د رنجو کڅوړه
دلته په کاناډا کې د اوپین هاوس یا د پرانیستې کور په نوم هر کال د بیلا بیلو فرهنګونو د لرونکیو ملتونو د لباسونو ، لاسي جوړو شویو توکیو او نورو کلتوري او قیمتي شیانو د ښودلو ورځ لمانځل کېږي . او کله ناکله په کې افغانی خویندې هم ګډون کوی .
یو ځل په کې ما هم ګډون کړی و او په زړه پورې دا وه چې د رواجونو ادارې راته ستاینلیک راکړ . په دې نندارو کې ما دافغانستان نه راوړې د رنجو یوه کڅوړه د ځینو نورو افغاني توکیو سره نندارې ته کېښوده . خو دا یوه عادی کڅوړه نه وه . کله چې ما ستاینلیک تر لاسه کړ . نو کلونه مخکې له دې کڅوړې سره تړلې کېسه راته مخې ، مخې ته شوه . هو ....دا زما د یوې کلېوالې ملګرې ډالۍ وه .....د شمایلې ډالۍ .
کلونه ړواندې یوه پسرلنۍ ورځ وه ، هغه مهال زه په کلي کې اوسېدم ، کلی ټول شین ښکارېده او هرې خواته لکه شین بخمل فرش چې غوړېدلی وي . د کلي څنګ ته د تېرې شوې ویالې له پسرلینیو اوبو سندریز شور پورته کېده اودویالې په غاړې ولاړو د تو تانو او چینارونو ونو دا منظر نور هم ښکلی کاوه .
د ویالې غاړه نو د ټول کلی د نجونو د راټولېدو ځای و . اوتل به پرې د ښځو او نجونو مجلسونه تاوده و. دوی کې به څوک اوبو پسې راتللې ، چا به لوښې ، چا به کالي اوځینو خو به ان د خپل کور ټغرونه د همدې ویالې په غاړه وینځل .
د نجونو سرو او شنو ټیکریو د ویالې په غاړه چاته په پخوانیو کېسو کې د ښاپېریو باغ حرم وریادوه .
د اوبو د روانې ویالې په غاړه لږ وړاندې یو زیارت هم وو چې خلکو ( غیبی بابا زیارت ) باله، په زیارت کې ولاړې د غزونو ونې او دنګ چینارونه له لرې ، لرې ښکارېدل . چې د هر ښالي په ورځ به پرې د ښځو او نجونو ځای نه کېده .
کله نا کله خو به د بوډۍ ټال یا سره او شنه زرغونه هم په دې زیارت داسې راښکته شوه چې ټول کلی به ورسره په یوه عجیبه ښکلا کې ډوب شو . ماشومانو به تر ناوخته په دې زیارت کې لوبې کولې او پرته له وېرې به یې په ماښامونو کې په اور اورکیو پسې منډې وهلې . خلکو به ویل دا د شهیدانو اراواوې دی . کله ناکله خو به الوتونکي اور اورکي دومره ډېر شو چې په زیارت به لمبې پورته شوې .
وظیفې ته زما د تګ راتګ لاره هم هره ورځ د همدې ویالې او همدې زیارت له څنګه تېرېدله . هره ورځ به د لارې په سر د ښځو او نجونو له تودو هرکلیو سره مخ کېدمه .
دا هم سهار مهال و ، چې زه وظېفې ته روانه وم په همدې ځای کې له شمایلې سره مخ شوم ، داسې راته ښکاره شوه چې په ډېره بې صبرۍ یې زما اتنظار کاوه . د خندا نه په ډکه خوله یې راسره روغبړ وکړه . نن هغه د نورو ورځو نه ښکلې ښکارېده . تورې غټې سترګې چې تازه یې به رنجو تورې کړې وې ښکلې برېښېدې . د لاسونو له ښورولو سره یې شنو بنګړیو سندریز شور کاوه .
په بېړه یې د رنجو یوه کڅوړه چې سره او شنه کلاباتو تارونه به کې د ستنې په وسیله په لاس کارول شوي وو ماته د لونګو له یو ځونډې سره راکړه . او موسکو شونډو یې راته وویل :
ـــــ دا له ځان سره وساته ، تا ته مې جوړه کړې ده ، که کوم واده ته ولاړه شې ، په کار به دې شي .
ما یې دا ښایسته ډالۍ په مینه او مننه ترې واخیسته او ترې مې وپو ښتل :
ــــــ کوم خوا ؟ داسې په بېړه یې ؟ چېرې ځې ؟
ــــــ راباندې ناوخته دی ، ځم چې د کور کارونه خلاص کړم . نن د کلي ښځې زیارت ته ځي ...
ــــ ته هم ورسره ځی ؟
ــــــ هو وایی چې زیارتونه خلک مراد ته رسوی ، نن ورځم ، ګوره که ما هم تر خپل مراده ورسوی .
تر دې دمخه چې ما شمایله څومره پېژنده ، نو ما ته یې په زړه کې پروت لکه د غره په شان دروند درد او غم مالوم و . هغې د خپل ترور زوی سره مینه لرله چې د کلی ټول لوی واړه ترې خبر وو . خو ددې ترورزی غریب و او د ولور د نه پوره کولو له امله هغه د کلی یو بل ځوان ته کوژده شوه . دا ځوان هم د دوی د خپلوانو نه وو او په زړه پورې دا وه چې د شمایلې د ترور د زوی نېږدې ملګری و .
وظیفې ته په لاره مې زیارت ته د شمایلې په هېلمندۍ له ځانه سره چورت واهه . باور وکړئ زما هم زیارت ته د تللو لېوالتیا پیدا شوه .
کله چې له وظېفې راستنه شوم نو څو ملګرې مې نورې هم له ځانه سره کړې او زه هم زیارت ته ورغلم . زیارت ته په رسېدو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له ګڼې ګوڼې سره مخ شوم . په همدې کې شمایله هم را پیداشوه . ما او زما ملګرو ته یې هرکلی ووایه .
موږ لا خبرې کولې چې د شا له خوا زما او د شمایلې په منځ کې یو څه را پرېوتل ، شمایلې لومړی مخامخ چې زما ورته شا وه وکتل او ناڅاپه زما پښو ته ښکته شوه د مځکې نه یې یو سور ګل راپورته کړ . په خوښۍ یې نارې کړې ماته ( غیبی بابا )زما مراد راکړ . او چې له دې سره مې شاته وکتل نو و مې لېدل چې د شمایلې د ترور زوی ولاړ وو او په شمایلې یې د مینې غږ کړی و .
دانو زما هغه خاطره وه چې د رنجو به دې کڅوړې پورې تړلې وه . ماپه کاناډا کې د بیلا بیلو فرهنګونواو رواجونو په دې نندارتون کې د افغانی جامو سره د شمایلې د رنجو کڅوړه ، د لونګو ځېلۍ ، یو ي ډول کابلۍ ورېژې د میلمه پالنې په دود نندارې ته وړاندې کړې . دا شیان د نړۍ د ډېرو هېوادونو د خلکو د پاملرنې وړ وګرځېدل . د افغانی جامو ټټر هم شمایلې کلونه وړاندې په خپلو ګوتو جوړ کړی و .
........اوس ماته د رواجونو د ادارې له خوا راکړل شوی ستاینلیک ماته زما نه ، بلکې د هغې غرنۍ او مستې ملګرې شمایلې ویاړ ښکاری چې لوستې نه وه خو خدای یې په ګوتو کې ډېر هنرونه ایښی وو .
په دې نندارتون کې نندارچیانو ته تر ټولو به زړه پورې هغه رنجرومه وه چې شمایلې ماته په کلی کې ډېره پخوا د ډالۍ به توګه راکړې وه او ما هغه له افغانستانه تر کاناډا پورې را وړې وه