كلتور، فرهنګ، ثقافت، او دخلكو ګډ دوددستور دهر ولس او قام د تل پاتې والي نښې دي، يو عالم وايي چې ((د ځېنوخلكو تر تاريخه دهغوى كلتور يا فرهنګ ډېر ارزښت لري)) داخبره سمه او پرځاى ځكه ده،چې دنړۍ اکثره ولسونه دهغوى د كلتوري ارزښتونو په هېنداره كې ليدل كېږي او د يو ولس د پېژندنې لپاره دغه آرونه خورا ښې بېلګې دي.
كلتور ي شتمني دهرې ټولنې دكړو وړو،تجربو، ذهني او فكري هستېو مجموعه ده.
دنړۍ ډېر قامونه او ولسونه دهغوى د كلتوري يا فرهنګي تشخص په هېنداره كې پېژندل كېږي او له همدغه ځايه ده،چې تر منځ يې د امتياز او بېلوالي كرښې ليدلى شو. ځېنې فرهنګونه او رواجونه په ښه او ځېنې يې بيا په ناسمو دودونو تعبيرېدى شي، خو دا ټول د حقيقت په ډول ارزښت لري او د كلتوري ارزښتونو پوهان يې دنړۍ د خلكو په پېژندنه كې مهم اصل ګڼي.
همدغه فرهنګي ارزښتونه دي، چې خلك او ولسونه سره بېلوي او دهر ولس ځانګړتياوي ټاكي، هغوى ته يا امتياز ټاكي او يا داسې نښې چې پېژندنه يې اسانه شوې وي رامنځته كوي.
ودونه، جرګې،مركې،كوژدنې، دخور او لور وركړه، او د انساني سيرت ټول هغه كړه وړه،چې د يوې ټولنې او خلكو دغوښتونو او مصلحت له مخې په ټولنه كې شتون لري، د هماغو خلكو د كلتور يا كلتوري ارزښتونو منځپانګه ده.
مېلې،دځانګړو ورځو لمانځل،لاسي صنايع ،اوبدل،ګنډل،مجسمه جوړونه، نقاشي، انځورګري، موسيقي او نور هنرونه ديوې ټولنې دخلكو كلتوري ملكيت دى، او په كلتوري چوكاټ كې ځاى لري.
همدا لامل دى چې كلتور پوهنه خورا مهمه او با ارزښته ده،امريكايي كلتورپوه (ليزلي الفين وايټ) چې دلومړي ځل لپاره دهغه له خوا كلتور پوهنه د خپلواك او ځانګړي دسپلين په توګه رامنځته شوه، وايي چې ((كلتور پوهنه تر هرې بلې پوهې په لوړ او ستر كيفيت دانسان د سترو ځانګړتياوو او لوړتياوو ښکارندويي كوي)).
افغانان خپل فرهنګ اصيل فرهنګ ګڼي او دا په دې مانا او تعبير چې دغه كلتور تر ډېره د اسلام د مقدس دين ارزښتونه په خپله منځپانګه كې رانغاړي او ډېركم داسې پېښېږي،چې له عقيدوي اړخه غندل شوى وي.
زموږ ګران هېواد افغانستان د ګډو فرهنګونو كور او په دې ډګر كې يې دوياړ شمله ترنوروهغو هسكه ده. زمونږ په كلتور كې مېلمه پالنه، په ټولنيز ژوند كې راشه درشه، رواجونه او رسومات تر ډېره له ګروهي فلسفې سره اړخ لګوي، خو ځېنې كلتوري هڅې او چارې بيا لدې بېلېږي او په اسلامي فلسفه برابرې نه خېژي.
په افغانستان كې ځېنې دوديزې مېلې هم زموږ د كلتور يوه لویه اوبډاېه برخه ده، لکه زيارتونو ته په مېله تلل، په بڼونوكې لوبې اومېله كول، اسونه ځغلول اوداسې نورچې هره برخه یې پخپل خای ځانګړی ارزښت لري .
خو دحالاتو ادلون بدلون ځېنې رواجونه له منځه وړي او پر ځاى يې ځېنې نورې مېلې او رواجونه منځ ته راغلي.
په كونړ كې د سلطان بابا اوګرګرې بابا مېلې، په لغمان كې د مهترلام بابا مېله، په ممله كې دلندور بابا مېله، په خوږياڼو كې د خوجلكن بابا مېله، په ښېوه كې د خواجه قمبر ولي مېله،دښېوې په شګه كې د سمنک مېله( چې دښځو له خوا په مني كې كېدله) په دې سربېره په يو شمېر ښارونواوولسواليو كې د څارويو د خرڅلاو مېلې اوداسې نورې چې نن سبايې ډېرشهرت موندلى.
پر كال ۱۳۴۰ هـ ش كې د اطلاعاتو او كولتور وزارت له خوا هم د هېواد په ځېنو بېلابېلو ولايتونو كې په ملي كچه ځېنې مېلې تصويب او اجازه وركړل شوه، چې په هغو كې دوري دمياشتې په لومړۍ نېټه دپسرلي مېله، په بلخ كې دګل سرخ مېله، د وري په پنځلمه دفارياب په اندخوى كې دقره قل مېله،دننګرهار دنارنج ګل مېله ( چې دوري په دويمه يا دريمه اونۍ كې تر سره كېږي) دهلمند داوبو لګولو مېله، دپروان په چاريكار كې د ارغوان مېله، په جوزجان كې د غالۍ او بدلو مېله،دكاپيسا په تګاب كې د انارو مېله، د زمري په لومړۍ نېټه دتخار په تالقانو كې د خټكېو مېله، د زمري په پنځلسمه د بدخشان په بهارك كې د لالو مېله، دبادغيس په قلعه نوكې د شول ماتولو مېله، دكندهار په مركز كې دپنبې دټولولو مېله، په بغلان كې دچغندرو مېله او دهرات په تخت ظفر كې د كب په شلمه د ارغوان مېله.
دغه مېلې په رسمې ډول دحكومت له خوا اعلان او هر كال په ځېنو ولايتونو كې شوي دي، خو دنارنج ګل مېله د وخت په هر حاكم نظام كې شوې او دا دود تر اوسه ژوندى دى، چې هر كال په جلال آباد كې ديوې سترې غونډې او مشاعرې په ترڅ كې لمانځل كېږي او دسيمې او هيواد يو زيات شمېر شاعران، ليكوالان، اديبان او پوهان پكې برخه اخلي او زرګونه مينه وال لري.
ماخذونه : سلام فرهنګي ټولنې ويب پاڼه،سهراب ديدار، ننګرهار مجله، پنځم دور، لومړى كال دويمه اودريمه ګڼه، ( تله- كب ) ۱۳۸۴ هـ ل.۶۴-۶۳ مخ