دلوېديځ په فلسفه کې وجود او هستۍ پېژندنې ته يوه ځغلنده کتنه

له سقراطه  داوسمهالې دورې تر پيله

ژباړه: هميم جلالزى

 

دسقراط لپاره هستۍ او وجود پېژندنه چندان دپام وړ سکالونه وه او کوم بنستيز ارزښت يې دده په وړاندې نه درلود. دهستۍ يا وجود پېژندنې پر ځاى  دده لپاره  تر ټولو دپام وړ مسلې انسان پېژندنه او اخلاق و.

نوموړى انسان ته په زياتې پوهې باندې قايل نه و،  او ويل به يې هغه شيان چې موږ يې په اړه دپوهې سوچ کوو په غالب ګنان دنامعلوم او داسې شيانو چې موږ ورباندې نه پوهېږو يوه ټولګه ده چې موږ په تېروتنه يا غلطۍ سره داسې ګمان کوو چې هغه شى پېژنو  او تر دې هم په ډېره بې عقلۍ سره دهغوى  په پېژندلو باندې باندې خپل يقين  او ګروهه ډاګيزوو.

سقراط به ويل چې دنړۍ په وګړو کې تر ټولو پوه هغه کسان دي چې په دې باندې پوهېږي چې دنړۍ او ژوند په اړه په هېڅ نه پوهېږي. ده به تل داسې پوښتنه کوله : ((موږ څه اړتيا لرو چې دطبيعياتو په اړه سوچ وکړو؟)) او بيا به يې پخپله ځواب وايو چې پوهه کوم ځانګړى ارزښت نه لري ځکه چې په ډېره پېچلې بڼه   له ناپوهۍ، ګمان، تصور او اندېښنې سره  داسې ګډه شوېده چې تر منځ يې دبريد او بيلتون دکرښې ټاکل  شونتيا نه لري.

اپلاتون دهستۍ بنسټيز آر، ابدي واقعيت، له زمانه څخه ازادي، بدلون، بېلتون او جلاوالى نه منونکى باله او بدلون او اوښتون يې دګمان څخه راولاړه شوې يوه چاره ګڼله. نوموړى په دې ګروهه و چې ماده ازلي او ابدي ده، مګر داشته نړۍ قديمه ياپخوانۍ چې ازلي هم ورته ويلاى شونده او نوې پيدا شوې ده، مګر داسې هم نه ده چې له هېڅ څخه نده جوړه شوې بلکې له غير منظمو او ګډوډو توکو څخه رامنځته شوېده. دى وايې دغو غير منظمو توکو ته خالق سم سمکى ورکړ، وروسته  يې عقل ته په اروا، او ارواته په بدن کې ځاى ورکړ او په ټوله کې يې نړۍ ديوه ژوندي موجود په توګه چې عقل او اروا دواړه لري جوړه  اورامنځته کړې ده. اپلاتون نړۍ ګرده بلله چې تل په خوځښت کې ده او څلور آر عنصره دنړۍ جوړونکي دي چې له يو بله سره ټاکلي نسبتونه لري يانې داور نسبت هوا ته داسې دى لکه دهوا نسبت چې اوبو ته دى او دانسبت بيا له خاورو سره  د اوبو له شته نسبت سره سمون خوري. داپلاتون په اند هستۍ بشپړه شوېده، نه زړېږي، نه خرابېږي او نه به هم له منځه ولاړه شي. دده په اند هستۍ پخپله هرکله له سره ځان رغوي کېږي او دځان بسنه کوي. داپلاتون په اند اروا ياسا تر جسم له مخې پيدا شوېده او دوو ټوکونو ((بېلتون منونکې، بدلونو منونکې)) او ((بېلتون نه منونکې او بدلون نه منونکې)) څخه اوډل شوېده او دا پخپله ددغو دواړو تر منځ يو درېيم ذات ښکاري.

اپلاتون اوبه، اور، هوا او خاوره بنسټيز ارونه ، نه بلل بلکې هغه يې ددغه آر ديوه حالته په توګه يادول . اپلاتون هستۍ په دريو برخو وېشله: لومړۍ برخه يې داسې يوه برخه بلله چې تل په يوه حال دهو مخلوق نه ده، هېڅکله نه فنا کېږي او هېڅکله هم په ځان کې داسې يوه شي ته ځاى نه ورکوي چې له بهر څخه پرې واريدېږي، بلکې داسې يوشى دى چې له بهره پرې دراواريدېدنکو توکو پرمخ يې دروازه تړلې ده او داسې يو شى دى چې حواس هغه نه شي درک کولاى او يواځي فکر کولاى شي دهغې په اړه کار وکړي. دهستۍ دوهمه برخه دلومړۍ دا غوندې ماهيت لري  چې له هره اړخه له هغې سره ورته والى لري. دهستۍ دغه برخه محسوسه او ليدوړ ده  او همېشه په خوځښت کې  او څرخېدلو کې وي، دغه راز په زمان او مکان کې واقع وي او حواس کولاى شي  چې هغې ته لاره ومومي. دهستۍ درېيمه برخه مکان دى چې ازلي او ابدي دى او فنا ياله منځته تلل نلري او دهغو شيانو لپاره چې مخلوق يا پيداکړل شوي دي ځاى ورکوي  او بې له دې چې حس کړاى شي دغير حقيقي عقل ديوه ډول په مټ موندل کېږي.

دارسطو هستۍ پېژندنه بيا ددې نظريې پر بنسټ ولاړه وه چې دهر شي طبيعت دهغه انجام بلل کېږي. يانې هر شى هغه ډول دى چې دهغه لپاره منځته راغلى وي ، نو له دې څخ داپايله  اخلو چې هر شى دده دطبيعت له غوښتنې سره سم شتون لري او دخوځښت ديوه ځواک چې ډېر ستر او عام دى  او دخوځښت ټولو دولونو ته ان انتقالي دوران او په ټوله کې هر ډول کيفي او کمي تغيراتو ته شاميلېږي.

ارسطو طبيعت دهر خوځښت او سکون سرچينه ګاڼه او ګروهه يې درلوده چې هر شى پخپل ځان کې يو بالقوه ځواک لري، چې هغه ته طبيعت وايې.

دارسطو له نظره هر حرکت ړدهغه شي بشپړتيا راښيي چې په ځواک کې شتون لري  اويا په بله اصطلاح دځواک په کار اچولو ته خوځښت ويل کېږي.

حرکت په تېر مهال کې هم و، اوس هم شته او له دې وروسته به هم شتون ولري، ځکه چې زمان بې له خوځښته او حرکته شتون نه شي لرلاى او څنګه چې زمان ازلي او ابدي دى نو حرکت هم همېشه و او وي به.

دارسطو له انده يو لومړى محرک چې ارسطو ورته ((خوځوونکى نه خوځېدونکى)) وايې، نړۍ له يوه دوراني خوځښت سره يو ځاى رامنځته کړې ده. پخپله دغه لومړنى محرک حجم يا اجزاوې نه لري  او دنړۍ په چاپېر چل کې واقع دى  او پخپله يې هم نړۍ راچاپېره کړې ده.ارسطو ځمکه ګرده بولي چې دنړۍ په مرکز کې واقع ده او دهغې ټول شيان له څلورو عناصرو اوبه، خاوره، اور، او هوا څخه جوړ شوي دي ، مګر دده په وينا چې اسماني کتلې بيا پنځم عنصر هم لري.

ارسطو دځمکې دڅلورو عناصرو حرکت مستقيم او انتقالي او دپنځم عنصر حرکت دوراني بولي او په دې ګروهه دى چې افلاک په بشپړه توګه کروي او ګرد دي.  ارسطو دځمکې څلورګوني عناصر همېشني نه بولي او باور لري چې دغه عناصر له يو بل څخه زېږېدلي دي. اور چې مطلق سپک دى  دده طبعي حرکت  مخپورته دى اوخاوره چې مطلقه درنه ده نوپردې بنسټ يې  طبعي حرکت هم مخکښته دى. باد چې  په نسبي ډول سپک دى  او اوبه چې په نسبي ډول درنې دي  نو ددغو دواړو عناصرو حرکت هم مخپورته او مخکښته دى  او متقابل لورى لري. دارسطو او اپلاتون له انده ماده يا توک داسې يو شى نه دى چې پيدا شوى دى بلکې همېشنى او غير مخلوق دى او يواځې دهغ بڼه دخالق دارادې تابع ده،چې خالق يواځې دمادې دشکلونو او بڼې پيدا کوونکى او دهغې دساختمان يا فزيکي جوړښت او دهغې دبېلابېل توب جوړونکى دى نه دمادې خالق.

دکلبي دمکتب فيلوسوفان لکه انتيس تنس او ديوګنس بيا له هستۍ يا وجود پېژندنې سره چندانې مينه نه درلوده، هغوى له اخلاقو او انسان پېژندنې سره زياته لېوالتيا ښودله او دهغوى فلسفه په حقيقت کې ساده ژوند، پرهېزګاري،طبيعت ته دبېرته ګرځېدلو لپاره، کورني ژوند ته دشا اړولو او له دنيوي اړيکو څخه ځان وزګارولو ته دبلنې بڼه درلوده او دسپي په څېر له هر ډول تجملاتو او مصنوعي جسماني خوندنو څخه ليري ژوند کول يې موخه و.

دشکاکيت دمکتب فيلوسوفانولکه پېرهو، تيمون او آرسه زيلايوس همدغه ډول دبشر لپاره دهستۍ او وجود دپېژندلو مسله يوه نياشوني چاره ګڼله  او هد ډول پېژندنې په ارزښت باندې شکمن و.

اپيکورس بيا دوجود او هستۍ پېژندنې په برخه کې دديموکريتوس پلوى و او په دې ګروهه و چې نړۍ له تشيال او اتومونو څخه جوړه شوېده. مګر دديموکريتوس  په خلاف يې داتومونو خوځښت همېشنى او په بشپړه توګه دطبعي قوانينو تابع نه باله او داسې فکر يې کاو چې په دې کار کې تصادف هم چندان اغېزه نه لري. داپيکوروس  اتومونه وزن لرونکي او مخکښته ددايمي سقوط په حال کې و.

اپيکوروس تريوه بريده پورې  اتومونه خپلواک ګڼل په دې مانا چې پخپله حرکت او نورې چارې ترسره کوي، نوموړي ګروهه درلوده چې هغوى  تر يوه برېده کولاى شي له خپل قانوني  او ټاکلي مسير يا لارې څخه  واوړي  او په پايله کې له نورو اتومونو سره ټکر وکړي چې ددغه ټکر له امله بيا يو له بله سره ګډېږي. نوموړي باور درلود چې يو له بله سره  داتومونو له دغه ډول ګډېدلو سره څخه بېلا بېل او ډول ډول طبعي توکي لاسته راځي.

اپيکوروس اروا مادي يا جولييزه بلله او باور يې درلود چې دباد او تودوخې په ډول له يو ډول اجزاو څخه جوړه شوې او رامنځته شوېده.

نوموړي به ويل چې په بدن کې داروا اتومونه تيت او پرک دي. له مړينې وروسته ورکېږي  او هغه اتومونه چې پاتې کېږي دخپل احساس يا حس  ځواک له لاسه ورکوي.رواقي فيلوسوف زنون بيا هستي او وجود دجسماني او مادي استر لرونکې بلل ان اروا او خالق يې لا هم په بشپړه توګه  مادي او جولييز بلل.

نوموړي عدالت، فضيلت او قوانين درى واړه له مادې څخه سرچينه اخيستونکې ګڼل او باور يې درلود  چې په نړۍ کې رامنځته کېدونکې چارې په بشپړه توګه دطبعي قوانينو تابع دي. دده په اند له اره يواځي اور شتون درلود وروسته بيا سوکه سوکه درى نور عناصر او به، هوا او خاوره هم پيدا شول او بالاخره به په يوه لويه نړيواله اور سوځونه کې بل وار بيا دغه ټول  په اور بدلېږي. دزنون په اند دغه اور سوځونه  دنړۍ دپاى ټکى نه دى بلکې ديوې دورې پاى او دبلې پيل دى چې په هغې دورې کې بيا دوباره دغه مسير تکرارېږي او په دې ډول به دغه جريان تر ابده پورې روان وي.زنون به ويل هغه شيان چې اوس اوس رامنځته کېږي دا پخوا هم رامنځته شوي و او له دې وروسته به هم بيا رامنځته شي  او دا داسې هم نه ده چې يو يا دوه ځله بۀ وي بلکې دغه تکرار هېڅ پاى نه لري. زنون به خالق دنړۍ داورنۍ اروا په توګه معرفي کاو او په دې باور و چې خالق جسماني ذات دى  او هستي دخپل بشپړتوب او هر اړخيز توب له مخې دخالق ذات تشکيلوي. نوموړى په دې ګروهه و چې خالق په نړۍ کې داسې خپور دى لکه په کندو کې دشاتو لړۍ.

او((کلي قانون)) چې هماغه ((دوديزشعور)) دى دې ټولو شيانو ته ورشامل دى او خداى، اروا اوتقدير ټول سره يو دي. نوموړي تقديريو داسې ځواک بالو چې مادې ته خوځښت ورکوي او پرودګار،خالق او طبيعت يې دهغه نور نومونه بلل.

دپلوتين هستۍ يا وجود پېژندنه بيا په تثليث ولاړه وه او په هستۍ کې يې درى آره، لامله او شخصه پېژندل:

مطلق واحد-اروا-نفس

لومړى ار دمطلق واحد دى چې تر ټولو لوړ دى او هېڅ ډول صفت او نسبت هغه ته نه شي کېداى ، يواځې دومره ويل کېداى شي چې((دى شته) همدغه مطلق واحد له ((کل)) څخه هم لوړ دى  او پرته له دې چې حضور ته اړتيا ولري  په ټولو شيانو کې حاضر او ژوندى دى، او په عين حال کې چې په هېڅ ځاى کې نشته مګر داسې ځاى هم نشته چې دى پکې نه وي.

هستۍ يا وجود له ((مطلق واحد)) په را دلاندې پوړۍ کې شتون لري او فلوتين ورته کله ((ښېګڼه)) کله ((ښکلا)) او کله هم ورته ((خداى)) وايې.

دوهم آر ((اروا))  ده چې هغې ته عقلاني(سولي) اروا يا د((معقولاتونړۍ)) هم ويل کېږي. يانې هغه نړۍ چې سول په کې لاس لري. دده له انده دا درڼا په شان ده چې مطلق واحدذات دهغې په وړ انګو کې خپل ځان ويني او څرنګه چې انځور((يو)) دى نو له دې امله داسې ښکاري چې ((واحد)) دخپل ځان په پلټنه کې يوې ((منظرې ))ته ورته کېږي چې عقلاني اروا دهغې منظرې يوه جلوه بلل کېداى شي.

درېيم آر ((نفس)) دى چې له عقلاني اروا څخه ټيټ دى  او د ټولو ژونديو شيانو منځته راوړنکى دى . دغه راز دلمر، سپوږمۍ، ستوري او درستې نړۍ رامنځته کوونکى دى. فلوتين دنفس لپاره چې هغه يې دخالق دعقل زېږنده بالو په دوو اړخونو باندې باور درلود چې يو يې داخلي اړخ و چې ((عقلاني ارواته)) متوجه و، او بل يې بهرنى اړخ وچې له بهرنۍ نړۍ سره  اړيکې لري اوطبيعت ته متوجه دى. فلوتين طبيعت دنړۍ تر ټولو ټيټ او بېکاره مفهوم باله او ويل به يې هرکله چې نفس له مخپورته کتلو يانې عقلاني اروا څخه غفلت وکړي او ناخبره پاتې شي نودغه عالم يانې طبيعت ورڅخه پيداکېږي.فلوتين اروا دمادې خالق بلله او هغه يې ديوه مستقيل واقعيت په توګه نه منله.

اګوستين بيا په دې ګروهه و چې نړۍ له کومې ځانګړې مادې څخه منځته نه ده راغلې  بلکې له هېڅ څخه يې شتون موندلى دى او نه يواځې دهغې نظم جوړښت او بڼه مخلوق دي بلکې ماده پخپله هم مخلوق ده او له زمان او مکان سره يوځاى پيدا شوېده. اګوستين ددغې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍ ولې ژر نه ده پيدا شوې؟ داسې وايې چې ((ژرتوب شتون نه درلود او زمان هغه مهال پيدا شو چې نړۍ رامنځته شوه او په واقعيت کې دنړۍ همځولى بلل کېږي. دده له انده په خالق کې وړاندې او وروسته شتون نلري  بلکې هغه تل(( ابدي حال)) لري يانې له زمان څخه مستقل او ازاد دى، په وړاندې يا په نسبت ټوله زمانه ((حال)) ده.

داګوستين له انده هغه زمانه چې په واقعيت کې شتون لري يواځي حال دى، تېره شوې دحال خاطره او راتلونکې زمانه دحال انتظار دى.   اګوستين  به ويل چې په حقيقت کې يواځې درى زمانې شتون لري. يوه يې له تېرو شيانو څخه حال، دوهمه دحاضرو شيانو حال او درېيمه هم  دراتلونکو شيانو حال دى (( دتېرو شيانو حال خاطره ده، دحاضرو شيانو حال ليدل دي او دراتلونکو شيانو حال انظار دى.))

يو بل فيلوسوف جان سکاټ هر هغه شى چې شته يانشته دطبيعت جز بولي او دطبيعت ټولګه په څلورو شيانو باندې ويشي: هغه چې پيدا کوونکى دى مګرپيدا کړى شوى نه دى، هغه چې هم پيدا کوونکى دى او هم پيدا کړى شوى دى، هغه چې پيدا کړى شوى مګر پيدا کوونکى نه دى او هغه چې نه پيدا کوونکى دى او نه هم پيدا کړى شوى دى.

جان سکاټ خالق په لومړۍ برخه کې او اپلاتوني مثل يا ارواوې په دوهمه برخه کې بولي.

درېيمه برخه هغو شيانو ته چې په زمان او مکان کې واقع دي ځانګړې کوي  او په څلورمه برخه کې بيا خالق راولي مګر په دې برخه کې دخالق په توګه نه بلکې دټولو شيانو داخر، پايلې او پاى په توګه .

جان سکاټ په دې ګرهه دې چې هر شى چې له خالق څخه بېل شوي دي بېرته هغه ته دځان رسولو ،له هغه سره دوصل او يو ځاى کېدلو هڅې کوي او په دې توګه دهر شي پاى او اخر بېرته هماغه پيل دى  او دکثرت او احديت د ذات تر منځ بېلوونکى بريد يواځي ((لوګوس))  کليمه ده.

جان سکاټ هغه شى چې خالق دى خو مخلوق نه دى د ټولو شيانو ذات او ار بولي  او دهغې نړۍ لپاره چې نا پيدا شوې دخالق له وجوده بېله  په مستقلي هستۍ او وجود باندې قايل ندي. نوموړى دشيانو په وجود کې دخالق وجود ويني، دهغوى تر منځ په سم سمکي کې يې حکمت ويني  او په خوځښت کې يې ورته ژوند ښکاري. جان سکاټ دشيانو هغه ډله چې هم خالق دي هم مخلوق په ټولو لومړنيو لاملونو کې شامل ګني  او باور لري چې دغه لومړني لاملونه  دليدوړ شيانو دوجود لامل کېږي، چې دهغوى ماديت غير حقيقي او موهوم دى.

دى وايې : کله چې ويل کېږي خالق هستۍ له ((هېڅ)) څخه پيدا کړې ده نو بايد له دغه ((هېڅ)) څخه سړى خالق استنباط کړي. نوموړى دپيدايښت يا خلقت په اړه داسې جاجي چې دايو  ازلي او پخوانى جريان دى چې مرګ نه لري او ابدي دى. دده له انده مخلوق له خالق څخه بېل کوم وجود نه لري  بلکې مخلوق په خالق کې وده کوي  او خالق بيا خپل ځان ته په مخلوق کې تجلي ورکوي او ښکاره کوي يې.

نو له دې شننې څخه دې پايلې ته رسېږو چې دهستۍ ذات هماغه پيداکوونکى دى چې دى دچا له لوري نه دى پيداکړى شوى.

توماس اکويناس بيا په دې باوري دى  چې نړۍ له هېڅ څخه پيدا شوې ده او لومړني خوځوونکيو خوځښت له سکونه او هستۍ له نېستۍ څخه پيدا کړېده.دى باور لري چې دنړۍ وجود دخالق له وجوده بېل او دپيدا کوونکي يا خالق له مرتبې څخه په يوه بېله پوړۍ کې شتون لري.

مګر دې ته په کتلو سره چې نړۍ دخداى له ځلېدونکي وجود څخه يوه پېچل شوې شغله ده او لکه دروښنايې ګانو په ډول وجود لري. دده په اند دنړۍ مرتبه دخالق له مرتبې څخه ټيټه نده که څه هم ورڅخه وتلې ده، خو نوموړ ى مخلوق دخالق دهستۍ دابدي ځلا غبرګون بولي.