عبد الباري جهاني او ادبي هڅې يې
رحيم الله ځيرک
عبدالباري جهاني دپښتوژبې اوادب هغه پياوړى خوږژبى شاعرليکوال او اديب دى ، چې دپښتنو دنوي شاعرانه دوران يو ځوان پښتون او په هغو نومياليو شاعرانوکې راځي، چې په خپلو شعرونويې دغه شاعرانه بهيرښکلى کړى دى . جهاني دپښتوژبې هغه شاعر دى، چې دژوند په هره برخه کې يې شاعري کړې ده او خپل قلم يې پکې چلولى دى ، شعريې دروان سيند په څېر په نويو زمزمو ورو_ورو بهېږي . په ظاهر کې خاموشي څرگندوي؛ خوپه باطن کې يې دتوپان غوندې موجونه پراته دي، چې دهر اورېدونکي يا لوستونکي زړه ورکاږي او احساسات يې را پاروي .شعر يې روان دى؛ خوځينې داسې شعرونه هم لري، چې سړى ورباندې نه پوهېږي.
که دجهاني پرليکوالۍ ،شاعرۍ او پښتونولۍ باندې هرڅومره وغږېږو؛ بيا هم کم دي. ده دپښتو ژبې لپاره دېرې هلې ځلې_ کړي دي او خپل قلم يې په کراره نه دى پرېښوولى ، چې غوره بېلگې يې (ورکه مېنه)،(پايکوب)،(دسباوون په تمه) ،( شپېلۍ) او داسې نور دي
جهاني په خپله شاعرۍ کې نه يوازې غزلې ، قصيدې اوآزاد نظمونه ليکلي؛ بلکې دده په شعري بېلگو کې دهغه منظوم داستاني او حکايتي شعرونه هم دپاملرنې وړ دي او هر سړى يې خوښوي . دغه لنډمنظوم داستانونه دومره اغېزناک دي ،چې دشاعر له نورو شعرنو څخه زيات بدرگه شوي او خلک يې دبيا_بيا اورېدلو غوښتنه کوي. دغه کيسې دنظم په شکل ليکل شوي دي لکه: دپيشوتوبه، کوه طور او داسې ډېرې نورې يې دنظم په ځولۍ کې رانغاړلي دي او په ډېر مهارت سره يې لوى_ لوى پيغامونه پکې ځاى کړي دي لکه:
چې دبل په مټو غټ سي يا زمرى سي
يا هغه گړۍ له قام ځنــې بهــــــــرســــي
چې يې عقل خداى موږک غوندې کوچنى کړ
يوه ورځ په خپل بادارباندې غورځى کړي
يا له ازله مو راغلى نصيب خوار دى
چې لوېدلى مو دبل په لاس مهار دى
دجهاني د شعر دفکر او هنري ارزښت له مخې او دهغه له پياوړتيا سره _ سره تر يو وخته دفورم، وزن او چوکاټ له پلوه ، يوه داسې کليشه غالبه وه، چې دهغه شعري ښکلا ته يې دهنري تنوع پر ځاى يوه رنگيني وربښله، چې دايې په شاعرانه دوران کې يو نوى گام دى، چې دادپه څلور يزډوله قالب کې وړاندې کېږي؛ په تېره بيا دحماسې لپاره دوخت ښه انتخاب هم دى .
لکه څنگه چې گورو شاعر په دې وروستيو وختونو کې آزادو نظمونوو په تېره بياغزليزه شاعري يې دښکلا اوپياړتيا په لور رانه ده، چې له يوې ټولگې نه بلې ته لا ښکلا مومي؛لکه چې وايي:
خمار مې نه ماتېږي شرابونه بېگانه دي
ساقي راته اشنا دى خو جامونه بېگانه دي
سجدې ته يې يار کوڅې ته نه يمه بللى
پردى قاصد راغلى پيغامونه بېگانه دي دې ښار کې ربابونه دسنگسار په غېږ کې غواړه
نغمې گوتو کې ژاړي شهبازونه بېگانه دي
چې زما دلېونو چيغو ځواب ورسره نسته
يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېگانه دي
سجدې دجهاني په تندي مه غواړه زاهده
په دې سرکشه ښارکې محرابونه بېگانه دي
دجهاني دشعر په شهرت او محبوبيت کې دټنگ ټکور دموسقي ونډه هم ديادولو وړ ده. دده ډېرى شعرونه يو ډول ځانگړى موسيقيت لري؛خو کله چې دډاکتر فطرت ناشناس له خواږه اواز سره يو ځاى شي، ښکلا يې لا پسې زياته شي؛ دبېلگې په توگه :
زاهده تا مې دتقوا په نوم نشې ماتې کړې
ما دې دحورو دخوبونو سلسلې ماتې کړې
ياهم :
گوره ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې
خوله تر قيامته څوک خولگۍ نه بولي
دا بې انصافه دا هېرجن خريدار
پرونۍ ښکلې ناوکۍ نه بولي
ديوې بلې خبرې يادول اړين بولم او هغه دا، چې دجهاني دشعر و شاعرۍ دگرانښت يو لامل دا هم کېداى شي، چې دده شاعري له پيله تر اوسه پورې له يو ډول مستۍ، ياغيتوب او مستانه سرکشۍ سره ملگرې ده.
جهاني پښتو شعر جهاني کړ او جهاني شعر يې پښتوکړ؛ ده دنړۍ دبېلا_بېلو شاعرانو شعرونه په پښتو را وژباړل ؛ پښتانه يې له نړۍ وال شعري بهير سره اشناکړل او دنړۍ وال شعر په خصوصياتو يې پوه کړل، چې دا کار او هڅه يې د ډېرې_ډېرې ستاينې وړ ده. په پاى کې بايد ووايم، چې ښاغلى جهاني دپښتو ژبې نوميالى او مخکښ شاعر دى او خداى يې دې تل په خپلو هڅو کې همداسې بريالى لري .