دپښتوولسي سندر غاړی رحیم شاه وایي چې هغه موسیقي ته په مینه سره پېدا شوی خو له بدغه مرغه چې کورنۍ یې دهغه له سرشاره ذوق اولېوالتیا سره مرسته ونکړه اوترټولو عجیبه داچې نوموړی یې دڅوکلونو لپاره ددې کار په خاطرترسختو انتقادونولاندې راوست.آن تردې چې دخپل نیکه لخوادکورڅخه وشړل شواوهغه مجبورشو ترڅو دهندوانوېومعبدته پنایوسي.
بلاخردهغه ورورمنځګړیتوب وکړاوهغه یې دخپلې کورنۍ سره بېرته پخلا کړ.
رحیم شاه دخپل ورورددې لورینې اومنځګړتوب څخه سخت خوشحاله شواودخپل ورورنوم یې ځانته غوره کړ.
لدې وروسته رحیم شاه خپل نوم له خپل ورور سره بدل کړ اواوس هغه په (قبول شاه) نه بلکه په (رحیم شاه) یادیږي.
رحیم شاه په ۱۹۷۳م کال په کراچۍ کې زېږېدلی اوهلته یې دځان شهرت هم پېدا کړ.
رحیم شاه دپښتوټپو ته په خپلو سندروکې ېو نوی رنګ ورکړ اوهغه یې په ېوه نوي انداز دپښتو موسیقۍ ته وردننه کړه.
رحیم شاه وایي :که څه هم تر ما دمخه هارون پاچاپخپلو سندروکې ټپو ته خاص انداز ورکړی خوزه لومړی کس وم چې ټپې مې په اردو سندروکې وکارولې اوپدې توګه مې پښتو ټپې دنوروژبو ویونکو ته وروپېژندلې.
رحیم شاه چې اوس په پښتنو سندرغاړو کې یوخاص مقام لري تراوسه یي دسندروټول نهه البمونه خپاره شوي دي چې ډېری سندرې یې د پاپ موسیقۍپه بڼه ویلي دي.
رحیم شاه زیاتوي (اوپیره)دده دپاپ موسیقۍ لومړی البوم وه چې نوموړي ته یې خوراډېرشهرت وروباښه.
رحیم شاه دپښتودودیزه موسیقي لکه رباب،تبله،هارمونیه اوداسې نورډېرخوښوي اوباورلري چې دپاپ موسیقۍ په پرتله پښتودودیزه موسیقي اوږدعمراوزوړتاریخ لري.