يوه وطنۍ او يوه جاپانۍ هايکو
وطنۍ هايکو
يوه خبريال مو له کانديد وپوښته
صايبه ځان مو کانديد کړى څه ته
ده ويل ملي اپارتمان ته کنه
جاپانۍ هايکو
دپښوپه څوکوناست
يوه چونګښه ،يولمرسوى ماشوم
دواړه يوبل ته په ځير،ځير ګوري
25.10.2007
- نصرت الهام
هايکو ګانې
چا راته ويل چې د سپرلي ورځو کېهغه تر لرې ګرځي ساګو پسېځکه پټي کې مې شړشم وکرل
په انټرنيټ يي ويل د شپاړسو يمجينۍ چې راغله د اتيا کالو وهبيا مي د ځان په ځاى نيکه له وکړه
دا غزل غزل اوبه ځوانيستا په کې د کاڼي پشان کلک زړګىياره ولا حول ولا قوت
يا خدايه پاکه ما په دې مۀ نيسه زۀ خودا خلق خندوومه ځکه چې څوک دغمه خودکشي ونۀ کړي...
25.10.2007
- نصرت الهام
غزل
جلال امر خېل
د خپل روح اصلي تصوير په ايېنه کې شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې
د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې
زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې
بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې...