درنو ورنو او خویندو زه شاعر نه یم خیر داخبره خوهرڅوک کوي خوزه ریښتیا هم شاعر نه یم او دغه مات اوګوډ ټکې مې  سره یوځای کړي هیله مند یم چې تاسې به خپل نظر پرې څرګند کړې هر څو چې مو په زړه کې وي هغه راته ولیکی

ستا تصویر په تصور کې جوړومه

ورله رنګ د زړه کنډر کې لټومه

بیا دژوند ظالم یو باد چې شي راپورته

نو له ویرې یې ټټرکې پټومه

ستا دسترګو په بڼوکې مې زړه ورک شي

بیا خالي ګوګل ستادر کې ګرځومه

مین نه یم ځکه هر مین تنها وي

زه خوتا په هر نظر کې ښکلومه

ته به خدایګو چیرته ناسته وې خوشحاله

خو زه تا په هر ګودرکې لټومه

زړه کوچنی دی ستا ښایست بلا بلا دی

سمندر په پیمانو کې ځایه ومه

نن مې ډیر په زړه را اورې لږه راشه

زه شینواری دلیدو په تمه یمه

                                        (حسیب الله شینواری)