ګران استاد صميم صاحب د وير په دې ټغر موږ هم درسره ناست يو:

پرون می خبر تر لاسه کړ، چې د درانه استاد او په دين ، هېواد او ژبې مين لارښود صميم صاحب خسر او د ځوان ليکوال قاري صاحب عبدالله کامه وال پلار  باندې هم مرګي خپله سوری خور کړ، په دې غم کې زه خپل ځان د صميم صاحب او قاري صاحب ټولې درنې کورنۍ سره شريک بولم  او د لوی خدای دربار ته لاسونه لپه کوم، چې دوی ښاغلو ته جميل صبر او مرحوم ته د فردوس جنت په برخه کړي.

روح دې ښاده او دوی دې ارامه وي

په درنښت

رفيع الله ستانکزی

نوی ښار، کابل


د خواخوږۍ ليک
ګران ورور صميم صاحيب ته !
انا الله انا اليه راجعون
ستاسو سره په دې را پيښ غم کي ځان شريک ګڼم ، د پيښو نشو تېرېدلای ، زموږ واک او ځواک يوازي دا دۍ چي وه يې منو او د لوۍ خدای دربار ته دعا وکړو چي د هغه ستر څښتن ( ج ) رضا زموږ رضا ده . رب العزت ( ج ) دي ستاسوخدای بخښلي تره او د ګران عبدالله کامه وال پلار ته فردوس جنت ورنصيب کړي . دعا کوم چي تاسو او ستاسو ټولي کورنۍ او دوستانو ته دي الله ( ج) د زړه صبر درکړي .

خدای ( ج ) دي تاسو له نور غمه وساتي
امين يا رب العالمين
رسول باوري


 

صميم صيب ته دتسليت پيغام
په لراوبر گران صميم صيب!
زه محمدامين بسمل له جرمني څخه دلويې پكتيا دادبي ټولنې په استازيتوب تاسوته د درپېښ شوي غم له كبله د تسليت پيغام وړاندې كوم اوله پاك اﷲ څخه جميل صبرتاسو اوستاسو قدرمنې كورنۍ ته غواړم،خداى بښلي ته له پاك اﷲ څخه دفردوس جنت سوال كوو،ستاسو دټولي كورنۍ په درد كې ځانونه شريك او ژورغمگين گڼو.
جرمنـــي محمدامين بســـــمل

 


ګران اوپه وطن مین استاد صميم صاحب او د مرحوم الحا ج ملک دلا ور خا ن کورنی ته!
د ارواښاد ملك صاحب مړينې او تاسو ته درپېښ شوی غم ، حفه كړم او تا سو سره په دی ویر کی ځا ن او خپله کورنی شریکه بولم . الله پاك دې ارواښادبا ندی خپل فضل او رحم وکړی او او تاسو ته دې ددرپېښ شوی غم د زغملو وس او توان دركړي.

د الله ج رضا ته تسليمېدل هغه ژمنه ده چې موږ يې په ترسره كولو دهغه لوى ذات ته مسول يو،بيشكه چې په هر څه كې د هغه رضا وي زموږپرې رضا ده.

تاسو ټولو ته د زړه صبر او ارواښاد ته د فردوس جنت هيله كوم.
له طرفه د انجینر خیر محمد (کا موال ) او کو رنی



په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د کامې يو مخور سپين ګيری او د درانه استاد محمداصف صميم تره ملک دلاور خان له دې تلونکې نړۍ نه سترګې پټې کړې٠ زه په خپل وار سره درانه او منلې استاد صميم او ددوۍ پلار مدير صاحب صميم الله خان او ټولې کورنۍ ته تسليت ورکوم او دوې سره د غم په ټغر ځان ناست بولم٠ الله ج دې ارواښادوبخښې او کورنۍ او دوستانو ته ددې غم د زغملو توان ور کړې٠

په درنښت

ډاکټر احمد احسان زمانې

سويس


صميم صيب ته دتسليت پيغام
په لراوبر گران صميم صيب!
زه محمدامين بسمل له جرمني څخه دلويې پكتيا دادبي ټولنې په استازيتوب تاسوته د درپېښ شوي غم له كبله د تسليت پيغام وړاندې كوم اوله پاك اﷲ څخه جميل صبرتاسو اوستاسو قدرمنې كورنۍ ته غواړم،خداى بښلي ته له پاك اﷲ څخه دفردوس جنت سوال كوو،ستاسو دټولي كورنۍ په درد كې ځانونه شريك او ژورغمگين گڼو.
جرمنـــي محمدامين بســـــمل


قدرمن او دروند استاد صميم صاحب او ځوان ليکوال استاد عبدالله کامه وال صاحب!
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر چې د دروند استاد خسر او د عبدالله کامه وال پلار  تلونکې نړۍ سره خدای په اماني کړې، نو په دې غم کې له دوی درنو او ښآغلو سره د روهي ادبي ټولنې ټول غړي ځان شريک بولي او دوی ټولو ته د لوی صبر غوښتونکي دي، خدای دې دوی ورته ژوندي لري.
روهي ادبي ټولنه
نوی ښار، کابل


ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام
انالله وانااليه راجعون
دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم او ګران ورور قاري عبدالله كامه وال له كورنيوسره دخواخوږۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم تره اودپښتوژبې دځوان ليكوال اودځولۍ مجلې دمشر ګران وررو قاري عبدالله كامه وال پلار ، ملك دلاورخان په حق رسيدلى .
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي له قدرمن استاد اوګران قاري صيب سره پدغه غم كې خپل ځانونه شريك بولي اودنوموړي مړينه يوه ستره ضايعه بولي هغه ته دلوى څښتن له دربارڅخه دجنت فردوس اوپاتې كسانوته يې دجميل صبرغوښتنه كوي.
په درنښت
دريځ علمي اوكلتوري ټولنه


دتسليت پيغام
په ډيری خواشنی سره خبر شوم چی دهيواد دمنلی او وتلی ليکوال څيړونګی او  استادمحمداصف صمیم تره ارواښاد ملک دلاورله دی فانی نړی نه کوچيدلی دی انالله وانااليه راجعون.
زه په دغه دروند غم کی له خپل ګران استاد صميم صاحب سره ځان شر يک بولم مرحوم ته له لوی څښتن نه فردوس جنت اوکورنی ته يی دجميل صبر غوښتنه کوم.
افضل ټکور
لندن  دجنوری پنڅلسمه


استاد(صميم)صاحب!تاسوته صبرجميل غواړو
همدانن سهارخبرسوم چي دپښتوژبي دتكړه اوقدرمن استادښاغلي ( صميم) صاحب اكااوخسرله دې نړۍڅخه خپل ابدي كورته دتل لپاره كوچېدلى دى . موږپه دې غم كي له درونداستادسره خپل ځان شريك بولواودلوى څښتن ( ج) له دربارڅخه مرحوم ته د جنت فردوس اوټولي كورنۍته يې دلوى صبرغوښتنه كوووروره زموږمعذرت ومنه مناسب خوداوه جې درغلی وای مګر ته ښه پوهيږی انالله وانااليه راجعون
ستاسوورورملاعبدالسلام ضعيف.


د خوشال اونېزي د تسليت پيغام
په ډيره خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې نوميالى شاعر او ليکوال استاد محمد اصف صميم خسر له دې نړۍ سترګې پټې کړي، زه اصلتاً د خپل ځان له لوري او وکلتاً د خوشال اونېزي د همکارانو له لخوا درانه استاد او کورنۍ ته يې د لوى څښتن له دربار څخه د  صبر جميل او مرحوم ته جنت فردوس غوښتنه کوم.
په درناوي د خوشال اونېزي
مسؤل چلوونکى وحيدالله غازى خيل


انا لله وانا اليه رجعون  = د خواخوږۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو په رسنيو کې خبر ترلاسه کړ چې د گران استاد محمد آصف صميم صاحب کاکا خُسر ملک دلاور خان په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړي دي.

موږ له دروند او منلي استاذ صميم صاحب او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غمجنه او خواشينوونکې پېښه کې خپل ځان شريک بولو. مرحوم ته د څښتن تعالی څخه د بښنې او اعلی جنتونو او هم يې کورنۍ او دوستانو ته د صبر جميل غوښتنه کوو. پاک رب دې هغه مرحوم وبښي. اروا يې ښاده او ياد يې تلژوندی.

سيدحسين پاچا او کورنۍ

او هم د اکسفوردشاير د استوگنو افغانو ټولنې له خوا


د خواخوږۍ پیغام

د جغتو مدني او کلتوري بهیر د پښتو ژبې د ویاړمن لیکوال، سترادیب  او اغیزمن قلموال استاد محمد  صمیم د کاکا او خسر په مړینه خپل خپګان څرګندوي ، د هغه له کورنۍ سره په دې ستر ویر کې خپل ځان شریک ګڼي او د تسلیت مراتب څرګندوي. الله دې ارواښاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو ته جمیل صبر ورکړي. زموږ  ژوند د سترڅښتن تعالی په واک کې دی او موږ د هغه طرف ته ورتلونکي یو

د جغتو مدني او کلتوري بهیر


په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران عبدالله کامه وال پلار اوداستادمحمدآصف صمیم تره ملک دلاورخان د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله له ګران کامه وال اوښاغلي صمیم سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.

انا لله و انا الیه راجعون

په درنښت

دلمن ،ادبي،کلتوري خپرونې له خوا


څرک مدني او کولتوري ټولنه د فرهنګپال ملګري عبدالله کامه وال د پلار او درانه استاد محمد اصف صميم د تره پر مړينه خواشيني ښيي ، دوى ته د صبر غوښتنه کوي او ارواښاد(ملک دلاورخان) ته له خدايه جنتونه غواړي.

د څرک مدني او کولتوري ټولنې مشرتابه پلاوى


استاد(صميم)صاحب!تاسوته صبرجميل غواړو

همدانن سهارخبرسوم چي دپښتوژبي دتكړه اوقدرمن استادښاغلي ( صميم) صاحب اكااوخسرله دې نړۍڅخه خپل ابدي كورته دتل لپاره كوچېدلى دى . موږپه دې غم كي له درونداستادسره خپل ځان شريك بولواودلوى څښتن ( ج) له دربارڅخه مرحوم ته د جنت فردوس اوټولي كورنۍته يې دلوى صبرغوښتنه كوو.

                                             د(هڅي اونيزي اداره ) كندهار


د استاد صميم  له درنې کورنۍ سره دخواخوږۍ کرښې!
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو چې  د کامې ولسوالۍ منلي او دروند مشر ملک دلاور  خان  له دې فاني  نړۍ  سترګې  پټې کړې٠ ارواښاد د خپل ژوند  تر وروستۍ سلګۍ د خپل ولس په چوپړ کې و٠
د خښي کولتوري ټولنې غړي  دغې درنې  او دردېدلې کورنۍ ته   له څښتنه د زړه صبر  غواړي٠ ارواښاد د ځوان ليکوال قاري عبدالله پلار او د پښتو ژبې د وتلي استاد محمد اصف صميم  تره او خسر و٠
اروا يې ښاده او پر ګور يې نور٠

  د خښي کولتوري ټولنې له خوا


له درنه استاد صميم سره غمرازي

خبر مو ترلاسه كړ چې د پښتو ژبې د ستر  څېړونكي او ليكوال  درانه استاد محمد اصف صميم تره او د تكړه او زړور ليكوال قاري عبدالله كامه وال پلار ملك دلاور خان د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى دى، اناالله و انا اليه راجعون
زه له دواړو درنو سره په دغه ستر غم كې ځان شريك بولم ، متوفى ته د لوى الله ج څخه د مغفرت غوښتونكى يم ،  څښتن تعالى دې بل داسې غم نه راولي چې دا زموږ له ياده ووځي.
درانه استاد او ګران  كامه وال ته د جميل صبر غوښتونكى يم .

په درنښت
بريالى وياړ


کابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه
پۀ خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړچې دپياوړي ليکوال اوپۀ دين مين انسان محداصف ( صميم) اودکابل پوهنتون استادښاغلي وسيع الله (سيار) ترۀ او دپکتيا پوهنتون استاداوځولۍ مجلۍ  مسول مدير عبدالله کاموال پلار خدای بخښلی( ملک دلاور) پۀ حق ورسېده . انا لله وانا اليه راجعون .
دکابل پوهنتون دژبواو ادبياتو پوهنځي دپښتوځانګې  استادان او محصلين لۀ دوئ سره ځانونه پۀ دغه غم کې شريک ګڼي،دلوی خدای لۀ دربارنه مرحوم ته د بښنې دعا ،او درنې کورنۍ ته يې دزړۀ صبرغواړي .
کابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه


دخواخوږی پيغام :ټکور

په ډيری خواشنی سره خبر شوم چی دهيواد دمنلی او وتلی ليکوال او استاد ښاغلی محمد اصف صميم تره ارواښاد ملک دلاور په حق رسيدلی دی انا لله وانااليه راجعون.زه په دغه دروند غم کی له خپل ګران استاد ښاغلی محمد اصف صميم سره ځان شريک بولم ارواښاد ته له لوی څښتن نه دمغفرت دعا کوم استاد صميم او کورنی ته يی جميل صبر غواړم.   افضل ټکورلندن


دخواخوږی پيغام :
خبرشوم چی زموږ دهيواد دمنلی او وتلی ليکوال اواستاد محمد اصف صميم تره ارواښاد ملک دلاور په حق رسيدلی دی.زه خپل ځان په دغه لوی غم کی له استادصميم او دهغوی له کورنی سره شريک بولم مرحوم ته له لو ی اوبښونکی څښتن له دربارهدمغفرت دعا او کورنی ته يی دجميل صبر غوښتنه کوم. غلام محمد کامه وال لندن


دخواخوږۍ پيغام : شمس خوستى

دمنلي دروندليكوال ،وتلي ادبې څېرې اودرونداستادښاغلي محمدصميم دترۀ دمړينې له كبله موږخپله غمشريكي اوخواشيني څرګندوو.
ارواښادته دلوى اومهربان څښتن له دربارڅخه  دبښنې اوكورنۍ ته يې له ټولوخپلوانوسره دجميل صبرغوښتنه كوو.
دارواښادبركت دې خداى ددۀ دكورنۍ اوخپلوانوته وركړي
شمس خوستی


دخواخوږۍ  پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چې د سیمې  یو مخور مشر ملک دلاور  د ورپېښې ناروغۍ له امله  په حق رسېدلی دی نو پدې اړه په لندن کې د افغان ادبي جرګې غړي له محترم  مدیر صاحب ، له ښاغلي صمیم او ګران کامه وال  سره پدې غم کې ځانونه شریک ګڼي  انا لله واناالیه راجعون .په ډېرې درناوي شهسوار سنګروال 


خبر شو، چې د درانه استاد او ستر څېړونکي محمد اصف صميم خسر او د ځوان ليکوال عبدالله کامه وال پلار  د تلونکې نړۍ سره خدای په اماني کړې، ټول زده کړيالان ډېر خپه شول او خپل ځانونه يې د درانه استاد او قاری صاحب کورنۍ سره شريک بللي او دوی ته د څښتن تعالی څخه صبر غواړی  او مرحوم ته د فردوس جنت لپاره د خدای دربار ته لاسونه لپه کوي.

په درنښت

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پښتو څانګې زده کړيالان


ګران او وياړلى استاد صميم صاحب او ګران عبدالله كامه وال ته!
د ارواښاد ملك صاحب مړينې او تاسو ته درپېښ غم ، ويرجن كړم،الله پاك دې هغه ارواښادپه خپل نور او لور ونازوي او تاسو ته دې ددرپېښ وير د زغملو وس او توان دركړي.

د الله ج رضا ته تسليمېدل هغه ژمنه ده چې موږ يې په ترسره كولو دهغه لوى ذات ته مسول يو،بيشكه چې په هر څه كې د هغه رضا وي زموږپرې رضا ده.

تاسو ته د زړه صبر او ارواښاد ته د جنت الفردوس هيله كوم.

عبدالهادي هادي