لکه ونه ډکې څانگې تل زما ﭘﻪ سر سايه ده
ﭘﻪ دنيا به دی خدمت کړم ستا مقام ته مې سلام دی
غزاوي په اخرت ستا صدقه جاريه ده
یاددښت:
هیله ده پورتنی شعر د مور د مقام په ویاړ د شعرونو په برخه کې کیښودل شي.
په درنښت
غزاوي وردگ