غزل
مجيد الله قرار
د هرې پېښې تر شا لاس دى د بل
په ځان شكي يم زما لاس دى د بل
ويل يې دا مار دى راروان دى پر خوا
ما ويل مار نه دى دا لاس دى د بل
د يو كافر پر ضد چې كيږي دلته
تر شا ددغې غذا لاس دى د بل
زما د پرون ګيله تازه ده لا هم
ستا په اوږه باندې بيا لاس دى د بل
بيا مې پر زړه ده د غم ليكه پرته
زړګيه پروت چې په تا لاس دى د بل
تر زړه مې بيا راغځېدلى منې
لكه يوه سپينه رڼا لاس دى د بل
ايښې زموږ په سينه پښه د ملا
پروت په اوږه د ملا لاس دى د بل
07.12.2011
- نصرت الهام
...
22.12.2011
- نصرت الهام
په پېښور كې براق اف ام راډيو ته غوږ وم، د شعر و شاعرۍ يو اردو پروګرام روان و، ښايسته اردو شعرونه لوستل كېدل، چې د يو غزل رديف و / محبت مر نهين سكتا / ماته دې اردو غزل يوه مطلع راكړه، چې غزل مې ترې جوړ كړ او په سبا مې د براق راډيو د شعر و شاعرۍ پښتو پروګرام غزلزار سره د ټلفوني اړيكې له لارې شريك كړ، دا پروګرام ارشد سليم صيب پر مخ بېوه چې د راډيو يو تكړه پرزنټر دى.
په دې هيله چې خوښ مو شي
نصرت الهام
...