زرينې وړانګې
زه به ترڅو د لمر زرينو وړانګو شاته ګورم
د ګل په بڼ کې زه ورګده خپل دنيا ته ګورم
لکه شبنم چې اوښکې توی کړي په ګل پاڼو باندې
داسې مې زړه له غم ډک شي چې زه تاته کورم
د زمانې دغه ويده وختونه څوک به ويښ کړي؟
په رڼا ورځ پښتون خرڅيږي دې سودا ته ګورم
په تا دوی څه ونکړل ګله اې زما کابله
چې د ا مغل وختونه ياد شي نو بيا تاته ګورم
سم د انګور په شانته زړه مې تاو راتاودی تانه
زما وطنه څومر خوږ شي چې دنيا ته ګورم
د غرب ماڼۍ راته بلا شي چې مظلوم ملت مې
د لوګې ژاړي د معيوب پښتون ژړاته ګورم
د وطن مور مې بوره شوې ده اثره نه لري
په کوم اميد ستا دخوږو بچو صبا به ګورم
د تور شپو په شوګيرو کې حفيظ ژوند تيروي
دغه تياروکې د زرين وړانګو رڼا ته ګورم
زرلښت حفيظ