اداره او منجمنټ
انسانان تل په خپلو ورځنيو کړنو بوخت وي او د دغو مهمو کړنو په ښه ډول سرته رسولو لپاره د نړۍ مېشتو وګړو ډول ډول طرحې وړاندې کړې، وروسته له ډېرې مودې انسانانو وکولای شول، چې د خپلو موخو د ښو سرته رسولو لپاره په ډله ييزه او ګروپي توګه کار وکړي، تر څو وکولای د خپلو کارونو ښې پايلې لاس ته راوړي او د دغو ښو پايلو د لاس ته راوړلو لپاره بايد يوه منظمه اداره ولرو، د ادارې په اړه د شلمې پيړۍ څخه بېلابېل نظرونه وړاندې کول پيل شول
دانسانانو دمهمو فعالیتونو څخه یوه هم اداره ده ، په لومړیو وختونو کې کله چې انسانانو نه شول کولای چې په یواځې ځان خپلوموخو ته ورسیږي او دژوند اړتیاوو ته ځواب ووايي. نو دوی دیته اړین شول چې په ګروپي شکل کار وکړي او خپل اهداف لاس ته راوړي .
څرنګه چې دټولنې مقصد په ګروپي شکل دانسانانو ژوند دی او پخپله د ډیرو ګروپونو مجموعي شکل دی ، نو ددغو ګروپونو د هم غږیتوب لپاره داداره چې رول ډیر مهم بریښي.نو ویلای شو چې اداره د انسانانو په ژوند کې ډیره اړینه ده ترڅو خپلو اهدافو ته ورسیږو .
کولای شو اداره داسې تعريف کړو:
اداره د هدفونو لاسته راوړل دي، په داسې ډول چې ټولې سرچينې په مؤثر ډول او د څرنګوالي له پلوه ښې سرته ورسيږي او د همدغو چارو د سرته رسوونکو د مسؤلينو دخوښۍ سبب وګرځي.

د ادارې او منجمنټ ارزښت :
- په سمه لاره (طريقه ) د هدفونو لاسته راوړل
- د غوښتنو کمښت او کموالی (کاهش تقاضا)
- د وخت ، پيسو او څرنګوالي ( کيفيت) په نظر کې نيولو سره د فعاليتونو سرته رسول
- د اخستونکو (پيرودونکو) قناعت او خوښي
- منجمنټ په هر سازمان کې د پلې کيدو وړ وي

Sources سرچينې:
د يو سازمان د سرمايې څخه عبارت دي چې په لاندې ډول دي
سرچينې په څو ډوله دي:
۱. فزيکي سرچينې
۲. مالي سرچينې
۳. بشري سرچينې
۴. غير محسوس سرچينې

اداره :
د ادارې او منجمنټ مهم عنصرونه:
- موخې ( هدفونه)
- سرچينې
- ښه والی يا مؤثريت
- څرنګوالی يا کيفيت
- د چارو د مسؤلينو خوښي يا خوشحالي

مدير څوک دی ؟
مدير په لغت کې اداره کوونکي يا کار چلونکي ته وايي او په اصطلاح کې مدير هغه کس ته وايي چې د يوې ډلې د کړنې مسؤليت په غاړه لري .

د مدير يا منيجر دندې :
۱. پلان جوړل ( پلانګذاري )
۲.لارښونه ( سازماندهې)
۳. استخدام
۴. مشري
۵. کنټرول
۱. پلان جوړل :
دهدفونو او فعاليتونو معلومولو د کار دمهال ويش ارزيابي کولو ، ټاکنو او بالاخره د فعاليتونو دلګښت برابرولو څخه عبارت دی . پلان جوړل يوې ښې پريکړې ته اړتيا لري، چې په حقيقت کې پرته له پريکړه (تصميم) د پلان جوړل يو رښتينی شکل نه شي اختيارولی .
۲. لارښونه ( سازماندهې ) :
- د اړتيا وړ فعاليتونوتشخيص او تنظيم (برابرول)
- دهغه فعاليتونو ګروپ بندي کول چې د خاصو موخو (هدفونو) لاسته راوړلو لپاره ورته اړتيا ليدل کيږي
- د فعاليتونو د هم غږي کول، پروا نه کوي، که په عمودي يا افقي شکل وي..
- د يو اداره کوونکي يا مدير له لارې د هرګروپ دفعاليتونو تخصص او هغه ته دلازمو صلاحيتونو ورکول .
عمده موضوعات :
- د ا په نښه کول چې څوک څه دنده سرته رسوي
- څوکدکومو پايلو د لاسته راوړلو لپاره دنده په غاړه لري .
- د سازمان د موخو د رسيدلو لپاره ښې اړيکې ساتل او ښه پريکړه کول
- د سيسټم او کاري مقرراتو په نښه کول

۳. استخدام : پيژندنه يا تعريف : په سازماني يا اداري تشکيل کې د خالي بستونو ډکول او ساتلو ته استخدام وايي چې دا لاندينۍ برخې په خپله لمن کې رانغاړي .
- د بشري قوې د اړتياو تشخيص يا معلومول
- د موجوده کسانو معلومول ( بررسي)
- مقرري
- ټاکنه ( انتخاب)
- پرمختيا
- ارزيابی ا ونور.
۴. مشري :
پيژندنه : د هغې پروسې يا تګلارې څخه عبارت ده چې د وګړو کړنې او سلوک په کې د اثر لاندې راوړل کيږي ترڅو نوموړو وګړو سره په يوګروپی شکل مرسته وشي . په مشری کې عمده خبره د تحريک او هڅونې ده .
د مدير يت کچې (سطحې) :
First Line Manager د ټيټې کچې مدير:
هغه مدير ته ويل کيږي چې د مديريت په ټيټه درجه کې واقع وي او مسقيماً ټول کارونه پخپله پرمخ وړي .
Middle Line Manager دمنځنی کچې مدير:
هغه مدير ته ويل کيږي چې د ټيټې درجې نه پورته وي او د ټيټې سطحې مديرانو کارونه په غاړه اخلي .
Top Line Manager د لوړې کچې مدير:
هغه مديرته ويل کيږي چې په لوړه کچه کارونه سرته رسوي او زيات کا رونه د ټيتې سطحې دمديرانو اويا د مامورينو له لارې سرته رسوي چې ريس يا معاون هم پدې ډله کې شامل دی .

مديريت څه ته وايي ؟
مديريت په لغت کې اداره کول او يا د سازمان ، کورنۍ او داسې نورو چلولو ته وايي او په اصطلاح کې مديريت د خاصو هدفونو دلاسته راوړلو لپاره په ډير کم وخت کې دمادي او معنوي قوتونو همغږي کولو ته وايي .

دمديريت عمده او خاص مهارتونه :
- تخنيکي مهارتونه : هغه مهارتونه دي، چې په يوه خاصه څانګه کې زده کړه او تخصص منعکس کوي .
بشري مهارتونه : هغه مهارتونه دي، چې ديو مدير د کار يا يوې معاملې کولو استعداد او توان منعکس کوي هم د يو مشر په توګه او هم د يو ټيم د يوکارکوونکې په توګه .
درک کوونکي مهارتونه : هغه مهارتونه دي چې ديو مدير توړتيا ښکاره کوي، ترڅو ټول سازمان يا اداره په بشپړه توګه بررسي کړي او د بېلابېلو عنصرونو چاپيريال او بهرنۍ حالات وپيژني او د هغوی په منځ کې يوه اړيکه وساتي.

اداره څه ته وايي ؟
د ځانګړو چلندونو پر بنسټ هغه ټولنيز نظام دی، چې يوه ډله وګړي په کې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي وي او په ګډه د دغو موخو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي.

د يوې روغې او سالمې ادارې ځانګړتياوې :
۱. په اداره کې دټولو مقرراتو پلي کول لازم دي..
۲.د ادارې تشکيل بايد د اړتيا وړ وي او هم د ادارې د ټول وړ تشکيل په اندازه وي، نه ډېر يا لږ.
۳.د ادارې په ټولو کارونو (ټاکنه، تبديلول،.....) کې د ښو اخلاقو او ښې رويې څخه بايد کار واخيستل شي.
۴. په يوه اداره کې بايد د بډو اخيستلو، غلطې ګټې اخيستلو او بېروکراسۍ څخه مخنيوی وشي..
۵. کار آهل کار ته سپارل
۶. په اداره کې همغږي ، مرسته کول اولازمه لارښوونه بايد مراعت شي .

د ادارې لومړني يا بڼسټيز اصول :
۱. همغږي او د موخې ياهدف يووالی
۲. د مرتبو د سلسلې مراعتول
۳. د لارښوونې يووالی
۴. د صلاحيت او مسؤ ليت استعمال
۵. عدل ( ټولو ته په يو نظر کتل)
۶. د تخصص په نظر کې نيول
۷. د کار پايله په نظر کې نيول

پروژه څه ته وايي ؟
پروژه د هغه خاصو فعاليتونو ترسره کولو ته وايي چې پيل او پای ولري . همدارنګه د پروژی په سرته رسيدلوسره د هغې تشکيل هم له منځه ځي .
پروژه ، په ټاکلي وخت کې د ټاکلو موخو لپاره د ټاکلو سرچينو څخه ګټې اخيستلو ته پروژه وايي.
لکه : ټاکلې موخه + ټاکلې سرچينې+ ټاکلی وخت = پروژه

ستراتيژي څه ته وايي ؟
د ټاکلي موخو د لاسته راوړنې لپاره د پاليسۍ ، پلان او فعاليتونه په کار اچولو ته ستراتيژي وايي .

پلان :
راتلونکی په نظر کې نيول عبارت له پلان څخه دی . که چيرې پلان نيمګړی وي بايد خطرات يي په نظر کې ونيول شي .

سيسټم :
هغه ډول طريقې ته ويل کيږي چې د ټاکلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره په يو بل پورې تړاو ولري .يا په بل عبارت ،سيسټم د مختلفو ارګانونو هغې ټولګې ته وايي چې د ځانګړو شرايطو او قواعدو په نظر کې نيولو سره د ټاکلو موخو لپاره فعاليت کوي .

تشکيل :
د دندو ، د صلاحيتونو د کچې د معلومولو، مسؤليتونو او د اړيکو د ټينګولو د تقسيم بندۍ څخه عبارت دي .
په تشکيل کې درې مهم ټکي :
۱. د دندو معلومولو او تقسيمول
۲. د صلاحيتونو او مسؤليتونو معلومول او تقسيمول
۳. د واحدونو منطقي اړيکې


د ولتي ادارو لپاره لنډ مالومات :
مکتوب :
يوډول ليکلي شويو خبرو اترو ( افهام وتفهيم) څخه عبارت دی، چې په ډيرو ادارو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي. . مکتوب د فورمې، اصلي متن، پای او د مطلب د لنډيز څخه عبارت دی.

وړانديز:
هغه نامنظور ليکل شوي سندته ويل کيږي، چې لوړو چارواکو ته ليکل کيږي او د يو څه په هکله په کې خبرې يا مشوره شوې وي.

استعلام :
هغه اداري سند ته ويل کيږي چې د يواندازه معلوماتو دلاسته راوړلو لپاره استعماليږي هر کله چې استعلام کې دصادرې شميره وليکل شي نو بيا مکتوب بلل کيږی، پرته له دې څخه مکتوب ورته نشو وويلی .
غوښتنليک (درخواست ) :
هغه ليکل شوي سند څخه عبارت ده، چې د لوړ پوړو چارواکو څخه د قانون په چوکاټ کې د يو ې غوښتنې په پلمه ليکل شوی وي.

عرضپاڼه (عريضه)
يو معمولي ليکلي سند ته ويل کيږي چې څوک يې د کومې ستونزې سره د مخامخ کېدو په صورت کې اړوندې څانګې ته ليکي.

سند :
هغه پاڼې يا پاڼو ته ويل کيږي چې د يوې ادارې څخه تصديق شي يا تصديق شوی وي .

عُرفي سند :
هغه دولتي اسناد دي چې عامه اداره هغه تاييد کړي، خو يوازی د يوڅو کسانو (ريس او د کلي سپين ږيرو) په منځ کې مبادله کيږي .

ګروپ :
د وګړو د هغې ټولګې څخه عبارت ده، چې پرته له تخصص او مسلک څخه په کې د يو کار د کولو او پرمخ بېولو لپاره راغونډ شوي وي.

ډله (ټيم):
د وګړو هغې ډلې ته ويل کيږي، چې د تخصص او مسلک له مخې په کې يوه ډله وګړي د کار د سرته رسولو لپاره راغونډ شوي وي.

دفتر :
هغه ځای ته ويل کيږي، چې د ځانګړي نظم او ډسپلين له مخی په کې کارونه پرمخ وړل کيږي .
يا په بل عبارت په هرځای کې چې پلان او کاري نظم موجود وي او يو ټاکلی هدف ولري دفتر بلل کيږي .
او ياهم دفتر هغه ځای ته ويل کيږي چې ټول کاري اسناد پکې موجود وي او د هغې په لړ کې کار سرته رسول کيږي .

واک (صلاحيت):
هغه واک چې ديو ې قانوني کړنې د سرته رسولو لپاره يو ځانګړي شخص ته ورکول کيږي، عبارت د صلاحيت څخه دی .

مسؤليت :
د واک او صلاحيت تابع کيدل دي هغه کسانو ته چې صلاحيت ورکړ شوی وي مسؤليت يې هم د هغوی په غاړه وي .
پوښتنې او ځوابونه
انډيکيټر ( دصادرې وادرې کتاب ) :
هغه اسناد چې د داخل نه خارج او د خارج نه داخل ته په ځانګړې لاره ثبت کيږي انډيکيټر بلل کيږي .

صادره او وارده د څه لپاره دي ؟
د يوې ادارې ليږل شوي کاري اجرآت چې په لنډ ډول پکې ليکل کيږي .

درسيداتو کتاب دڅه لپاره دی ؟
هغه اسناد چې د صادرې او واردې نه وروسته پکې د تسليمی لپاره اړوندې ادارې ته وړل کيږي .

سلسله مراتب څه ته وايي ؟
د هغه کړنو څخه عبارت دي چې د پاس نه لاندې او د لاندې نه پاس ځي .

مامورچا ته ويل کيږي ؟
هر هغه کس چې د قانونې مرحلو د تيرولو نه وروسته په يو بست کې مقررشوی وي، مامور بلل کيږي .

آمر چا ته ويل کيږي ؟
هر هغه کس چې د ادارې په سر کې کارکوي.
وظيفه څه شي ته وايي ؟
هر هغه څه چې د کار له پلوه يو کارکوونکي ته سپارل کيږي وظيفه بلل کيږي .

 

روهي ادبي او علمي ټولنه

rohiadabitolana@gmail.com